1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د خبریالانو فدراسيون: د رسنيو ۹۴ کارکوونکي وژل شوي دي

۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

د خبریالانو نړېوال فدراسيون د جمعې په ورځ وويل چې د ۲۰۲۳م کال له پيل راهيسې په ټوله نړۍ کې ۹۴ خبریالان وژل شوي. تر ټولو ډېر خبریالان د اسرائيل او حماس په جګړه کې وژل شوي دي چې اکثریت ېې فلسطينيان دي.

Gazastreifen | Trauer um die Journalisten Hassouna Sleem und Sary Mansour
انځور: REUTERS

د خبريالانو نړېوال فدراسيون د جمعې په ورځ (۲۰۲۳م کال د دسمبر ۸) د وژل شوو خبریالانو کلني شمېر په خپرولو سره وويل چې د ۲۰۲۳م کال له پيل راهيسې د رسنیو ۹۴ کارکونکي د خپلو دندو پر مهال وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور زندانونو ته اچول شوي دي. دغه فدراسیون وايي د تېرو ۳۰ کلونو د هرې جګړې په پرتله د اسرائيل او حماس جګړه کې ډېر خبریالان وژل شوي دي.

دغه فدارسیون پر حکومتونو په غږ کولو د خبریالانو د لاخونديتوب غوښتنه کړې او زیاتوي چې پر خبریالانو برید کوونکي دې خپلو حملو ته ځوابګویه واوسي.

د دغه فدراسیون مشرې دامنیک پرادالیه، وويل: «د خبریالانو د حفاظت او د موثره نړېوالو اجرااتو له پاره هېڅکله هم یو نوی نړېوال معیار موجود نه وو.»

​​​​​د خبريالانو نړېوال فدراسيون وايي د تېرو ۳۰ کلونو د هرې جګړې په پرتله د اسرائيل او حماس جګړه کې ډېر خبریالان وژل شوي دي انځور: Arafat Barbakh/REUTERS

د اسوشتيد پریس د رپوټ په حواله، فدراسيون ويلي دي چې یوازې ۶۸ خبریالان د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړه کې چې د اکتوبر په ۷مه پيل شوې، وژل شوي دي.

په دوی کې اکثریت ېې فلسطيني خبریالان دي چې د غزې په تراډه چېرته چې اسرائيلي ځواکونه د حماس جنګيالۍ ډلې پر ضد خپلو حملو ته ادامه ورکوي، وژل شوي دي. دا په ورځ کې څه باندې یوه وژنه او روان کال په ټوله نړۍ کې د وژل شوو خبریالانو ۷۲ سلنه برخه تشکيلوي.

د خبریالانو نړېوال فدراسیون په غزه کې د اسرائيل او حماس جګړه د خبريالانو له پاره تر ټولو خونړۍ جګړه ښودلې ده: «له ۱۹۹۰ راهیسې چې د خبریالانو نړېوال سازمان د خبریالانو وژنې ثبتوي، په غزه کې جګړه د بلې هرې واحدې جګړې په پرتله د خبریالانو له پاره ډېره خونړۍ ده.»

فدراسیون زیاتوي: «د رسنيو مسلکي کارکوونکو د مړينې کچه په بېسارې توګه چټکه شوې ده.»

یاد سازمان وايي چې له غزې علاوه، اوکراین هم د «خبریالانو له پاره د یو خطرناک هیواد په توګه پاته دی،» چېرته له نژدې دوو کلونو راهیسې د روسي ځواکونو له یرغل سره جګړه روانه ده. په وینا ېې د روان کال له پیل راهیسې په اوکراین کې درې خبریالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي دي.

افغانستان هم د هغو هیوادونو له ډلې ښودل شوي چې د خبریالانو نړېوال فدراسیون ېې د رسنیو او د رسنیو دکارکونکو د وضعیت په هکله اندېښنه ښوولې دهانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

دغه فدراسیون همدارنګه په افغانستان، فليپين، هندوستان، چين او بنګله دیش هېوادونو کې د رسنيو د کارکوونکو پر مړينې او وضعیت خپګان ښودلی دی. فدراسيون پر وضعیت اندېښنه ښوولی او پر حکومتونو ېې غږ کړی دی چې د خبريالانو د قتلونو قضیو د لاروښانه کولو او همدارنګه د هغوی د خونديتوب له پاره دې اقدامات ترسره کړي.»

په رپوټ کې یادونه شوې ده چې تېر کال په شمالي او جنوبي امریکا کې ۲۹ خبریالان وژل شوي ول، چې په ۲۰۲۳م کې تر اوسه دغه شمېر ۷ دی. په دوی کې ۳ ېې مکسیکويي، ۱ د پراګوای، ۱ د ګواتيمالايي، ۱ کولمبیايي او یو امریکايي دی.

د دغه سازمان په خبره، د ۲۰۲۳م کال له پيل راهيسې ۳۹۳ تنه خبريالان زندانونه ته اچول شوي دي. تر ټولو ډېر شمېر، ۸۰ خبریالان، په چين او هانکانګ کې بندیان شوي. ورپسې په میانمار کې ۵۴ کسان، په ترکيه کې ۴۱، په روسيه او کریميا کې ۴۰، په بيلاروس کې ۳۵ او په مصر ۲۳ خبريالان بنديان شوي دي.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل