1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د خوست ښار قرنطین لا هم سخت شو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د خوست ولایت قرنطین لا پسې سخت شوی دی. دا پریکړه په دې ولایت کې د کرونا د شپږو مثبتو پیښو تر ثبتیدو وروسته شوې او اوس د ولسوالیو بازارونه هم تړل شوي دي.

Afghanistan Coronavirus Lockdown Provinz Khost
انځور: DW/F. Zahir

دغه راز پکتیا، پکتیکا او کابل سره د خوست لویه لاره، پاکستان ته رسیدونکې لارې او د خوست ښار سره د ولسوالیو لارې تړل شوې دي. چارواکي موټرو او خلکو ته ښار ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي.

که څه هم یو شمېر خلک د قرنطین سختیدو هرکلی کوي خو ځینې نور بیا نیوکه کوي چې د روژې میاشت او په بشپړه توګه د ښار قرنطین له یوې خوا کاروبارونه په ټپه درولي او له بلې خوا یې د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي.

د خوست مرکز اوسیدونکی خان بادشاه خوستی، وایي چې په ښار کې له یو شمېر خوراکي توکو پرته څه نه شې ترلاسه کولی. هغه تېره ورځ د کورنۍ له پاره د سودا د رانیولو په نیت ښار ته تللی وو خو وایي چې ښار تړلی. په خبره یې یوازې د ګوتو په شمار پرانیستو دوکانونو کې هم بیې لوړې وې.

انځور: DW/F. Zahir

هغه زیاته کړه: «زه تېره ورځ ښار ته سودا پسې لاړم. هغه څه چې کور کې یې رانه غوښتي وو پیدا مې نه کړل. د ښار ډيرو برخو کې وګرځیدم. ځینې دکانونه چې خلاص دي ظلم کوي او د سل روپیو جنس په دوه سوه پلوري.»

پر خوست ښار سربېره د ولسوالیو د مرکزونو بازارونه هم د ګڼي ګونې او د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه قرنطین شوي دي. په ولسوالیو کې هم خلک له سختو ستوونزو سره مخامخ دي او په سختۍ سره خوراکي توکي رانیسي.

د خوست ګربزو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ګل نور جان، دویچه ویله ته وویل: «د خوست بازار چې وتړل شو نو موږ دلته ګربزو شیخ امیر بازار څخه سودا راوړله. اوس چې شیخ امیر بازار تړل شوی موږ څه وکړو. که خوست ښار ته ځو، په لاره کې لس ځایه عسکر ولاړ وي او ښار ته مو له موټر سره نه پریږدي.»

د خوست والي مرستیال عبدالواحد پټان، وایي د خوست ښار او د ولسوالیو د مرکزونو بازارونه یې له دې امله په بشپړه توګه قرنطین کړې دي چې په خلکو کې د کرونا ویروس له پراختیا څخه مخنیوی وکړي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل چې په خوست ښار او ولسوالیو کې یوازې ډاکټران او درملتونونه، د اړینو خوراکي توکو لوی دوکانونه، د سبزۍ پلورونکي او نانوايي خلاص دي او نور هر څه تړلي دي.

په خوست کې اوس یوازې د ډیرو اړینو توکو دوکانونه پرانیستي دي.انځور: DW/F. Zahir

هغه وویل: «که مو سختي نه وای کړي، خلکو خپله ځانونه نه قرنطینول نو موږ اړ شو چې په خلکو کې د کرونا خپریدو په خاطر ښارونه او د راټولیدو ځایونه وتړو.»

د خوست والي مرستیال عبدالوحد پټان روښانه کړه په راتلونکو ورځو کې به په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه کورنیو ته په وړیا ډول له نانواییو څخه د ډوډۍ د ویش بهیر پیل کړي.

له بهرنیو هیوادونو د راتلونکو کسانو قرنطینول

په همدې حال کې د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري، وایي چې په دغه ولایت کې یې له بهرنیو هېوادونو د راتلوونکو افغان مسافرو له پاره د قرنطین مرکزونه جوړ کړي او هرڅوګ چې خوست ته داخلیږي، څوارلس ورځې به قرنطین کیږي او بیا به له کورنیو سره یو ځای کیږي.

ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل: «د قبایلو لیسه مو قرنطین جوړ کړی او مسافر په کې قرنطینوو. څوک چې مشکوک وي، د پوهنتون لیلیې ته یې لیږو او که یې سمپل مثبت شي، نو بیا یې د کرونا ویروس ځانګړي پنځوس بستریز روغتون کې بستروو. موږ هڅه کوو چې په خوست کې له کرونا څخه مخنیوی وکړو»

د خوست ولایت حکومتي مسئولین دغه راز خبر ورکوي چې د قرنطین د دوام په صورت کې دوی سلګونه ټنه غنم او یو شمېر اړین توکي د بیړنیو پېښو په ګودامونه کې ځای پر ځای کړي دي او د اړتیا پر مهال به یې پر اړو کورنیو وویشي.

په خوست کې تر اوسه د کرونا شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې پنځه تنه یې د عربي اماراتو راغلي مسافر او یو هم د یوه مسافر زوی دی.

فریدالله ظاهر/ خوست

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب