چینایی ویروس پيژندونکو د H1N1 د ویروس یو نوی ډول پیدا کړی چي له ۲۰۱۶ کال راهیسي د خوګانو په ګَلو کی مخ په زیاتدیو دی. همدارنګه د هغو د روزونکو په بدن کي هم یې د انتي بادی شتون ثابت سوی دی.
اعلان
ښه خبر لومړی: که څه هم چې د خوګانو هغه ساتونکي چي تر پلټني لاندی نیول سوي ول یو پر لسمه برخه یې د خوګ د نوي ویروس په ګریپ اخته سوي دي. خو دغه ډول حالت تر اوسه پوري د خطرناکې انفلونزا د کومي نوي څپې د پيل کیدو سبب نه دی سوی.
د واشنګټن له پوهنتون څخه بیولوژی پوه، کارل بیرګستروم په تویتر کي واضح کړي چي، د نوي ویروس له امله سمدلاسه د کومي پاندیمي خطر نه لیدل کیږي. د هغه په خبره « داسي شواهد په لاس کي نسته چي «جي ۴ » دي له یوه کس څخه بل ته انتقال سي او دا هم په داسي حال کي چي له پنځو کلونو راهیسي هغه د پراخیدو په حال کي دی.»
خو بیا هم لیکولان په خپلو هغه څيړنه کي چي د جون پر ۲۹ مه یې خپره کړي ، خبرداری ورکوي چي په خنځیرانو کي ددغه ویروس د پرله پسې څارني له مخي به هغه د نوي پاندیمي د رامنځته کیدو او آمادګي نیولو له پاره مخکي له مخکي خبرداری وي. همدارنګه باید روغتیایی چارواکي هغه کسان هم معاینه کړي چي په مسلخونو او یا هم د خوګانو د پالني او روزني په برخه کي کارونه کوي.
ددغو لیکوالانو ټیم د نورو تر څنګ په پيکنګ او شاندونګ کي د وترنرۍ او زراعت له فاکولتو څخه وترنرانو او همدارنګه په پیکنګ کي د ویروس پیژندني له ملي انستیتوت څخه د ویروس پیژندونکو څخه جوړ سوی دی.
دا په جینتیک پوري اړه لري
کارپوهان هم له همدې کبله اندیښنه لري، دا ځکه چي دغه نوی ویروس داسي جینونه لري چي د یوې پاندیمي یا وبا د ویروس ځانګړتیاوي پکښي دي.
دغه ډول ویروس د خنځیرانو د انفلونزا د هغه ویروس سره خپلوي لري چي په ۲۰۰۹ کال کي په ټوله نړۍ کي خپور سو. هغه همدارنګه د مرغانو د ګریپ له ویروس سره هم خپلوي لري.
تر کرونا زيات خطرناک د نړۍ ويروسونه وپېژنئ ـ انځوريز راپور
دمګړی په ټوله نړۍ کي د کرونا بيره خوره ده. خو که د مړيني شمیرو او ارقامو ته وکتل سي نو تر کرونا ډېر خطرناک ويروسونه سته. دلته يې وپېژنئ
ماربورګ ويروس
ماربورګ د آلمان د يو ښار نوم دی چيري چي په ۱۹۶۷ مېلادي کال ګڼ شمېر انسانان د يو ويروس له کبله مړه سول. دا چي دغه ويروس په همدغه ښار کي وپېژندل سو نو ورته د ماربورګ نوم ورکول سو. دا د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ويروسونو څخه يو بلل کيږي او په ۹۰ سلنه پيښو کي په دغه ويروس اخته انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: picture alliance/dpa/CDC
ايبولا ويروس
ايبولا ويروس د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ په لوېديځه افريقا کي تر ۱۱ زرو څخه زيات انسانان ووژل. دغه ويروس مختلف ډولونه لري او په لوړه اندازه وژونکې ناروغي رامنځ ته کوي. په دغه ويروس له اخته کسانو څخه عموما ۹۰ سلنه يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: picture-alliance/dpa
هانټا ويروس
د کرونا له خپرېدو وروسته په چين کي په هانټا ويروس د وژل سوي کس خبر هم د زياتو رسنيو سرټکی وګرځېدل. هانټا نوی ويروس نه دی. په دغه ويروس اخته کسانو کي د سږو ناروغۍ، تبه او د پښتورګو د غيرفعاله کېدو علايم راڅرګنديږي.
انځور: REUTERS
د لېوني سپو ويروس
د لېوني سپي ويروس د سپيانو، ګيدړو او يا شوپرکانو د داړلو په نتيجه کي انسان ته انتقاليږي. که څه چي کورني سپي ټول د دغه ويروس پر ضد واکسين کيږي، خو د افغانستان او پاکستان په شمول په زياتو هيوادونو کي لا زيات کوڅه ډبه سپي د دغه ويروس د خپراوي سبب کيږي. دغه ويروس په لوړه اندازه وژونکی دی.
د روټا ويروس په زياته د نوو زېږېدلو ماشومانو له پاره ډېر خطرناک دی. په ۲۰۰۸ کال د دغه ويروس له کبله پنځه مليونه داسي ماشومان مړه سول چي عمرونه يې لا پنځه کالو ته نه ول رسېدلي.
انځور: picture-alliance/dpa
کرونا ويروس
دغه ويروس زيات اقسام لري. په ۲۰۱۲ کال دغه ويروس په سعودي عربستان کي لومړی په اوښانو کي او بيا په انسانانو کي خپور سو. له دې مخکي د دغه ويروس سارس قسم په ۲۰۰۲ کال کي په ۲۶ هيوادونو کي خپور سوی ؤ چي بشپړه نوم يې Sars Cov يعني سارس کرونا ويروس ؤ. دمګړی دغه ويروس د کويد ۱۹ په نوم په ټوله نړۍ کي خپور سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/AP/NIAID-RML
انځورونه1 | 10
کارپوهان د خپلو پلټنو له پاره د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۸ م کال پوري ارقامو باندي تکیه کوي. ددغه وخت په جریان کي هغوی له ۳۰ زرو خنځیرانو د پزې له افرازاتو څخه د هیواد په لسو ولایتونو کي نمونې اخیستي او د خوګانو د انفلونزا ۱۷۹ ویروسونه یې مشخصې کړي.
له ۲۰۱۶ م کال راهيسې معلومه سوه چي د « جي ۴ ایچ ۱این ۱» نوی ویروس په خوګانو کي تثبیت سوی. سربیره پر دې کارپوهانو وښودله چي دغه ویروس کیدای سي د انسان په تنفسي سیستم کي هم وده وکړي.
د فصلي انفلونزا له امله د بدن خپل مقاومت نه رامنځته کیږي
بله خبره دا ده چي په انسانانو کي د نورو ویروسي ناروغیو لکه فصلي ګریپونو له امله د نوو ویروسونو په وړاندي انتي بادي پا د بدن خپل مقاومت نه رامنځته کیږي. کارپوهانو د خوګانو د روزني په ځایونو کي ۳۳۸ کسان تر آزمویني لاندي ونیول چی آیا هغوی به په دغه ویروس اخته سوي وي او که څنګه.
په ۳۵ کسانو کي هغه معلوم سو چي دا ۱۰ اشاریه ۴ سلنه جوړوي. د ځوانو روزونکو په ډله کي چي د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ عُمرونه لري، ددغه ویروس اندازه حتی ۲۰ اشاریه ۵ سلنه وه. په عام اولس کي بيا ۴،۴ سلنه ککړ سوي ول. خو بیا هم دا کار ددې دلیل نه سي کیدای چی نوموړی ویروس دي له یوه انسان څخه بل ته انتقال سي.