د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغسې یوه پریکړه څه د پاسه یوه لسیزه تر مخه هم هغه مهال شوې وه چې د طالبانو په گډون یاغي ډلو سلمانیانو ته د فیشیني ږیرو د ورجوړولو په هکله خبرداری ورکړی وو.
د سلیماني هیر ډریسر ایسوسي ایشن، یا اتحادیې مشر شریف کاهلو، په یوه خبري کانفرانس کې وویل: «د ږیرو بیلا بیل ډولونه جوړول د اسلام د پيغمبر د سنتو خلاف کار دی.»
کاهلو وویل چې نور په زرونو سلمانیان چې د دوی د اتحادیي غړي دي دغې پریکړې ته د ژمنتيا خبره کړې ده. د هغه په خبره په ټول ایالت کې به د سلمانیانو په دوکانونو کې د مشتریانو د معلوماتو له پاره دغسې یوه خبرتیا ځوړنده شي.
کاهلو دا خبره رد کړه چې ګنې د کومې وسله والې ډلې له لوري د دغه ګام د اخیستو له پاره پر فشار اچول شوی. د سلمانیانو د اتحادیې مشر وویل: «موږ د ایالت (خیبر پښتونخوا) د ټولو سترو ښارونو او ولسوالیو له ځایي ادارو سره ولیدل او ټولو موږ ته د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ راکړ خو له دې یي ډډه وکړه چې دغه څه رسمي کړي.»
په تیرو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې یاغیانو د سلمانیانو پر دوکانونو حملې کړې وې او د ږیرې خریل یې غیر اسلامي بللي ول.
نوموړي خبري آژانس لیکلي دي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان په سترو ښارونو لکه کراچۍ او لاهور کې د نارینه وو تر منځ دا دود شوی چې د نوي فیشن له پاره د نارینه وو آریشګاوو ته ځي. زیاته شوې ده چې دغه دود د منځني قشر تر منځ زیات لیدل کیږي.
زموږ له ارشيف څخه:
څوک تر ټولو ښايسته ږيره لري؟
برېتونه، بشپړه ږيره يا څڼې پرېښودل هر څوک کولای شي. خو په اتريش کې د ږيرو په نړيواله سيالي کې نارينه و وښودله چې ږيرې، برېتونه او څڼې هنري ارزښت هم لري. دلته تر ټولو ښايسته ږيرې او برېتونه ليدلی شئ. انځور: picture-alliance/A. Warmuth د هېوادونو تر منځ د وېښتو په سر سيالي له شلو هېوادونو څخه ۳۵۰ برخه والو د ږيرې په نړيوالو اتلوليو کې سيالي وکړه تر څو معلومه شي چې تر ټولو ښکلي برېتونه او ښايسته ږيره د چا ده. خو هره ږيره سره هم ورته نه ده. په ۱۸ مختلفو مسابقو کې مختلف القاب ورکړل شول. د ژوري پلاوي قضاوت تل په همغږۍ سره نه دی شوی.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth تاو راتاو برېتونه، ږمنځ شوې ږيرې، رنګه وېښته يا نور سينګارونه. ۱۵۰۰ نندارچيانو ته په دغو سياليو کې د ليدلو وړ ډېر څه وړاندې شول.
انځور: picture-alliance/A. Warmuth سل کاله پخوا دغسې برېتونه ډېر عام ول، خو نن يوه عجيبه ننداره ده. د «شاهانه» برېتونو له پاره په سياليو کې يوه ځانګړې کتګوري هم شته، چې پکې امریکايي، جېکي لين، په دې بريالی شو چې آلمانی لقب لرونکی، اويګن هيپ، له ګدۍ وپرځوي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده آيالاتو هيڅکله شاه او قيصر نه دی لرلی.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth له نيو يارک څخه راغلی دغه برېت لرونکی ښايي خپل ښار ته ډېر لېواله وي چې بيرغ يې په اوږو کړی دی. خو نور امريکايي برخه وال هم ډېر وځلېدل. هغوی له ۱۸ القابو څخه شپږ وګټل او د نړيوالو اتلوليو اصلي ګټونکي دي.
انځور: picture-alliance/A. Warmuth د اتريش په لېوګانګ ښار کې د ژوري پلاوي هر شي ته ډېره پاملرنه وکړه ځکه چې واړه جزيات هم بايد کتل شوي وای. که ږيره مثلا سمه ږمنځ شوې نه وه، نو شمېرې کمې ورکول کېدې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth يوه کلاسيکه کتګوري بشپړه ږيره ده، چې يوه ځايي اوسېدونکي، هانس ګاسنر، وګټله. نور ږيرور هم په دغه انځور کې ليدل کيږي چې له نورو هېوادونو څخه اتريش ته راغلي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth د ۲۰۱۷ کال سيالۍ په تکساس کې تر سره کيږي څوک چې په اتريش کې جايزه نه وړي، دې سمدلاسه د ږيرې خرېيلو آلې ته لاس نه اچوي. ايله دوه کاله وروسته د امريکا متحده آيالاتو په اوستين ښار کې بل چانس هم شته چې سړی د ږيرې او برېتونو نړيوال اتل جوړ شي.
انځور: picture-alliance/A. Warmuth