1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش اړوند کسان له ترکيې څخه آلمان ته وليږدول شول

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

اسلامي دولت يا داعش نومې ډله يو څه آرامه شوې ده. خو دا د دې معنی نه لري چې د دغه ترهګر سازمان خطر اوس کم شوې وي. دا په هغوی پورې په اړوندو شکمنو کسانو پورې هم صدق کوي.

Irak Islamischer Staat Propagandafoto
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د آلمان خبری آژانس د خبر له مخې ترکيې د داعش ترهګر سازمان دوه شکمن غړي آلمان ته ليږدولي دي. د آلمان د پولیسو وياند خبري آژانس ته ويلي چې دغه دوه ميرمنې او د هغوي څلور ماشومان له انقري څخه فرانکفورت ښار  ته راغلي دي. د آلمان لوی څارنوال ویلې چې له دغو دوو ښځو څخه پر يوې يې شک دی چې د داعش غړې ده. لکه څرنګه چې د آلمان سترې څارنوالۍ يوه وياند ويلي، د هغې پر ضد د نيولو آمر موجود وو. دغه ښخه له راتګ سره سمه نیول شوې. له دې پخوا آلمانۍ خبري مجلې «دیر شپيګل» د هغو د ویستلو په اړه خبر ورکړې وو.

برلين او هامبورګ

آلمان ته له دغو ليږدول شويو ښځو څخه يوه يې چې نيول شوې هم ده، د هامبورګ اوسیدونکې ده چې په هکله يې خبر له برلين څخه خپور شوی دی. لکه هسې چې د هامبورګ لويې څارنوالۍ وياند تصديق کړې، د دغې ښځې  پر ضد د تحقيقاتو لړۍ پيل شوې ده. تور دا دی چې له هيواده بهر يې له داعش ترهګر سازمان سره اړيکي درلودې. د آلمان پولیسو ويلي چې هغه بندۍ شوې نه ده، خو په هامبورګ کې امنيتي چارواکو ته سپارل شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت معلومات

د آلمان د اخله چارو وزارت يوه ویاند ویلي چې د دغو ښځو له رارسيدلو څخه تر مخه يې په اړه اساسي معلومات ورکړل شوې وو، چې د ځينو په اړه يې خبرې نه دې کړې. د «دیر شپيګل» مجلې ليکلې دي چې دوی څو کلونه پخوا د هغه مهال داعش له خوا په سوريه کې نيول شويو سیمو ته تللې وې. د ترکيي عدلي چارواکو تر اوسه ډير شمېر هغه آلماني اتباع چې له داعش سره د اړیکو لرلو شک پرې کيده آلمان ته ليږدولي دي.

دويچه ويله آلماني/حرکت/ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب