1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش د جنګیالیو ماشومان له عراقه روسیې ته واستول شول

۱۳۹۷ دی ۱۰, دوشنبه

له عراق څخه د داعش جنګیالیو د ماشومانو لیږدونکې لومړۍ الوتکه روسیې ته ورسیدله. په پرواز کې د رواني ډاکترانو په بدرګه له دریو تر پنځلس کلنۍ پورې ۱۶ نجونې او ۱۴ هلکان استول شوي دي.

Irak - Verurteilte russische Frauen, die dem IS beigetreten sind
انځور: Getty Images/AFP/A. Karim

د روسي چارواکو په حواله له دغو ۳۰ ماشومانو څخه ۲۴ یې د روسیې د نیمه خپلواکمن جمهوریت داغستان، درې یې له چیچنیا او یو یې له سویلي لویدیځ ښار پائنزا، پوري اړه لري.

په عراق او سوريه کې د داعش په لیکو کې بهرني جنګیالي یا خو وژل شوي او یا هم په زندانونو کې بندیان دي. د ډيرو هیوادونو حکومتونه بیرته خپل هیواد ته د دغو کسانو د راوستلو په برخه کې زړه نازړه دي او ویره لري چې داسې نه چې دوی د ترهګرۍ خطر هم له ځان سره راوړي.

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف په دې اړه ویلي ول: «تر هغه وخته چې یو روسی ماشوم او یوه روسۍ ښځه په عراق او سوریې کې موجود وي، د روسیې ښارونو ته د دغو اتباعو د راوستلو لړۍ به دوام ولري.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

مخکې تر دې قدیروف ویلي ول چې د یکشبنې په ورځ به د روسي ماشومانو لومړۍ ډله مسکو ته ورسیږي. د دغه پخواني ګوریلایې مشر په خبره دا هر څه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هڅو له امله ممکن شوي دي. د قدیروف په خبره د روسيې چارواکي له یوه کال راهیسي د دې مسئلې د حل له پاره کوښښ کوي.

د روسيې چارواکو ویلي دي: «ټول ماشومان تر تفصيلي ارزونې او معاینې وروسته روسيې ته راوستل شوي دي.» د یکشنبې په ورځ د دغو ماشومانو له پاره مرستندویه توکي هم راټول شوي ول. په دغو مرستو کې جامې، د لوبو سامان الات او ۷۰ کیلو ګرامه چاکلیټ او شیرني باب شامل دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب