«د داعش د خراسان څانګي مشر محاکمه کړئ»
۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سهشنبهد افغانستان استخباراتي ادارې د شنبې په ورځ د داعش ډلي د خراسان د څانګي د مشر اسلم فاروقي د نیولو خبر ورکړ. دغي ادارې ویلي دي چي د هغه ۱۹ تنه همکاران هم نیول سوي دي.
د بشري حقونو څارونکی سازمان چي مرکز یې په نیویارک کي دی، د دوشنبې په ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د جنګي جنایتونو په تور د داعش ددغه مشر د محاکمې غوښتونه کړې ده.
نوموړي سازمان ویلي دي چي فاروقي باید د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو پر اساس په عادلانه ډول محاکمه سي.
د بشری حقونو دغه سازمان همدارنګه غوښتنه کړې ده چي د فاروقي د محاکمې پر وخت دي، د داعش د ډلي له خوا د ترهګري بریدونو له امله د قربانیانو خبري هم واوریدل سي.
د بشری حقونو سازمان د آسیا د څانګي مشري پاتریسیا ګروسمن ویلي دي: «د فاروقي نیول، د افغانستان ادارو ته دا فرصت ورکړی چي وښيي چي د جنګي جنایتونو او نورو دښمنیو د قربانیانو په خاطر د عدالت د تأمینولو ظرفیت لري.»
داعش ترهګري ډلي د ۲۰۱۵م کال په سر کي په افغانستان کي خپل فعالیتونه پیل کړل او اعلان یې وکړ چي د نوموړي ډلي د خراسان ولایت به په افغانستان او پاکستان کي هم جوړ کړي.
د ملګرو ملتو د یوه امنیتي رپوټ له مخي، اسلم فاروقي چي اصلي نوم یې عبدالله اورکزی دی، له شاوخوا یوه کال راهیسي په افغانستان کي د داعش جنګیالیو مشرتوب کوي.
امریکايي ځواکونه او د افغانستان حکومت له اوله سره، د دغي ډلي پر ضد جنګیدلي دي. حتی طالبان هم په وار وار سره د داعش پر ضد د جګړي میدان ته داخل سوي دي. د تیرکال په مني کي د افغانستان حکومت د داعش ډلي پر ضد خپل پوځي بری اعلان کړ.
داعش ډلي په افغانستان کي د خپل فعالیت له پیل راهیسي په خاص ډول مسجدونو، او دشیعه ګانو پر غونډو او ټولنو باندي بې شمیره بریدونه کړي دي.