1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش د پخواني مشر د کورنۍ څلور غړي په ترکیه کې نیول شوي

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي د کورنۍ د څلورو غړو په ګډون د دغې ډلې ۲۴ تنه غړي د ترکیي په څو ولایتونو کې نیول شوي دي. له دوی څخه ډېري په قیر ښار کې د ترکي پولیسو د ځانگړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

Pentagon PK Veröffentlichung Bildmaterial al-Baghdadi Einsatz
انځور: US Department of Defense

د ترکيې د امنیتي ځواکونو له خوا په ترکیي او د سوریي په شمال کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د غړو د نیولو لړۍ دوام لري. د ترکیې لویې څارنوالۍ د دغو ۲۴ تنو د نیولو امر کړی وو.

په وروستیو عملیاتو کې چې په اردو، شانلی اورفا او سامسون ایالتونو کې ترسره شوي دي د داعش د نورو غړو ترڅنګ د ابوبکر البغدادي د کورنۍ څلور تنه هم نیول شوي دي.

په قیر شهر کې ۱۱، په سامسون کې ۵، په اردو کې۳ او په شانلي اروفا کې د داعش ډلې ۶ تنه غړي د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.

په نیول شویو کې ۴ تنه چې البغدادي ته نږدې خلک دي په وسله وال ترهګریز سازمان کې په غړیتوب تورن دي او ۱۹ تنه نور یې په قیر او کارزين ایالت کې د غیر قانوني پناه غوښتونکو د بیرته ستنونې مرکز ته لیږل شوي دي.

اردوغان: د ابوبکر بغدادي میرمنه مو نیولې

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ(د نومبر میاشتې ۱۵نیټه) خبر ورکړ چې د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي میرمنه، خور او زوم یي نیولي دي.

د ترکیي ولسمشر دغه څرګندونې د انقرې د الهیاتو پوهنځې د ۷۰ کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې. نوموړي د ترکي ځواکونو له خوا د بغدادي د میرمنې او کورنۍ د نورو غړو د نیولو خبر، په نړیواله کچه د البغدادي د مرګ له خبر سره پرتله کړ: «مونږ هم د بغدادي میرمنه ونیوله، خو موږ په دې اړه هیڅ ډول غوغا نه راپورته کوو.»

ابوبکر البغدادي شاوخوا درې اونۍ مخکې د امریکا د نظامي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې په یوه تونل کې ځانوژنه کړې وه. داعش د اکتوبر میاشتې په ۳۱ نیټه د یوه غږیز پيغام په ترڅ کې د خپل رهبر وژونه تائیده کړه او په عین وخت کې یي اعلان کړی وو چې له امریکا څخه به غچ واخلي.

دویچه ویله فارسي/ش.م/ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب