د آلمان د اساسي قانون د ساتني ادارې مشر توماس هالدنوانگ په برلين کې د دغه ادارې په يوه سيمنار کې چې «په سياسي افراطيت کې د خوزښت وړتيا» تر عنوان لاندې ترسره شو، د خپل سلف هنس جيورج ماسن برعکس نه يوازې پر اسلامپالو تندلارو بلکې پر ښي او کيڼ اړخه تندلارو هم د تمرکز خبره وکړه.
خو له دې تغير سره سره هم نوموړی نه غواړي او نه هم کولی شي چې مذهبي انگیزه لرونکې روززياتی له پامه ورغورځوي. هالندوانگ وويل چې سړی بايد په دې ونه غوليږي چې داعش ډله په عراق او سوريه کې په پوځي توگه ماته شوې ده. هغه وويل چې داعش اوس د يوې ترهگرې ډلې په توگه عمل کوي. نوموړي په دې تړاو د سريلانکا بريدونه ته اشاره وکړه چې څو سوه کسان پکښې ووژل شول.
هالدنوانگ ويره څرگنده کړې چې دا بريدونه د نړۍ په نورو برخو کې د دې ډول بريدونو پر بالقوه ترسره کوونکو ښايي اغيز ورلري.
په آلماني ژبه تبليغات
د آلمان د اساسي قانون د ساتنې يا استخباراتي ادارې دې مشر زياته کړې چې په لويديځه اروپا کې د داعش پلويانو په آلماني ژپه په ډېر شدت سره تبليغات او پروپاگند پېل کړی دی. هالندوانگ له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «په دې ترڅ کې د مخکې په څېر په لويدیځ کې پر هدفونو د بريدونو لارښوونه کيږي.»
د آلمان د استخباراي ادارې مشر توماس هالدنوانگانځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm د آلمان د استخبارتي ادارې په آند اسلامپالي اوس هم د گوزار کولو ښه وړتيا لري. په آلمان کې د دغه ډول وروستی بريد چې سختې پايلې یې لرلې د ۲۰۱۶م کال په دسمبر مياشت کې په برلين کې د کرسمس په بازار کې ترسره شو. تونسي پناه غوښتونکي انيس امري هغه وخت يوه لارۍ پر خلکو ور وځغلوله.
د هالدنوانگ اداره د ښي اړخه افراطيانو په اړه هم د يوه «نوي حرکت» شاهده ده. د نوموړي په حواله ښي اړخه افراطيان د داسې موضوگانو په انتخابولو سره چې په ټولو انسانانو پورې اړه لري، عادي وگړو ته د نزدې کيدو هڅه کوي او د منفي پروپاگند او ناسمو معلوماتو په ورکولو سره یې چاپيريال خراب کړی دی.
هالدنوانگ د مثال په توگه په ۲۰۱۸م کال کې د يوه آلماني تر وژل کيدو وروسته په کيمنڅ ښار کې د خارجيانو پر ضد له سختو مظاهرو څخه يادونه وکړه. د سوریې او عراق څخه پر راغلو مهاجرو د دې وژنې شک کيده. په دغه مظاهرو کې چې څو ورځې یې دوام وکړ ډېرو عادي وگړو او د آلمان له پاره بديل گوند (AfD) استازو برخه اخيستې وه.
هالدنوانگ وويل چې د خارجيانو او مهاجرو سره دښمنۍ په پارلمان کې هم د «ځينو مشخصو گوندونو» په موضوع بدله شوې ده. ټول پوهيږي چې د نوموړي اشاره د آلمان له پاره بديل گوند ته وه.
نوموړي وويل چې د دغه گوند د غونډي پر وخت به چې د جولای مياشتي له پاره په پام کې نيول شوي، پر دې نظر وساتي چې هلته څوک ورځي؟ څوک ورسره يووالی ښيي؟ څوک ترې فاصله نيسي او څوک هلته له افراطيت څخه خبر کوي؟ هالدنوانگ وويل چې دا غونډه به د استخباراتي ادارې له پاره «يوه ډېره جالبه سرچينه وي.»
B.S/N.Z (Marcel Fürstenau)
زموږ له آرشيف څخه:
داعش څنګه رامنځ ته شو؟ يوه لنډه انځوريزه تاريخچه
د القاعدې ترهګرې ډلې څخه جلا شوې سخت دریځې ډله «داعش» یا «اسلامي دولت» اوس پخپله یو لوی ګواښ ګرځیدلی. په دغه انځوریز رپوت کې به وګورو چې دغه ډله څنګه رامنځته او په څه ډول اقداماتو یې تر خپل کنترول لاندې ساحه پراخه کړه. انځور: picture-alliance/AP Photo «اسلامي دولت» یا داعش له القاعدې څخه جلا شوې یوه تروریستي ډله بلل کیږي. داعش د سني مذهبه سخت دریځه نظریې پيروي کوي. په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا تر برید وروسته ابوبکر البغدادي د دغې ډلې بنسټ کیښود. دغه ډله په سوریې، عراق او نورو سیمو کې په اصطلاح «خلافت» رامنځته کول غواړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo داعش په کوم ځای کې فعاله دی؟
ویل کیږي چې داعش په اتلسو مختلفو هیوادونو کې فعاله دی. دغې ډلې د عراق او سوریې مختلفې برخې تر خپل کنترول لاندی راوستلې وې او خپل د عراق الرقه ښار یې په اصطلاح خپله پلازمېنه نومولې وه. د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې دغه ډله په مختلفو سیمو کې له ماتې سره مخامخ شوې ده.
څوک د داعش پر وړاندې جنګیږي؟
مختلفې ډلې د داعش پر وړاندې د جګړې په حال کې دي. د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د پنځو هیوادونو پوځي ائتلاف د دغې ډلې پر جنګیالیو هوایې بریدونه کوي. په دغه اتحاد کې عربي هیوادونه هم شامل دي. روسیه هم د سوریې د ولسمشر په ملاتړ د داعش پر وړاندې هوایې عملیات ترسره کوي په داسې حال کې چې پلي ځواکونه د پيشمرګه و په ملاتړ په ځمکنیو عملیاتو بوخت دي.
انځور: picture-alliance/abaca/H. Huseyin داعش له کومې پيسې ترلاسه کوي؟ دغه ډله په غیرقانوني توګه د تیل او ګازو د پلور له لارې ځان تمویلوي. په سوریه کې د تیلو درلودونکي یوه لویه سیمه اوس هم د دغې ډلې تر کنترول لاندی ده. خو د امریکا په مشرۍ ائتلاف د دغو هدفونو په نښه کولو مشغول دی. دغه ډله د چور او چپاول او قیمتي تاریخي آثارو د پلورلو له درکه هم پيسې ترلاسه کوي.
انځور: Getty Images/J. Moore داعش پر کومو ځایونو بریدونه کړي دي؟ داعش د نړۍ په مختلفو برخو کې د بریدونو مسئولیت په غاړه اخیستې دی. دغې ډلې تر ټولو خونړی برید د عراق په پلازمېنه بغداد کې کړی وو چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مړه او په سلګونو نور ټپیان شوي ول. داعش هڅه کوي داسې کسان هم بریدونو ته وهڅوي چې له دغې ډلې سره په مستقیم ډول هیڅ ډول ارتباط نه لري. په اروپا کې هم د یو شمیر بریدونو پړه پر داعش ور اچول کیږي.
دغه ډله د خپل ځواکمنتیا له پاره له مختلفو طریقو کار اخلي. د داعش جنګیالیو په سوریې او عراق کې چور او چپاول وکړ او ډیر شمیر لرغوني آثار یې ویجاړ او ولوټل، څو په دې توګه د دغه هیواد کلتور تباه او په راتلونکي کې د سیلانیانو د ورتګ څخه مخنیوي شوی وي. دغې ډلې د مختلفو مذهبي اقلیتونو ښځې د وینځو په توګه ونیولې او له ټولنیزو رسنیو څخه یې د خپلو تبلیغاتو له پاره استفاده وکړه.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eid د سوریې او عراق جګړو څومره خلک زیان من کړي دي؟ د سوریې د شخړې له امله نږدې ۶ میلیونه خلک بې کوره شوي دي. په دوی کې ډیري خلکو په ګاونډیو هیوادونو لبنان، اردون او ترکیې کې پنا ترلاسه کړې. په سلګونه زره سوریایې مهاجر د یوه آرامه ژوند له پاره اروپا ته هم مهاجر شوي دي. همدارنګه د اټکلونو له مخې په عراق کې ۳ میلیونه انسانان په خپل هیواد کې در په دره شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman