1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له جنسي تیریو پیدا شوي ماشومان چیرته ولاړ شي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د یزدیانو مذهبي مشران له خپلې هغې پریکړې بیرته پر شا شوي دي چې له مخې یې د داعش د جنګیالیو د جنسي تیریو په پایله کې زیږیدلي ماشومان به قبلوي. کوچنیان خو معصوم دي، خو ځینې یې د نسل وژنې نخښه ګڼي.

Irak Duhok - Yazidi überlebenden treffen Verwandte nach Freilassung vom IS in Syrien
انځور: Reuters/A. Jalal

تیره اوونۍ د یزدیانو عالي روحاني شورا، اعلان کړی وو چې په اصطلاح د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې له ظلمونو او جرمونو څخه بچ پاتې شوي «ټول» به قبلوي. خو له دې سره دا بحثونه هم راپورته شول چې د داعش جګړه مارو له لوري د جنسې تیریو په پایله کې زیږیدلي ماشومان به د عراق په شمال کې میشتې دغه ټولنه کې څنګه ادغامیږي.

خو اوس د دغه مذهبي شورا مشرانو ویلي دي چې «د جنسي تیري په پایله کې زیږیدلي ماشومان نه، بلکې د هغو یزیدي میندو او پلرونو ماشومان قبلیږي چې د اشغال پر مهال داعش یرغمل نیولي ول.»

د داعش له منګولو ژغورل شوې یزیدۍ میرمن نادیا مراد، چې د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده د یکشنبې په ورځ دغه پریکړې ته په یوه ویډیوي پیغام کې غبرګون ښوولی دی: «له داعش څخه د بچ پاتې شوو په هکله لومړۍ او وروستۍ پریکړه د اغیزمنو شوو کورنۍ کولی شي، بل هیڅوک د هغوی په هکله پریکړه نه شي کولی.»

نادیه مراد په خپل دغه پیغام کې ویلي ول: «که چیرې هغوی [یزدي میرمنې] له خپلو ماشومانو سره د راګرځیدو پریکړه کوي، نو موږ باید د ټولنې په توګه د هغوی پریکړې ته درناوی وکړو، هغوی ته هرکلی ووایو او هغوی ته د یوې ممکنه مرستې وړاندیز وکړو.»

زینب کایا چې د لندن سکول آف اکنامکس مډل ایسټ، کې په څیړنو بوخته ده وایي چې له ۲۰۱۴م کال وروسته د داعش تر کنترول لاندې سیمو څخه ۳۵۰۰ یزیدي میرمنې بیرته راغلي دی چې کابو ۲۰۰ ښځې له خپلو ماشومانو سره راګرځیدلي دي.

دوه وارې سزا ورکول

یزیدۍ فعاله او د عراق د پارلمان پخوانۍ غړې آمنه سعید، له دې سره موافقه ده چې د اغیزمنو شوو میرمنو کورنۍ باید د ماشومانو د برخلیک په هکله پریکړه وکړي. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د مور په توګه هغه څه احساسوم چې د دغو ښځو احساس څه دی. زه د ټولنې په غبرګون هم پوهیږم، ځکه چې زه هم په دغه ټولنه کې اوسیږم... خو هغوی قرباني دي. که چیرې د هغوی پر مخ ټولې دروازې وتړو، نو هغوی به دوه وارې مجازات شوي وي.»

«که ماشومان مې نه وای، ځان مي واژه»

03:29

This browser does not support the video element.

میرمن سعید په دې نظر ده چې که چیرې مذهبي شورا دومره وخت وباسي چې له کورنیو سره خبري وکړي، له میرمنو او همداشان غیر دولتی سازمانونو سره وغږیږي، نو ښایي د دغو میرمنو له پاره یوه لاره وموندل شي.

د یزیدیانو د ملاتړ ګروپ، مرستیال احمد بورجوس، په خبره د ټولنې له پاره یو دردونکی اړخ دا وو چې ښځې د هغو ماشومانو سره راستنیدې چې پلرونو یې د هغې ټولنې پر وړاندې نسل وژنه تر سره کړې چې یو وخت یې شمیر۵۰۰ زره وو. د بورجوس په خبره یوه کس ده ته ویلي ول چې هیله من دی چې ښځه یې راستنه شي «خو نه د چیچنیا، ترکیې یا سعودي عربستان د کوم کس له ماشوم سره. پوهیږئ دغه کس د نسل وژنې، ستا د ټولو شیانو د لوټلو، د کورنو د ویجاړولو او کورنۍ د وژلو له پاره مسول دی. اوس دې ته اړ کیږي چې د هغوی د یوه کس لور یا زوی کور ته راولي.»

د بورجوس په وینا د ټولنې ځنیې غړې له دې هم انديښنه لري چې ښایي دغه ماشومان د هغو کسانو له خوا له غچ اخیستنې سره مخامخ شي چې د داعش له لوري ځورول شوي دي. یوه بله موضوع د یزیدانو په توګه د دغو ماشومانو ثبتیدل دي.

د عراق د نفوس د ثبت او احوال شخړه ایز قانون وایي چې ماشوم باید په هغه صورت کې د مسلمان په توګه ثبت شي که چیرې یې له مور او پلار څخه یو تن مسلمان وي، چې دا کار د یزیدانو له پاره د مذهبي موضوع ورهاخوا په یوه بله حقوقي موضوع اوښتې ده.

د عراق پارلمان پر یوه مسوده باندې کار کوي چې د یزیدي میرمنو کړاونو ته رسیدګي وکړي، چې پکښې د بچ پاتې شوو ښځو حقوق شامل دي، خو په دغه څه کې د جنسي تیري په پایله کې د زیږیدلو ماشومان استثنا نه ده شامله.

بورجوس له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ په دې باور یو چې په کار ده له دغو میرمنو او ماشومانو سره مرسته وشي. او د دې له پاره غوره لاره دا ده چې دوی د عراق د باندې په یوه بل هیواد کې استوګن کړل شي او باعزته ژوند ورته برابر کړل شي.»

ډیری بچ پاتې شوې میرمنې لا تر مخه آلمان، اروپا او آسترالیا ته تللي دي، خو ځینې میرمنې چې د داعش له لوري تښتول شوې وې په دې توانیدلي دي چې په چوپتیا سره په خپلې پخوانۍ ټولنه کې د بیا ادغام لار ومومي.

د زینب کایا په خبره ځینو میندواره میرمنو خپل ماشومان د کورنیو غړو ته ورکړي او ځینو یې ادعا کړې چې دغه ماشومان یې په زندان کې له یزیدي مړونو څخه دي. کایا زیاتوي چې ښایي زیاتره میرمنې خپل ماشومان پریږدي او خپلې ټولنې ته وروګرځي او یا باید هیواد پریږدي، چې په خبره یې دغه ښځې یې له سخت حالت سره مخامخ کړي دي.

ټام النسن

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب