د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري، په یوه ثبت شوي پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي ویلي چې بیت المقدس ته د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د لیږد پریکړه په واضح توګه د عصري صليبي جګړو ریښتیني څیره را بربنډه کړه. د القاعده شبکې په دې ثبت شوي پیغام کې همدا راز ویل شوي چې د امریکا پر وړاندې چپه خوله پاتې کیدل هیڅ نتیجه نه ورکوي او د مقاومت یوازینی لار د جهاد غږ دی.
د کلفورنیا په پوهنتون کې د منځني ختیځ د چارو د کارپوه ایان اوکسنیواد، په حواله تر اوږدې مودې وروسته د القاعدې د چوپتیا ماتیدل د دغې ډلې د ستراتیژي بدلون ښيي. اوکسنیواد زیاتوي: «که چیرته په مسلمان میشته هیوادونو کې د امریکا ضد دښمني نرمه هم وي، هغوی چې سخت دریځي ته مخه کوي تر ډیره پورې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ځای القاعده شبکې غوره ګڼي.»
د نوموړي په وینا دغه څه په داسې حال کې هم صورت مومي چې اسلامي دولت ډلې له ډیرو اسلامي خوځښتونو څخه ګڼ شمیر کسان را جلا کړي دي.
د کلفورنیا په پوهنتون کې د منځني ختیځ د چارو د کارپوه ایان اوکسنیواد، له پاره د ایمن الظواهري د جهاد تازه غږ په دې معنی ده چې دغه ډله په سوریه او عراق کې د داعش ډلې تر سختې ماتې وروسته اوس په دې هڅه کې ده چې ځان یو ځل بیا مطرح کړي. داعش یا د اسلامي دولت ډلې یو وخت د عراق او سوریې پراخې برخې تر خپل کنترول لاندې نیولې وې.
د کلفورنیا د پوهنتون دغه کارپوه وايي چې د القاعده شبکې له پاره همدا ډیر مناسب فرصت دی چې ځان بیا را ژوندی کړي. د هغه په وینا القاده کولی شي چې په اروپا کې د نویو مرکزونو یا حجرو پر جوړولو سربیره د داعش ډلې پخوانۍ شبکې او ستراتیژي د خپلې شبکې یوه برخه وګرځوي. هغه په دې باور دی چې په دې توګه القاعده شبکه کولی شي چې له موقع څخه د ګټې اخیستلو له لارې د خپلې ډلې له پاره جلب او جذب په ښه توګه پر مخ یوسي.
انځور: picture-alliance/dpa/Ausaf په ۲۰۱۴م کال کې د داعش ډلې تر ظهور وروسته، القاعده شبکې یو ځل بیا د ځان د مطرح کولو هڅې پیل کړې. دغه ډله تر ډیره پورې په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ او د دوی له سیاست سره مخالفت کوي. دوی په دې سیمه کې د امریکا د فعالیت له امله د خلکو په منځ کې خپل ملاتړ پیدا کوي او اوس د فلسطین د وضعیت څخه په ګټه اخیستنې د جهاد اعلان هم د دې ډلې د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د امریکا په واشنګټن کې د منځني ختیځ د سیاست په برخه کې د تحریر انتستیوت او د «داعش: د ترهګرۍ پوځ» تر نامه لاندې د کتاب لیکوال حسن حن، هم په دې باور دی چې القاعده شبکه هم په سیمه کې د داعش یا اسلامي دولت د ورکیدو او یا کمزوریدو څخه ګټه پورته کوي او غواړي چې د نړیوال جهاد د سرلکښر په توګه د نړۍ په نقشه کې بیا ظهور وکړي.
خو دا لا روښانه نه ده چې د القاعده شبکې دغه ستراتیژي به عملي بڼه غوره کړي او که نه. د بیلګې په توګه په سوریه کې د القاعدې شبکې یوه اصلي څانګه چې یو وخت یې د ټول هیواد په کچه فعالیت کوه په دې وروستیو کې په یوې داسې ډلې بدله شوي چې یوازې په شمال غرب کې په یوې کوچنۍ ساحه کې فعالیت کوي.
زموږ له آرشیف څخه:
«د داعش په پلازمېنه» کې د خلکو روزمره ژوند
د سوريې په رقه ښار کې چې د «اسلامي دولت» ډلې پلازمېنه بلل کیږي، د خلکو ورځنې ژوند څه ډول دی؟ ښځې باید بشپړ ححاب ولري. په سړکونو کې د اعدام او لاس پریکولو مراسم اجرا کیږي. روزه خور هم په دورو وهل کیږي. انځور: Reuters د داعش یو تن غړی د سوریې په رقه ښار کې د عطرو په دوکان کې ځان ته عطر لټوي. دغه انځور د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر میاشتې په ۱۸ نیټه اخیستل شوی.
انځور: Reuters د سوریې په رقه ښار کې د ښځو د جامو یو دوکان. دغه انځور هم د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۸ اخیستل شوی دی. د «اسلامي دولت» د قوانینو له مخې ښڅې یوازې کولی شي په بشپړ حجاب کې له خپل محرم سره له کوره د باندې ووزي.
انځور: Reuters د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د«اسلامي دولت» تر کنترول لاندې ښارونو کې د جمعې په لمانځل کې ګډون اجباري دی او که څوک د جمعې لمانځه ته نه حاضریږي سزا ورکول کیږي.
انځور: Reuters ماشومان د سوریې په رقه ښار کې د نسکورې شوې الوتکې ویجاړې شوې پرزې یا کباړ را ټولوي.
انځور: Reuters د رقه ماشومان کیمیا، فزیک، ریاضي، تاریخ او فلسفې ته اړتیا نه لري. «اسلامي دولت» هم پوه او هم تاریخ له سره نوې لیکلي.
انځور: Reuters په دغه انځور کې د سوریې په رقه ښار کې د«اسلامي دولت» ډلې یو شمیر غړي په جماعت سره د لمونځ ادا کولو په حالت کې لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo د رقه په ښار کې د«اسلامي دولت» ترهګرې ډلې یو شمیر غړي د اسوشیتد پرس خبري آژانس په حواله «اسلامي دولت» ډلې په رقه ښار کې د شریعیت مطابق سخت قوانین نافذ کړي دي. د غلو لاسونه په عام محضر کې پریکیږي او هره ورځ د سړک تر غاړې اعدامونه ترسره کیږي.
انځور: picture-alliance/AP Photo د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندی ساحو ژوند د «اسلامي دولت» ډلې ځواکونو د «حسبه» په نوم دفترونه جوړ کړي دي، تر څو د اسلامي شریعیت د اجرا کیدو پروسه وڅاري. همدارنګه د «دعوا» په نوم دفترونه هم جوړ شوي دي، چې خلکو ته د دوی د ایډیالوژۍ مطابق دعوت او تبلیغ وکړي.
انځور: Reuters د داعش یا د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې یوه لویه ستونزه مزدورانو ته د هغوې د مزد د ورکړې بحران دی.
انځور: Reuters د دغې تندلارې اسلامپالې ډلې ځواکونو تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د «اسلامي دولت» له اجازې پرته د سیمې د خلکو هر ډول تجارت او سوداګري منع کړی.
انځور: Reuters د «اسلامي دولت» ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې د خلکو ورځنې ژوند.
انځور: Reuters د «اسلامي دولت» ډله په خپل کنترول لاندي سیمو کې د اسلامي قوانینو د عملي کولو په برخه کې تر نورو ټولو تندلارو اسلامي ډلو ځان مخکښ بولي. سنګسار، د لاسونو پریکول په درو وهل او داسې نور......
انځور: Reuters سړي تښتونه، په پرله پسې ډول د مخالفینو په دار زړول او عام وژنه د دغې ډلې هغه اقدامات دي چې د سوریې په شمال او ختیځ او د عراق په شمال او لویځو برخو کې یې دغه ډله ترسره کوي.
انځور: Reuters «اسلامي دولت» ډلې د موصل له ټولو عیسوي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې یا خو دې اسلام راوړي یا جزیه ورکړي او یا دې هم له دې خاورې څخه ووزي.
انځور: Reuters وحشت، خونړۍ جګړې، ویجاړۍ، د داعش له ویرې د سلګونو زره خلکو مهاجرت، په عراق او سوریه کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د بریدونو پایله ده.
انځور: picture alliance/AP Photo د سوریې د بشري حقونو نړیوال سازمان وایې چې دغې ډلې د عراق له شمال څخه ایزیدي ښځې تښتولي او په زروه تر مسلمانولو وروسته یې بیا د خپلي ډلې پر جنګیالیو پلورلي دي.
انځور: Reuters