يو وخت د «اسلامي دولت» (داعش) تروريستانو د عملياتو پر مهال مخونه پټول. خو دغه کار ډېر دوام نه وکړ. د دغي ډلي ځينو پيژندل سوو څېرو خپل مخونه لڅ کړل او يا داعش د خپلو تبليغاتو له پاره دا کار وکړ.
انځور: picture-alliance/AP Photo
يو وخت د «اسلامي دولت» (داعش) تروريستانو د عملياتو پر مهال مخونه پټول. د دغي ډلي لومړی ځواک په عراق کي د القاعدې له ښاخه او په دغه هيواد کي د حکومت د وېش په برخه کي له ناراضي سينانو څخه جوړ سو. وروسته بيا له دغي ډلي سره د گاونډيو عربي هيوادونو مالي او تسليحاتي مرستي، د عراق د بعث گوند غړي او افسران او د عربي هيوادونو ځيني ځوانان ور زيات سول.
انځور: picture-alliance/AP Photo
شکير وهيب الفهداوی الدليمي په عراق کي د القاعدې غړی وو او په ۲۰۰۶م کال کي امريکايي ځواکونو ونيو. هغه په ۲۰۰۹م کال کي د القاعدې په مرسته له زندانه وتښتېد. هغه د داعش له لومړيو کسانو څخه وو چي بې له ماسکه راڅرگند سو.
انځور: picture-alliance/AP
په خټه مراکشی بلجيمی عبدالحمید اباعود چي د پاريس د تروريستانو او يرغلونو مشر گڼل کيږي. له هغه وروسته چي د بلجيم په وروير ښار کي يوه تروريستي ډله کشف سو هغه له پوليسو په تېښته بريالی سو او سوريې ته ولاړ. د بلجيم محکمې هغه په ۲۰۱۵م کال کي په غياب کي په ۲۰ کاله بند محکوم کړ.
انځور: picture-alliance/dpa/Dabiq
په برلين کي زېږېدلی دنيس ممدو کاسپرت چي له پلاره غنايي او له موره آلمانی دئ په رپ موسيقۍ کي ئې شهرت لاره. هغه وروسته له هغه چي مسلمان سو موسيقي ئې پرېښوول او په سوريه کي د حکومت پرضد جنگ له پاره لومړی مصر او له هغه ځايه سوريې ته ولاړ. هغه په سوريه کي «ابوطلحه الالماني» ونومول سو او ويل کيږي چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي په يوه بمبار کي وژل سوی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa
د بحرين اوسېدونکی ترکی ال بن علي د داعش په بانفوذه روحانيانو کي شمېرل کيږي. په انځور کي هغه د عراق په موصل ښار کي په يوه مسجد کي د وينا پر مهال ښکاري. هغه د ابوسفيان ال سلمي او ابوهمام ال اطهاري په نومونو هم پيژندل کيږي.
انځور: picture alliance/AP Photo
محمد اموازی مشهور په «جان جهادي» د داعش جلاد دئ چي ويل کيږي په کويت کي زېږېدلی او له شپږ کلنۍ څخه ئې په بريتانيا کي ژوند کړی او هلته ئې لوړي زده کړي دي. هغه له ځينو بهرنيانو څخه سرونه پرېکړي او ويډيوگاني ئې خپرې کړي دي.
انځور: Social media website via Reuters TV
امدی کوليبالي هغه وخت مشهور سو چي د پاريس په شمال کي په يوه پلورنځی کي يو شمېر يهوديان برمته کړل. هغه په يوه ويديو کي د يوې فرانسوۍ پوليس وژل او له داعش سره وفاداري اعلان کړې وه.
انځور: picture-alliance/dpa
ابو عمر آل آلماني چي د جرمني پوليسو ئې نوم «يمين الف.ز» ښوولی دئ په آلماني ژبي قتلونو څو ويډیوگاني خپرې کړي په آلماني ژبه د داعش له پاره د ځوانانو په جلب و جذب کي مرسته کړې.
انځور: Propagandavideo Islamischer Staat
محمد محمود چي اوس ابو اسامه آل غريب نومول کيږي په خټه مصری اتريشی دي چي پلار ئې هم د اخوان المسلمين غړی وو. هغه هم د ابوعمر ال آلماني ترڅنگ د پالميرا په اعدامونو کي لاس لري. هغه داعش ته د آلماني ژبو ځوانانو په جذب کي مرسته کوي.
انځور: Propagandavideo Islamischer Staat
مهدی نموش ۲۹ کلن فرانسوی ځوان چي الجزايري ريښه لري د داعش لومړی تروريست وو چي له سوريې څخه اروپا ته را وگرځېد په بروکسل کي ئې د يهوديانو پر موزيم باندي يرغل وکړ او څلور کسان ئې ووژل او وتښتېد.
انځور: picture-alliance/dpa
ابوعمر الشيشاني (د انځور په منځ کي) گرجستانی دئ او اصلي نوم ئې تارخان باتر هيويلي دئ. ويل کیږي چي په سوريه کي هغه د داعش د پوځ قوماندان دئ. الشيشاني په ۲۰۱۲م کال کي په سوريه کي د دولت له مخالفانو سره يو ځای سو خو تر هغه وروسته ئې د البغدادي بيعت وکړ.
ابويحيی القيرواني چي اصلي نوم ئې سيف الدين اليعقوبي دئ د تونس د قيروان ښار پوهنتون د فضايي پوهنځی محصل دئ. هغه د تونس په ختيځ ساحل کي پر امپريال هوتل باندي په يرغل کي ۲۷ سيلانيان ووژل.
انځور: picture-alliance/dpa/Social Media
په دې انځور کي د بالکان اوسېدونکي ښکار چي په يوه ويديو کي ئې د بالکان خلک جهاد ته رابلل. دغه ويديو بيا له يوتوبه ايسته سوه.
انځور: Propagandavideo Islamic State via Al Hayat/YouTube
دا د بالکان خلکو ته د داعش د تبليغاتي ويديو يو بل انځور دئ. چي يو تروريست له خپلي ماينې او کوچنيانو سره پکښې ښکاري.
انځور: Propagandavideo Islamic State via Al Hayat/YouTube
ابراهيم عواد ابراهيم علي البدري السامرائئ د ابوبکر البغدادي په نوم شهرت وموند او له القاعدي سره د اړيکو په تور څو کاله په عراق کي په امريکايي اډه کي بندي وو. هغه تر آزادۍ وروسته په عراق کي د القاعدې له ناراضيانو سره د «اسلامي دولت» په نوم ډله جوړه کړه او په ۲۰۱۰م کال کي ئې مشر سو. داعش بيا وروسته په ۲۰۱۳م کال کي په سوريه کي تر نفوذ کولو وروسته د عراق او شام اسلامي دولت ونومول سو.
انځور: picture alliance/abaca
انځورونه1 | 15
دغو فعالانو د نوم د نه ښوولو په شرط خبري کړې دي، ځکه هغوی اوس هم سیمې ته سفر کوي او وسله والو له بريدونو ويره لري.
داعش په سوريه او عراق کې نژدې ټولې سیمې له لاسه ورکړې دي. د دې ډلې شل زره غړي په جګړه کې وژل شوي خو یو شمیر یې بیا له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي. اوس چې داعش ډله د پاشل کیدو په حال کې ده، خپل منځياختلافات یې هم ډیر شوي دي. ځيني غړي خو يې آن د دې ترهګري ډلي پر مشر ابوبکر البغدادي، باندې د دې ډلې د ماتي پړه اچوي.
د «اسلامي دولت: یو تاریخ» کتاب لیکونکی او د لندن د اقتصاد په پوهنتون کې پروفیسور فواز ګورجیز، وايي: «القاعده به په پرانيستې غېږه د داعش د جنگياليو هرکلی وکړي. دا د جګړې او سیمې تجربه لرونکي کسان دي.»
دغه دواړي ډلي په ۲۰۰۳م کال کي پر عراق باندي د امريکا متحدو ايالاتو له يرغل سره يو له بله سره بېلي شوې. هغوی بیا په ۲۰۱۳م کال کې د ایدیالوژي او مشرتوب پر سر د توپیرونو له کبله یو له بله لا پسې سره لیري شوې او د سوریې په شمال کې یې يو د بل پر ضد جګړې وکړې.
د همدې میاشتې په سر کې داعش یو ځل بیا د شام د آزادۍ پر کمیټې باندي برید وکړ، څو له دوی څخه د بیلو شویو کسانو غچ واخلي.
په داسې حال کې چې داعش ډلي په ۲۰۱۴م کال کې د سوریې او عراق پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې او خلافت یې اعلان کړ، په القاعدې پوري تړلي ډلي بیا د سوریې د یاغیانو تر څنګ ودریدې او هلته یې خلکو ته د مرستو او نورو خدمتونو د برابرولو له لاري، ځان ته ملاتړ ډېر کړ. هغوی خپل تمرکز د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له ځواکونو سره پر جګړې باندي وکړ، خو په عین حال کې یې څو ځلې د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ لرونکو وړو ډلو سره هم نښتې کړي دي.
که څه هم دغې ډلې په رسمي توګه له القاعدې سره خپلې اړیکې سړې کړې دي، او په وار وار یې خپل نوم هم بدل کړی دی، خو د شام د آزادۍ کمیټې ته بیا هم د القاعدې د یوې وفادارې ډلي په سترګه کتل کیږي. د داعش پر ضد جنګیدونکي ایتلاف کې د امریکا متحدو ایالاتو لوړپوړي استازي بریت مکګورک، ويلي دي چې ادلب په افغانستان کې د اسامه بن لادن د ژوند تر مودې وروسته، په نړۍ کې د القاعدې تر ټولو لوی پټنځای دی.
د «اسلامي دولت» ډلي مشر ابوبکر بغدادي اوس د نړۍ د امنيتي دستگاوو له خوا تر ټولو «خطرناکه تروريست» بلل کيږي. د آلماني ژورناليستانو يوه ډله توانېدلې ده چي د هغه د ژوند په اړه نوي او تر اوسه نه خپاره سوي اسناد راټول کړي.
انځور: NDR
دا په ۱۹۸۰م کال کي د نړۍ د «ترټولو خطرناکه تروريست» بغدادي لومړی کارت دئ. د په لاس راغلو اسنادو له مخي بغدادي د ۱۹۷۱م کال په جولای مياشتي کي د عراق په سامره ښار کي زېږېدلی دئ او اصلي نوم ئې ابراهیم عواد ابراهيم البدري دئ. د بغدادي د گاونډيانو په خبره د دغي بزگري کورنۍ له څلورو زامنو څخه يو بغدادي وو چي ډېر ارام خلک ول.
انځور: NDR
د ابوبکر بغدادي د تحصيل اسناد. هغه په خپلو درسونو کي په ځانگړې توگه په «اخلاق او انضبات» کي ښې نمرې لرلې. د اسنادو له مخي ښاري چي هغه يوازي د انگلېسي ژبي په مضمون کي لږ نمرې لرې. د دغو اسنادو له مخي هغه د ښوونځي د ۶۰۰ نمرو څخه ۴۸۱ اخيستي دي.
انځور: NDR
دا د ابوبکر بغدادي د عراقي تابعيت پاڼه ده. په دغه وخت کي بغدادي ۱۶ کلن وو او د عراق په سامره ښار کي ئې عادي ژوند کاوه او په خپل اصلي نوم ابراهيم عواد ابراهيم البدري باندي پيژندل کېدی او تحصيل ئې کاوه.
انځور: NDR
ابوبکر بغدادي په ۱۹۹۱م کال کي بريالی او ديپلوم ئې اخيستی دئ. په سندونو کي راغلي دي چي هغه يوار ناکامه سوی دئ، خو وروسته بيا د «شهيد ورور» له امتيازه څخه هغه ته څو نمرې ورکړل سوي دي. د بغدادي ورور د صدام حسين د پوځ عسکرو چي ووژل سو.
انځور: NDR
د ابوبکر بغدادي يو انډيوال وايي چي بغدادي به هروخت علاقه لرله چي مشر وي. بغدادي کوچنيانو ته د قرآن شريف درس ورکاوه. په سامره کي د هغه په پلرنی کور کي له ډيري مودې راهيسي هغه کورنۍ پرتې دي چي له اسلامي دولت ډلي له بيري څخه تښتېدلي دي. د بغدادي د گاونډيانو په خبره د هغه د کورنۍ خلک يا تښتېدلي يا بنديان دي.
انځور: NDR
ابوبکر بغدادي د ديپلوم تر اخيستلو وروسته خپل ټاټوبی پرېښود او بغداد ته تللی وو. بغدادي غوښتل چي حقوق ولولي او د هغه اسنادو له مخي چي موندل سوي دي هغه خپله دوهمه او دريمه رشته ښوونيزعلوم او بهرنۍ ژبي ټاکلي وې. خو د هغه د کمزوري ديپلوم په خاطر بغدادي په پوهنتون کي دغو رشتو ته نه بريالی کيږي.
انځور: NDR
ابوبکر بغدادي د جسمي ستونزو په دليل له عسکرۍ څخه معاف سو. د عراق د روغتيا وزارت په اسنادو کي ښوول کيږي چي بغدادي نزديک بينه دئ.
انځور: NDR
بغدادي په ۲۰۰۳م کال کي د عراق په انبار ولايت کي واده کوي او په دغه وخت کي د قرآن شريف د تفسير سند اخلي او په دې لاره کي خپله دکترا پيلوي.
انځور: NDR
په ۲۰۰۲م کال کي پر عراق باندي د امريکا تر يرغل وروسته د بغدادي يو انځور. بغدادي د ۲۰۰۴م کال په فيبرورۍ مياشت کي نيول گيږي او د عراق په جنوب «بوکا» اردوگاه کي لس مياشتي بندي کيږي. د دغه بند دليل تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
انځور: NDR
په بوکا کمپ کي د صدام حسين پر عسکرو سربيره امنيتي مجرمان او تروريستان ساتل کيږي. بغدادي له زندانه تر راوتلو وروسته بيرته پوهنتون ته راگرځي او د بغداد په لوېديځ کي په «توبجي» سیمه کي استوگن کيږي.
انځور: picture alliance/AP Photo
امريکا د داسي اطلاعاتو له پاره چي له مخي ئې بغدادي ونيول سي لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده. د گاردن د راپور له مخي، بغدادي دوې مياشتي دمخه د شمزۍ د تاوني کېدو له کبله د عراق په موصل ښار کي دوو ډاکټرانو کتلی معاينه او معالجه کړی وو. داسي ويل کیږي چي هغه د ۲۰۱۵م کال په مارچ کي د امريکايي ځواکونو په يوه هوايي بريد کي سخت ټپي سوی دئ. امریکا دغه بريد تائيد کړی خو د بغدادي په اړه ئې څه نه دي ويلي.