1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش يوه غړې بېرته آلمان ته ستنه شوه

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

هغه دیرش کلنه ښځه چې غوښتل یي د داعش تر بیرغ لاندې ژوند وکړي بیرته آلمان ته ستنه شوې ده. دغې ښځې وکولی شول د آلمان حکومت په ملاتړ له خپلو دریو ماشومانو سره فرانکفورت ته پرواز وکړي.

Nachtflugverkehr auf dem Flughafen Frankfurt
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلماني پولیسو ویاند وویل چې دغه څلور تنه د شنبې په ماښام د آلمان په یوه تجارتي الوتکه کې فرانکفورت ته رسیدلي دي. دغې الوتکې د عراق په شمال کې له اربيل څخه پرواز کړی وو.

په دې ترتیب دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د آلمان حکومت په ملاتړ آلمان ته ستنیږي چې د «اسلامي دولت» ترهګرۍ ډلې تر کنترول لاندې سیمې ته یي سفر کړی وو. تر اوسه پورې آلمان یوازې هغه ماشومان بیرته راوستي دي چې د سوریي په زندانونو کې ول.

د نيولو امر يې نشته

د فرانکفورت د لويې څارنوالۍ د یوه ویاند په خبره له دغې ۳۰ کلنې میرمنې څخه به په یوه بهرني ترهګریز سازمان کې د غړيتوب او د خپلو ماشومانو د پالنې او روزنې له مکلفیت څخه د سرغړونې په هکله پوښتنې او ګرویږنې وشي. خو د هغې د نيولو امر بيا صادر شوی نه دی.

د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه ښځه لورا «ايچ» نومیږي چې د ګيسن سیمې اوسیدونکې ده. ویل کیږي چې نوموړې په ۲۰۱۶ م کال کې له خپلو دوو ماشومانو سره سوریې ته تللې او هلته له داعش سره یوځای شوې وه.

د آلمان حکومت د هغو ښځو په اړه چې د سوریي له زندانونو څخه بیرته آلمان ته راتګ غواړي ویلي دي چې د هرې یوې دوسیه به په انفرادي ډول ؤ اروزل شي. د اګست په میاشت کې د داعش د غړو درې یتیم ماشومان او یو بل ماشوم چې ډیر سخت ناروغه وو، له عراق څخه آلمان ته راوستل شوي ول.

wa/haz (dpa, afp)/sn/ns

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوت: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب