1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د داعش یوه پخوانۍ غړې غواړې بیرته خپل کور ته ستنه شي

۱۳۹۷ اسفند ۱۲, یکشنبه

نولس کلنه لې یو نورا، په داسې حال کې چې بشپړ نقاب لري او کوچنی ماشوم یي په غیږ کې دی په سوریي کې د ال- هول د مهاجرو په کمپ کې په دې تمه شپې سبا کوي چې یوه ورځ به له خپلو دواړو ماشومانو سره بیرته آلمان ته ستنه شي.

BdTD - Syrien Frau mit Baby auf dem Arm
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Dana

 له نقابه یوازې د هغې ستومانه سترګې معلومیږي. نوموړې له خپلو دوو ماشومانو سره په دې وروستیو کې د داعش له وروستۍ ځالې باغوس کلي څخه دلته راغلې ده. دا وایي: «هلته نږدې وو له ولږې مړه شمه. بالاخره ما خپل میړه ته وویل زه به مې له ماشومانو سره له دې ځایه وزم، ځکه زه پوهیدم چې نور نو په دې شکل نه کیږي. مونږ به مړه شو که داسي وي يا هغسي.»

کردي محافظين د آلمان د ARD تلویزوني شبکې لیږل شوي ټیم ته اجازه ورکوي له دغې آلمانۍ سره لنډه مرکه وکړي. نوموړې د خپل میړه نوم پټ ساتي. دغه آلمانۍ چې په هغه وخت کې ۱۵ کلنه وه سوریي ته تر رسیدو څو ورځې وروسته یي واده وکړ. د رپوټونو په حواله ویل کیږي چې د دغې ښځې میړه هم د هغو آلمانانو له جملې څخه دی چې د کردانو له خوا په سوریه کې نیول شوي دي. ويل کيږي چي دغه کس چي د «ابو یاسر الالماني» په عربي نوم پېژندل کيږي په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې د رهبرۍ په غړو کې يې ځای نيولی دی.

لې يو نورا، د خپل سړي دریمه ښځه وه او داسې نه ښکاري چې دې به ورسره کوم مشکل درلود. د هغې په وینا له «اسلامي دولت» ډلې سره د یوځای کیدو او د آلمان د زاکسن- انهلټ ایالت په زاګرهاوسن ښار کې د خپل ټاټوبي د پریښودو دليل دا وو چې وکولی شي ژر اولادونه وزیږوي. د دې کار له پاره هغې د واتسپ له لارې په سوریي کې له نورو ښځو سره تماس نیولی وو. هغه وایي: «یو ډیره ښه حل لاره دا وه چې زه له آلمان څخه سوریي ته وتښتیدم. ما کولی شول واده وکړم او تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې ماشوم وزیږوم. څادر په سرول پیل کړم، او تر ټولو ښه دا چې له یو عرب سره واده وکړم.»

ویل کیږي چې هغه به ډیری وخت په کور کې وه، څو د کور کارونو او ماشومانو ته رسیدګي وکړي. خو کله چې «اسلامي دولت» ډلې پر رقه ښار خپل کنترول له لاسه ورکړ، دوی مجبوره شول په پرله پسې ډول له یوځای څخه بل ځای ته کډه شي. د دې په خبره اکثره وخت به د درملنې د امکاناتو د نشتون او ولږې سره مخ وه او بالاخره د بارغوس په کلي کې یې حوصله نوره پای ته رسیدلې وه. دا وایي: «مخکې تر دې چې زه له داعش څخه ووزم، وضعيت خورا وحشتناک او واقعا وېروونکی وو.»

اوس نوموړې له خپلو بچو سره په سوریي کې د مهاجرو په کمپ کې په دې تمه شپې ورځې سبا کوي چې بیرته به آلمان ته د خپلو ملګرو او مور پلار څنګ ته راوستل شي. لې يو نورا او مور پلار یې د ډیرې مودې په دې هڅه کې وو چې هغه د داعش له منګولو خلاصه کړي. دغه ځوانه آلمانۍ د خپلو ماشومانو پر سر لاس تېروي او وایي: «زه به هیڅ مشکل رامنځته نه کړم. زه داسې هیڅ اراده نه لرم چې یو وخت دې بمي برید یا تروریستي عمل ترسره کړم. زه غواړم یوازې خپل ژوند وکړم، زما له ماشومانو سره. خپلو ماشومانو ته یوه ښه راتلونکی ورکړم، نه لکه د داعش تر سیوري لاندې.»

خو دا چې هر څه به همداسې وشي، دغه نولس کلنه ښځه په دې نه پوهیږي. د زاکسن- انهلت ایالت دغه ځوانه اوسیدونکې کولای شي درک کړې چې آلمانان د داعش د پخوانیو غړو د بیرته ستنیدنې په هکله ولې اندیښمن دي.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب