1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتمتحده عربي امارات

د دوبۍ په هوايي نندارتون کې یوې هندۍ جټ الوتکې سقوط وکړ

گل غوټۍ پوپل | رویترز، فرانس‌پرس، اسوشیتدپرس
۱۴۰۴ آبان ۳۰, جمعه

رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د جمعې په ورځ د دوبۍ په یوه هوايي نندارتون کې د نندارې په ترڅ کې د هند له خوا جوړه سوې یوه جنگي الوتکه رالویدلې ده. د هند هوايي ځواکونو د پیلوټ مړینه تأیید کړې ده.

په دوبۍ کې د هوايی نندارې په ترڅ کې یوې هندۍ جت الوتکې سقوط وکړ
رسنیو رپوټ ورکړی چې د جمعې په ورځ د دوبۍ په یوه هوايي نندارتون کې د نندارې په ترڅ کې د هند له یوه جنگي الوتکه رالویدلې ده. انځور: TASS/picture alliance

ددغې هندۍ جت الوتکې له سقوط وروسته، د دوبۍ چارواکو اعلان وکړ چې مرستندویه ټیمونه په سیمه کې حضور لري او د اطفائیې کارکوونکي د اور د مهارولو په حال کې دي.

ددغې پیښې په هکله څه پوهیږو؟

دغه پیښه په سیمه ائیز وخت پس له غرمې شاوخوا دوه بجې له یوه نمایشي مانور وروسته رامنځته سوه او الوتکې د نندارتون د ساحې د شاوخوا ۱،۶ کیلومتره په واټن کې سقوط وکړ او اور یې واخیست.

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په ورلد سنترال کې د ال مکتوم په هوايي ډگر کې د هوايي نندارې له پاره ډیر خلک راټول سوي وو.

د اسوشیتدپرس خبري آژانس رپوټ ورکړ چې دغه جټ الوتکه څو واره د نندارې له سیمي تیره سوه تر هغو پورې چې ولیدل سول، خپل کنترول یې له لاسه ورکړی او مستقیماً یې پر مځکه سقوط وکړ. پیلوټ له مځکې سره د الوتکې د ټکر له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دوبۍ د رسنیو دفتر د ایکس پر ټولنیزه شبکه ولیکل:«یوې هندۍ تِجاس جنگي الوتکې چې نن یې د دوبۍ په هوايي ننداره کې گډون کړی و، سقوط کړی او دغه پیښه د پیلوټ د مړیني سبب سوې ده.»

د هند د هوايي ځواکونو په اعلامیه کې هم د پیلوټ مړینه تأیید سوه.

د هند د هوايي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي دي:«د هند هوايي ځواکونه ددغه پیلوټ د مړینې له امله سخت غمجن دي او د هغه له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرگندوي.»

په اعلامیه کې زیاته سوې چې «ددغې پیښې د علت د معلومولو له پاره به د پلټنې په هدف یو کمیسیون جوړ سي.»

د هند د «ان ډي ټي وي» د شبکې خبریالې، آدیتیا راج کائول، د سقوط یوه ویډیو په ټولنیزه شبکو کې شریکه کړه او وې ویل، له الوتکې د پيلوټ په اضطراري توګه د وتلو په هکله هیڅ رپوټ موجود نه دی.

د هند جوړو تَجاس جنگي جټ الوتکو ځانگړتیاوې څه دي؟

د تِجاس یو ماشینه سپک جټ د هند د دولتي شرکت، ایروناتیکس لیمیتد له خوا جوړ سوی دی.

د هند د دفاع وزارت د خپلو هوايی ځواکونو د پیاوړي کیدو له پاره چې عموماً د روسي او پخواني شوروي له الوتکو څخه استفاده کوي، ددغو جټ ۹۷ الوتکو ته فرمایش ورکړی دی؛ حال دا چې د آسیا په جنوب کې د چین پوځي حضور د پراخیدو په حال کې دی او د هند له رقیب، پاکستان سره یې اړیکې مخ په زیاتیدو دي.

د جمعې د ورځې سقوط د جټ تِجاس په تړاو دوهمه پیژندل سوې پیښه ده. په ۲۰۲۴ م کال کې د هند په راجستان ایالت کې د یوه پوځي تمرین پر مهال هم له دغه ډول څخه یوه جټ الوتکه راولویده ، خو پیلوټ له پیښې څخه روغ رمټ ووت.

له امریکا متحده ایالاتو څخه د دغو جټ الوتکو تحویل، د جنرال الیکټریک شرکت له خوا جوړ سوو ماشینونو د واردولو د اړتیا له امله له ځنډ سره مخامخ سوی دی.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب