1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې دریمه غونډه؛ شنونکي او فعالان څه وايي؟

محمد کریم صالح
۱۴۰۳ تیر ۱۱, دوشنبه

نن په دوحه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د مشورتي غونډې دوهمه او وروستۍ ورځ ده. په دغه غونډه کې د طالبانو اساسي موخې څه دي، شنونکي دغه غونډه څرنګه ارزوي او د خلکو غبرګونونه ېې په هکله څه دي؟

په دوحه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان دریمه غونډه
په دوحه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان دریمه غونډه انځور: Zabihullah Mujahid

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهيسي دا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ دریمه مشورتي غونډه ده. په دغه غونډه کې د طالبانو پلاوی، د سازمانونو او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو استازي ګډون لري، خو ښځې پکې حضور نه لري.

په دوحه کې د دويچه ويله خبریال او نورې خبري سرچېنې وايي چې بحثونه د تړلو دروازو تر شا کیږي.

له غونډې د طالب پلاوي رضایت

دطالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په دغه غونډه کې د طالب پلاوي مشري کوي، د غونډې د لومړۍ ورځ په څنډه کې دویچه ویله ته وويل: «مجلس ډېر ښه پر مخ لاړ د افغانستان دريځ پکې روښانه شو او دا پکې وويل شول چې افغانستان له نړۍ سره د اړيکو پلوي دی.»

مجاهد وويل په ټوله کې د غونډې ماحول ښه وو او «ټولو هېوادونو افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړه.»

هغه دا هم وويل چې په غونډه کې د متحده ایالتو په ګډون ټولو هېوادونو ژمنه وکړه چې دوی به له افغانستان سره مرستې کوي او له هېڅ پوځي اړخ ملاتړ به نه کوي.

«دریمه غونډه د مخکنیو په پرتله ښه مخته ځي»

د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعيدي چې وخت ناوخت د طالبانو پر سیاست نیوکې هم کوي، د دوحې دریمه ناسته له مخکنیو بهتره ارزوي. هغه دويچه ویله ته وويل: «زما په نظر د دوحې ناستې له پاره چې کومه اجندا له مخکې جوړه شوې وه، تر اوسه ښه مخته ځي.»

سعيدي زیاته کړه: «د طالبانو د مخکنيو ديپلوماتانو په پرتله، دا ځل ذبیح الله مجاهده قويتره غږيدلی دی او افغان پلاوي جلسه ښه مديریت کړې ده.»

د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا وايي چې د دوحې په دريمه غونډه کې تصمیمونه نه نيول کیږي اما نړېوالو ته پکې د افغانستان په هکله «د تصمیم نيولو له پاره زمينه او شرایط برابریږي.»

له غرب سره د تعاملاتو ایجادول

اوریا وويل: «د دوحې د درېمې ناستي اساسي او استراتيژیکه موخه دا ده چې څنګه افغانستان په نړېواله ټولنه کې مدغم شي او نړېواله ټولنه افغانستان سره تعامل وکړي.»

د ښځو د سختو اعتراضونو سربیره د دوحې دریمه غونډه پیل شوه

01:33

This browser does not support the video element.

هغه وايي تصمیم نیونکی ارګان د امنيت شورا ده او د ملګرو ملتونو د دوحې ناسته هم د امنیت شورا د دستور او پريکړو پر اساس کيږي.

د اوریا په خبره افغانستان اوسمهال په شرقي نړۍ کې مدغم دی او شرقي نړۍ هم له افغانستان سره په تعامل کې ده، خو افغانستان لا تر اوسه له غرب سره په لازم شکل ادغام نه دی. هغه زياته کړه په دغه غونډه کې به هڅه وشي تر څو د افغانستان او غرب تر منځ یو لړ ستونزمنو مسئلو لکه تحریمونو خبرې وشي، تر څو ېې په نتیجه کې افغانستان له غرب سره هم ادغام شوی وي. 

غبرګونه او تحریم

طالبانو د خپلې بیا واکمنۍ له پیل راهيسېپه افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د کار او تعلیم په ګډون په مختلفو برخو کې محدودیتونه وضع کړي دي. د دوحې په روانه غونډه کې هم افغان ښځې له ګډون څخه بې برخې کړل شوي دي.

د افغانستان د بشري او ښځو حقونو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې، رینا امیري، پر اکس شبکې ليکلي دي: «افغانان، په ځانګړې توګه ښځې، باید د مذاکرې د مېز ترشا حضور ولري، تر څو د خپل لوري دفاع وکړي. د افغانستان سوله او امنیت او د ننګونو تل پاتې حل، د هغوی له مشارکت پرته ناممکنه دی.»

په یو شمېر هېوادونو له هغې جملېپاکستان او آلمان کې د افغان مېرمنو له خوا اعتراضونه شوي چې د دوحې غونډه ېې پکې تحریم کړې ده.

فرنګیس سوګند (ښي لور) له نورو افغان اعتراض کونکو سره شنبه د جون ۲۹مه د آلمان په هامبورګ ښار کې د دوحې د درېمې ناستې پر ضد د اعتراض پر مهالانځور: privat

«موږ طالبانو سره د تعامل په هدف د هر ډول غونډې او ناستې د تحریمولو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو له سازمان او هېوادونو څخه غواړو چې د خپلو مذاکراتو مسير د طالبانو پر ځای د افغانستان خلکو لور ته تغیر کړي.» 

د بلخ د ولایتي شورا پخوانۍ غړې فرنګیس سوګند، د آلمان په کیل ښار کې د دغو اعتراضونو مشري کوي. هغې د دوحې دريمې ناستې په تړاو دويچه ویله ته وویل: «په دغه ناسته کې د طالبانو د جنایتونو او د دغې ډلې له خوا په افغانستان کې د پراخو بشري سړغړونو خبرې نه کيږي.» مېرمن سوګند زیاته کړه دغه اعتراضونه د ښځو اعتراضي ډلو، د بشري حقونو او مدنی فعالانو له خوا په لاره اچول شوي دي: «دوی ټول په یو واحد غږ د دوحې ناسته تحريموي.»

سوګند وايي دغه غونډه ښيي چې «نړۍ او په راس کې ېې ملګري ملتونه دغې تروریستي ډلې ته د مشروعیت ورکولو» په لټه کې ده. سوګند وايي چې د دوحې ناستې د نړېوالو اعتراضونو یوه ۱۶ ماديزه پريکړه هم خپړه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي د دوحې په څېر غونډې د طالبانو د رسميت پېژندلو په معنی نه ده.

ظاهرا طالبانو له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې پر افغانستان بيا واکمن شوي دي، د افغانانو او نړېوالې ټولنې د مکررو فشارونو باوجود په خپلو سیاستونو کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

م.ک.ص./ن.ز.

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب