1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې فارمټ غونډه؛ پر څه خبرې کېږي؟

۱۴۰۲ آذر ۲۰, دوشنبه

د دوحې فارمټ ناسته چې د قطر او اندونیزیا هيوادونو په نوښت جوړه شوې، په نړۍ کې پر نورو ګڼو بشري موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو هم خبرې کېږي.

Afghanistan | Protest gegen den Ausschluss von Frauen an den Universitäten
انځور: AP Photo/picture alliance

د دوحې فارمټ غونډه چې دوې ورځې به دوام وکړي، تیره ورځ د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني له خوا پرانېستل شوه او د اسرائیل او حماس، روسیې او اوکراین او یمن کې پر جګړې سربېره په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر حقونو او ښوونځیو ته د نه اجازې پر موضوعاتو بحثونه وشول.

دا غونډه چې مشري یې په دوحه کې «د کړکېچ او بشري څېړنو مرکز» کوي، وایي د دې ناستې هدف په نړۍ کې د خبرو له لارې د جګړو درول، کډوالي، انساني کړاو او د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند ته د پای ټکی اېښودل دي.

په دغه غونډه کې افغانستاناو د افغان ښځو وضعیت د نړۍ په کچه ناوړه او د تشویش وړ ګڼل شوی دی.

په دغه ناسته کې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا ځانکړې استازې رینا امیري هم ګډونوال دي چې د افغانستان پر روان وضعیت او د ښځو په تړاو د طالبانو پر بندیزونو به خبرې وکړي.

د غونډي په لومړۍ ورځ رینا امیري په خپلو خبرو کې له زده کړو او کاره د افغان نجونو او ښځو د محرومولو په برخه کې د طالبانو پر پرېکړو نیوکه کړې ده.

مېرمن امیري ویلي دي چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل به د طالبانو د رسمیت پېژندنې لار اسانه نه کړي

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

29:30

This browser does not support the video element.

نوموړې ویلي: « موږ د عادي سازي اصطلاح کاروو نه د رسمیت پېژندنې دا یواځې یو ساده چک نه دی چې د نجونو د زده کړو اجازه ورکړئ او تاسو به په رسمیت وپېژندل شئ. دا یوه پروسه ده چې موږ له باقي نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ مخته ځو او د طالبانو له پاره ډېر څه کول په کار دي چې دا ډول عادي سازي ترلاسه کړي.»

د کړکېچ او بشري څېړنو مرکز وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو او ورته د حل لارو موندلو په پار به یو شمېر نړیوال کارپوهان او د ځینو حکومتونو استازي غونډي ته ویناوې وکړي.

په دې غونډه کې یوه ګډونواله د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزیره رنګینه حمیدي ده.

مېرمن حمیدي پر امریکا او متحدینو یې نیوکه کړې چې دوه کاله مخکې یې همدلته په دوحه کې د پټو دروازو تر شا له طالبانو سره خبرې کولې او په نتیجه کې یې نن افغان ښځې له خپلو بشري حقونو بې برخې دي.

نوموړې همدا راز ویلي دي:

«باید د بشري حقونو فعالین افغانستان ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره له نږدې خبرې وکړي»

د دوحې فارمټ غونډي سره هممهاله ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو د حقونو په اړه نن په یوه غونډه کې وغږېږي، خو طالبان دا ډول غونډي بې اغېزې ګڼي او په خبره یې چې کومه نتیجه به ور نه کړي.

د قطر په څیر ناستې د افغانستان په وضیعت کې څومره بدلون راوستلی شي؟

35:02

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل