د دونالد ترمپ د مخالفینو او پلویانو ترمنځ نښته
۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبهد امریکا په پورت لنډ ښار کې د ولسمشر دونالد ترمپ د زرګونو پلویانو د مارش پر مهال په مختلفو ځایونو کې له مخالفینو سره اخ و ډب رامنځته شوی دی. د شنبې په ماښام کله چې د ترمپ د پلویانو مارش له ښار څخه دباندې ووت، تر هغې لږ وروسته د یوه کس پر ډزو د وژل کیدو پيښه رامنځته شوه. د پولیسو په وینا تر اوسه پورې د دې پيښې ډیر لږ معلومات لري.
له همدې امله پولیسو له خلکو غوښتي دي که په دې اړوند کومه ویډیو، عکس یا نور معلومات لري، نو پولیسو ته دې اطلاع ورکړي.
د ښار د پولیسو مشر چک لول وویل چې د دا ډول تشدد په اړه نهایي برداشت باید ونه شي: «تر اوسه پورې تحقیقات په لومړي پړاو کې دي او زه له هر کس څخه غواړم چې په دې مسئله کې د خپلې نتیجه ګیرۍ پر ځای دې پلټونکو ته وخت ورکړي چې هغوې خپل تحقیقات بشپړ کړای شي.»
په پورټ لنډ کې کوم ځایي خبریالانو چې د پيښې له ځای څخه یې لیدنه کړې ده ویلي دي، چې وژل شوي شخص داسې یوه خوله پر سر کړې وه چې پر هغې د ښې اړخي افراطي ډلې «پیتریات پریئر» نښان لګیدلې وو.
په دې وروستیو اونیو کې په ښار کې دننه د «بلیک لائف میټر» تحریک پر مهال څو وارې د دغې ډلې او مظاهره کونکو ترمنځ نښتې رامنځته شوي دي.
قرباني تر مارش وروسته وژل شوی
د پولیسو په حواله د اګست پر ۲۹ نیټه په ښار کې نږدې ۶۰۰ موټرو د «ترمپ کاروان» په مارش کې برخه اخیستې وه او کله چې مارش د ډاون ټاون له ښار څخه بهر ووت، نو ۱۵ دقیقې وروسته یي د ډزو دغه پيښه رامنځته شوه.
له اونیو راهیسې د امریکا په پورت لنډ او نورو ښارونو کې د په منظم ډول نسل وژنې او پولیسو د زور زیاتیو په خلاف د مظاهرو لړۍ روانه ده. دغه مظاهرې د پولیسو په قبضه کې د یوه تورپوستي جورج فلوئید تر وژل کیدو وروسته پیل شوي دي.
دوو سپین پوسته پولیسو فلوئید ونیوه او هغه یي پر ځمکه سملولی وو. یوه پولیس د هغه پر اورمیږ ۹ دقیقې خپل زنګون ته فشار ورکړی وو. هغه په دې وخت کې فریاد کاوه چې زه سا نشم اخیستلی، خو پولیس یي خبره نه واوریده او بالاخره جورج فلوئید خپل ژوند له لاسه ورکړ.
څو ورځې مخکې د وسکونسن په ښار کې هم یوه پولس پر یوه بې وسلې تورپوستي ۲۹ کلن جیک بلیک ۷ ډزې کړې وې چې د هغې پر ضد هم په پراخه کچه د مظاهرو لړۍ پيل شوه. پر وخت روغتون ته د رسول کیدو له امله د هغه ژوند وژغورل شو.
خو د دغې پيښې پر ضد هم د مظاهرو پر مهال د ډزو په یوه پيښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. په دې ارتباط یو ۱۷ کلن ځوان نیول شوی دی. د اطلاعاتو په حواله ولسمشر ترمپ به د سپټمبر په لومړۍ نیټه کینوشا ته سفر وکړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن. ز