د دوو قبيلو د جگړې له کبله سل انسانان وژل سوي دي
۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبهاعلان
د بورکينا فاسو او مالي پر پولو د دوو قبايلو تر منځ په نښتو کي د سلو په شاوخوا کي انسانان وژل سوي دي. د بورکينا فاسو د شمالي برخو والي بوکاري کاليل بارا ويلي دي چي د عيني شاهدانو د خبرو پر اساس ئې د مړو دغه شمېر معلوم کړی دئ. نوموړي ويلي ډي چي زياتره مرگ ژوبله د پيول قبيلې ته اوښتې ده چي د شپانو يوه قبيله ده.
د پيول او د ډوگون په نوم دوو قبيلو تر منځ جگړه د پنجشنبې په ورځ د مالي په ساري سيمه کي پېل سوې وه. د دواړو قبيلو تر منځ وخت ناوخت شخړې رامنځ ته کيږي.