دغه دوه ګونې خويندې ايرون او پريفينا نوميږي. دوی سره نښتي دنيا ته راغلي ول او د ډاکټرانو په وينا چې د وينو شريانونه يې هم ګډ ول چې په ګډه يې دواړو بدنونو ته وينه ورکوله. د دوی جراحي عمليات ډير خطرناک او پيچلی وو، خو جراحان وتوانيدل چې هغه په بريا سره پای ته ورسوي.
په ايټالیا کې د جراحۍ دغه عملیات په خپل ډول کې لومړنی عملیات دي چې د پلازمينې روم ښار په «ګيسو پيډياټرک روغتون» کې چې د واټيکان ملکيت دی، ترسره شوی دی. د طب داکټران وايي په دوو ميليونو ماشومانو کې يوازې په يوه مورد زيږون کې د دې امکان شته چې دوه ماشومان په نښتي سرونه سره دنيا ته راشي.
د ايرون او پريفينا له يو بل څخه د جلا کولو په عمليات کې ۳۰ تنو جراحي او نورو ډاکټرانو او نرسانو برخه اخیستې وه. دوی پر دغه عملیات ۱۸ ساعته کار وکړ.
خو ډاکټران وايي چې د عفونت خطر لا اوس هم موجود دی او د دې اړتيا شته چې دغه ماشومان د څو اوونيو له پاره حفاظتي خوليانۍ پرسر کړي. ډاکټرانو هيله ښودلې چې دغه ماشومان به په راتلونکې کې عادي ژوند ولري.
د جراحۍ دغه عمليات د تيرې مياشتې (جون) په پنځمه ترسره شوی وو. اوس چې له هغه وخت څخه يوه مياشت تيره شوې، ډاکټرانو ويلي دي چې دواړه ماشومان له ښه روغتيايي وضعيت څخه برخمن دي.
دغه دوګونې نجونې د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې د مرکزي افريقا هيواد له پلازمينې، بانګي څخه ايټاليا ته راوستل شوي وې.
د ايټالوي روغتون مشر، دغه ماشومان هغه مهال د بانګي ښار په يوه روغتون کې ليدلي وو چې هغه مهال يې د اعلاج په موخه د هغوې د مور او پلار سره ايټاليا ته راوستلي وو.
زياته شوې چې د ايرون او پريفینا د جراحۍ عملیات ځکه ډير سخت او پيچلی وو چې دواړو ګډ عصبي سیستم درلود. د روغتون په يوې اعلاميه کې راغلي دي چې په دغه عملیات کې تر ټولو لويه ستونزه د دواړو ماشومانو د وينو د رګونو ګډه شبکه وه چې د عملیات پر مهال ډير رګونه او د سر کاسې له يو بل څخه جلا کړل شوي دي.د اروپا په سطحه د تيرو شلو کلونو په جريان کې د جراحۍ دا ډول يوازې دوه کامياب عملیاتونه ترسره شوي دي.
دويچه ویله ا/م.ک.ص/ن.ز
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
هندوستان: د سړک د غاړي د غاښونو ډاکټران
په هندوستان کې اوس هم د سړک د غاړې د غاښونو ډاکټران شته. خو د منځني قشر د ودې له کبله د هغوی فعالیت له گواښ سره مخامخ دی. په ځانگړې توگه په لویو ښارونو کې ډیر مشتریان د پاکو او ښو صحي خدماتو غوښتنه کوي..
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiran۱۴ کاله تر مخه الله بخش، له خپل ورور او وراره سره په گډه په بنگلور کې د سرویسونو تمځای ته څیرمه تر شنه آسمان لاندې د غاښونو کلینک پرانیست. هغه په ورځ کې په اوسط ډول شل ناروغان تداوي کوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranالله بخش وایي چې «بې وزله خلک هم د ښو غاښونو درلودلو حق لري.» د غاښونو د ډاکټرانو رسمي اتحادیه وایي چې د بې وزلو خلکو له پاره د راجستر شوو ډاکټرانو د معالجې لگښت ډیر ناڅیزه دی او له همدې کبله «غیر قانوني» ډاکترانو ته اړتیا نه لیدل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranنوي مصنوعي غاښونه په هندوستان او چین کې جوړیږي. لکه په انځور کې چې لیدل کیږي د دغه سړي د لاندینۍ او پاسنې ژامې لگښت ۱۰ یورو کیږي او څلور کاله باید دوام وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranد غاښونو په دغو کلینکونو کې هر ډول مصنوعي ژامې او انفرادي غاښونه موجود دي او بیلا بیل قیمتونه لري. د یوه غاښ قیمت له یوې یورو څخه لږ دی. خو لکه د نوي ډهلي په شان ښار کې د منځني قشر له ودې سره چې د غاښونو د صحي درملنې غوښتنه کوي، د سړک د غاړی کلینکونو کاروبار له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranد الله بخش، زوی پاشا یوه نوې ژامه چمتو کوي. د خپل پلار په شان هغه د غاښونو د ډاکټر په توگه کومه تخصصي روزنه نه ده لیدلې. په ۱۹۴۸م کال کې په دې هکله په هند کې تصویب شوی قانون د الله بخش په شان د سړک د غاړې ډاکټرانو ته لاره اواره کړې چې خپل دغه «طبابت» ته دوام ورکړي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranله دې سره سره چې په هندوستان کې هر کال ۳۰ زره د غاښونو ډاکټران خپلې زده کړې سر ته رسوي، خو د دغه هیواد په ښارونو کې د غاښونو د ډاکټرانو کمبود شته او په متوسطه توگه د هرو لسو زرو کسانو له پاره یو ډاکټر موجود وي. په لیرې پرتو سیمو کې خو آن د ۲۵ زرو کسانو له پاره یو ډاکټر وي. نو له دې کبله د الله بخش په څیر د سړک د غاړې د ډاکټرانو د کاروبار د پای ته رسولو ورځ لا تر اوسه معلومه نه ده.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranد نوي غاښ د کښیودلو وروسته له ناروغ څخه غوښتنه کیږي چې په یوه کلک شي، غاښ ولگوي، تر څو د غاښ کلکوالی وازمویل شي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiran