1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو میلیونو يورو په ارزښت غلا شوی موټر و موندل شو

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

د آلمان پولیسو د ۱۹۸۵م کال یو نایابه فراري ډوله غلا شوی موټر موندلی دی. موټر تښتوونکي ځان د هغه د احتمالي خریدار په توګه معرفي کړی او د آزمایښتې چلووني پرمهال یې د موټر مالک پر سړک پریښی او موټر یې ترې تښتولی وو.

Pressebild Polizei Düsseldorf, gestohlener Ferrari
انځور: Polizei Düsseldorf

د آلمان پولیسو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د څه نا څه دوو میلیونو يورو په ارزښت «فراري 288 GTO» ډوله موټر يې موندلی دی. دغه موټر یوه کس چې ځان یې د احتمالي خریدار په توګه پیژندلی وو، غلا کړی وو.

په دوسلدورف کې پولیسو روښانه کړې ده چې تښتول شوی موټر یې موندلی، خو د موټر تښتوونکی لا هم نه دی نیول شوی. پولیسو له عامو خلکو څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د موټر تښتوونکي، چې ځان یې د زړو او قیمتي موټرو د خریدار په توګه معرفي کړی وو، د موټر له مالک سره د ملاقات وخت تنظیم کړی وو او بیا یې دغه موټر د آزمایښتې چلولو له پاره سړک ته ایستلی وو. خو په یوه ځای کې دغه کس د موټر مالک ته ویلي وو چې غواړي اشترنگ ته کښېني او خپله يې هم وچلوي.

اشترنگ ته تر کښېناستو وروسته او تر دې مخکې چې د موټر مالک د هغه تر څنګ کښیني، دغه کس موټر په سرعت سره له سیمي تښتولی وو.

که څه هم د موټر مالک د دغه کس انځور اخیستی وو، خو پولیس تر اوسه پورې د هغه د اوسیدو ځای او ادرس په موندلو نه دي توانیدلي. اوس پولیس یوازې د موټر په موندلو توانیدلي او د تښتوونکي لټون دوام لري.

(ms/nz (AP, dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل