دويچه ويله د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د می ۳مه نېټه) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴م کال د بيان د آزادۍ جايزه به يوليا ناوالنايا او د هغې لخوا تاسيس شوي د اختلاس ضد روسيې بسنټ ته ورکوله شي. ناوالنايا د روسيې د مخالفانو د مړه شوي سياستوال اليکسې ناوالني کونډه ده.
ناوالنايا به د جون مياشتې پر پنځمه نېټه په برلين کې په حضوري توگه د دويچه ويله د بيان د آزادۍ لسمه جايزه ترلاسه کړي.
د ناوالنايا «ټينګ همت»
د دويچه وېله عمومي مشر پېتر ليمبورگ، ويلي دي: «يوليا ناوالنايا له هغه لومړي پېل څخه لا د خپل مېړه اليکسې ناوالني په هغو سیاسي فعاليتونو کې ملاتړ کړی چې هدف يې په روسيه کې د رسنيو او د بيان د آزادۍ لپاره مبارزه وه.»
ليمبورگ زياته کړېده: «په کوم همت، اتلوالې، او قوت سره چې دا د آزادې روسيې او هغو کسانو لپاره مبارزه کوي چې ولاديمير پوتين يې خاموشه کول غواړي، زه ورته له احترامه سر کښته کوم.»
ناوالنايا په اپريل مياشت کې د آلمان هغه جايزه وگټله چې د رسنيو د آزادۍ لپاره د غوره فعاليتونو لپاره ورکوله کيږي.
ناوالنايا د پوتين ضد سياسي مخالفينو مشري کوي او په زياته د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د روسيې په زندان کې د خپل مېړه د مړينې وروسته يې ياد مسؤليتونه په غاړه دي.
د اختلاس ضد بنسټ څه شی دی؟
ناوالني په ۲۰۱۱ کال په روسيه کې د اختلاس ضد بنسټ بنياد کښېښود. مقصد يې په روسيه کې د اختلاس ضد مبارزه او د روسيې د نخبه گانو د شکمنو فعاليتونو او د اختلاس د شکمنو قضيو څېړل او افشا کول و.
روسي چارواکو په ۲۰۲۱ کال پر دغه ډله بنديز ولگاوه، خو یو کال وروسته دغه ډله په نړيواله سطحه رابرسېره شوه. روسيه دغې ته د «توندلارې سازمان» خطاب کوي.
دغه اختلاس ضد بنسټ د خپلو پلټنو پايلې د ناوالني پر يوټيوب چېنل خپروي. دغه بنسټ د «رشوت اخيستونکو او جگړه مارانو» يو ليست جوړ کړی دی چې پکښې د پوتين رازداران او ټلوالي شامل دي چې ورباندې ثابته شوې چې په ناوړه توگه يې د روسي ولسمشر لپاره په سياست، تجارت او بانکدارۍ کې خپل اغېز کارولی دی.
د دغه بنسټ په مشاورتي بورد کې د اروپايي پارلمان غړي او د بلجيم پخوانی لومړی وزير، گوی فېرهوفشټډټ، د پوليڅر جايزه گتونکې ليکواله، انه اپلباوم او سياسي کارپوه فرانسس فوکوياما هم شامل دي.
په روسيه کې پر ژورنالستانو قيد و بست
ناوالنيا ته د دويچه ويله لخوا د بيان د آزادۍ د جايزه ورکړه په داسې وخت کې اعلانيږي چې په روسيه کې د ژورنالستانو پر ضد سخت وضعيت حاکم دی.
د دويچه وېله د اعلان څخه صرف څو ورځې مخکې د روسيې پوليسو کونستانتين گابوف چې په رسمي توگه د دويچه وېله خبريال و او کامره مېن سرگې کارېلين ونيول. روسي چارواکو تور ولگاوه چې یاد کسان يې توندلاريتوب ضد مبارزې په ترڅ کې نیولي ولې چې د ناوالني د اختلاس ضد بنسټ سره مربوط يو يوټيوب چېنل لپاره يې مواد چمتو کول. خو تورونه د دويچه وېله سره د هغوی د همکارۍ په تړاو نه دي. د آلمان پر ياده رسنۍ په روسيه کې بنديز دی.
د بيان د آزادۍ جايزه څه شی ده؟
د (DW Freedom of Speech Award) په نوم کلنۍ جايزه له ۲۰۱۵ کال راهيسې هغو اشخاصو يا سازمانونو ته ورکوله کېږي چې د آزادۍ د حقونو او په زيات د بيان د آزادۍ لپاره يې ځانگړي کارونه او خاصه مبارزه کړې وي. سعودي بلاگر رايف بدوي د دغې جايزې لومړی گټونکی و.
تېر کال ياده جايزه په ال سلوادور هيواد کې زېږېدلي ژورناليست اوسکار مارتينيڅ ته ورکړل شوه. نوموړی د ال سالوادور په هيواد کې د آنلاين مجلې «ال فېرو» سرمدير دی او ياده جايزه ورته د خپل کار لپاره ورکول شوه.
په ۲۰۲۰ کال دغه جايزه و ژورناليست او ناول لیکونکي مستيوسلاف خيرنوف او فريلانس ژورناليست ايفگني مالېتکا ته د روسيې او اوکراین د جگړې په تړاو راپورونو ورکولو لپاره ورکوله شوه.
د دويچه وېله لخوا د بیان د آزادۍ د جايزې ورکړه عموما د دويچه وېله لخوا هر کال د آلمان په بون ښار کې کېدونکي گلوبل ميډيا فوروم له مهمو برخو څخه یوه وي.
سياسي مخالفينو ته د زهرو د ورکړې لنډ تاريخ
په تېره میلادي پیړۍ کې د جاسوسانو له لارې سياسي مخالفينو ته د زهرو د ورکړې يو شمير پېښې رامنځته شوي دي. د دې ډول تر ټولو تازه پېښه د روسیې د ولسمشر د منتقد الکسي ناوالني ده.
انځور: Imago Images/Itar-Tass/S. Fadeichevد روسیې د اپوزيسیون مشر الکسې ناوالني په الوتکه کې ماسکو ته پر لاره وو چې ناڅاپه ناروغ شو او د الوتکې تر بیړنۍ ناستې وروسته روغتون ته يوړل شو. د نوموړي پلويان وايي چې زهر ورته ورکړل شوي دي. د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين دې ستر منتقد ۴۴ کلن پخواني مدافع وکيل د سايبيريا د اومسک سيمې په هوايي ډگر کې يوه پياله چای څښلی وو.
انځور: Getty Images/AFP/K. Kudrayavtsevپه ۲۰۱۸م کال کې د بشري حقونو روسي نژاده کانادايي فعال پيوتر ورزيلوف په داسې حال کې د مسکو يوه روغتون ته انتقال کړل شو چې وضيعت یې ډېر خراب وو. نوموړي ته احتمالاً هغه وخت زهر ورکړل شوي ول چې د يوې مرکې په ترڅ کې یې د روسیې پر قضايي سیسټم نيوکې کړې وی. هغه د «پوسي رايټ» په نامه د موسيقۍ د ډلې غير رسمي وياند وو. هغه بيا وروسته برلين ته منتقل کړل شوی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/A. Novoderezhkin۶۶ کلن پخوانی روسی جاسوس سیرگې اسکريپل د بريتانيا د سالسبري ښار په يوه بازار کې پر يوه څوکۍ د بې هوښۍ په حالت کې موندل شوی وو. وروسته بيا معلومه شوه چې هڅه شوې وه نوموړی د اعصابو د زيانمنوونکې يوې دوا له لارې ووژل شي خو پر وخت روغتون ته د رسيدو له کبله د هغه ژوند وژغورل شو. د روسیې حکومت د اسکريپل پر ناروغتيا خواښينې څرگنده کړې وه او ويلي یې ول چې د دې پېښې په اړه هیڅ معلومات نه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/Tassد جنوبي کوريا د واکمن کم جونگ اون ميرنی ورور کم جونگ نام په ۲۰۱۷م کال کې په ماليزيا کې پر مخ د اعصابو د فلجوونکي دوا د سپرې کولو په واسطه ووژل شو. د کیم جونک نام تر قتل وروسته دوه ځوانې ښځې له ویتنام او انډویزیا څخه تر نیول کیدو وروسته محاکمه شوې. دواړو ادعا وکړه چې د شمالي کوریا جاسوسانو تیر ایستلي او په دې کار یي لاس پورې کړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Kambayashiد روسیې د استخباراتي ادارې «اف بي اس» يو پخوانی جاسوس الکساندر ليتويننکو له دغه ادارې جلا شوی وو او په بريتانيا کې یې پناه احيستې وه. نوموړی د ۲۰۰۶م کال د نومبر پر ۲۳ نيټه تر يوې لنډې ناروغۍ وروسته مړ شو. تر ناروغه کيدو د مخه هغه د پخواني شوروي اتحاد له دوو ايجنټانو سره ليدلي ول. له پلټنو ثابته شوې وه چې نوموړی د پوليونيم د وړانگو په ورکړې سره وژل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kaptilkinد ۲۰۱۰ م کال په نومبر کې د برلين د شيريتې روغتون ډاکتروانو له دندې لاس پر سر شوي وکتور کلاشنيکوف او د هغه د میرمنې په بدنونو کې د پارې ډېر مقدار معلوم کړی وو. وکتور کلاشنيکوف د يوه آزاد خبريال په توگه د کار پیلولو تر مخه د پخواني شوروي اتحاد استخباراتي ادارې «کې جي بي» کې دنده ترسره کوله. نوموړي د فوکس آلمانۍ مجلې ته ويلي ول چې د روسیې حکومت ورته زهر ورکړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/RIA Novostiد اوکراين د اپوزيسيون مشر يوشچينکو د ۲۰۰۴م کال په سبتمبر کې ناروغ شو. تر لابراتواري معاينو وروسته معلومه شوه چې د دغه ناروغۍ دليل په پانکرياس کې د زهرجنو کيمياوي موادو شتون دی. د دې ناروغۍ له وجې د هغه پر مخ تورې نښې پيدا شوې وې. د يوشچينکو په حواله هغه ته حکومتي ايجنټانو زهر ورکړي ول.
انځور: Getty Images/AFP/M. Leodolterد ۱۹۹۷م کال د سپتمبر پر ۲۵ نیټه د اسرائيلو استخباراتي ادرې د فلسطنیانو د تندلارې ډلې حماس د مشر خالد مشعل د وژلو ناکامه هڅه کړې وه. اسرائيلي جاسوسانو د اردن په پلازمينه عمان کې د حماس پر دغه مشر زهر پاشلي ول. مشعل له دې بريده روغ ووتلی وو.
انځور: Getty Images/AFP/A. Sazonovپه ۱۹۷۸م کال کې په بلغاريه کې د استخباراتي دندې تر پريښودو وروسته گيورگې مارکوف يوه ورځ د سروس موټر په انتظار ولاړ وو چې ناڅاپه یې په ورانه کې يو ډېر تېره شی وټومبل شو. نوموړی وليدل چې خواته یې يو سړی چې چترۍ پر سر نيولې ده، ولاړ دی. هغه څلور ورځې وروسته ومړ. د عدلي طب تر معايناتو وروسته ثابته شوه چې د هغه تیره شي په وسيله یې په بدن کې ډېر خطرناک زهر داخل کړل شوي ول.
انځور: picture-alliance/dpa/epa/Stringerد ۱۹۱۶م کال د دسمبر پر ۳۰ نیټه راهب او روحانی معالج راسپوتين په سانت پيترزبيرگ کې د يوسويوف ماڼۍ ته د شهزاده فيلکس ميلمستيا ته ورسيدی. شهزاده راسپوتين ته د سنکيا د زهرو کيک ورکړ. په همدې ميلمستيا کې هغه ته زهرجن شراب هم ورکړل شوي ول خو هغه بيا هم ژوند پاتې شو. وروسته هغه بيا په ډزو ووژل شو.
انځور: picture-alliance/ IMAGNO/Austrian Archives