1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه چاته ورکول کیږي؟

۱۳۹۷ اسفند ۱, چهارشنبه

په مکسیکو کې د خپلې تحقیقي څیړنې له پاره ژورنالیسته او لیکواله، انابل هیرناندیز، د دویچه ویله د بیان د آزادۍ سږنۍ جایزه ترلاسه کوي. هغه لومړۍ ښځه ده چې په دغې جایزې ویاړل کیږي.

Interview mit der Gewinnerin des DW Freedom of Speech Award 2019: Anabel Hernández
انځور: DW/V. Tellmann

له کابو دوو لسیزو راهيسي هغه د نشه یې توکو د سوداگرۍ، اختلاس، جنسي ناوړه استفادې او قضايي افتضاحو په هکله پرته له ستړیا څخه رپوټونه جوړوي او خپروي: انابل هیرناندیز ته د دویچه ویله د بیان د آزادۍ د ۲۰۱۹م کال د جایزې په ورکولو سره د آلمان دغه د بهر له پاره رسنۍ د پنځم ځل له پاره په رسنیو کې د بشري حقونو او بیان د آزادۍ د کار او خدمت ستاینه کوي.

دغي ژورناليستي چې په مکسیکو کې زیږدلې ده، د يادي جایزې له پاره مننه وکړه او ويې ويل: «د زړه له کومې د مننې او د هیلو له څرگندولو سره دغه جایزه منم، او هو! د هغو زړورو ژورنالیستانو په استازیتوب چې هره ورځ خپل کار تر سره کوي.»

د دویچه ویله عمومي رئیس پتیر لیمبورگ د دغې ۴۷ کلنې چې ډار او ویره نه پیژني او په جرئت خپل کار ته دوام ورکوي، ستاینه وکړه. لیمبورگ په مکسیکو ښار کې د دغې جایزې د اعلان پر مهال وویل: «انابل هیرناندیز په خپلو څیړونو سره له خپلو اړوندو موضوعاتو سره تل له نژدې اړیکه لري. له کلونو راهيسي هغه د اختلاس پرضد تحقیقات کوي او د خپل رپوټ له پاره قضايي اسناد او شواهد راټولوي. د حقایقو د پټ ساتلو او له جزا څخه د برائت پرضد مبارزه کې د هغې د تحقیقي ژورنالیزم یوه ډیره اغیزمنه بیلگه ده.»

د هغې بیوگرافي د هغې د تحقیقي ژونالیزم اصلي انگیزه

هیرناندیز د خپل ژورناليستي کار دوره په ۱۹۹۰مه لسیزه کې په مکسیکو کې د «ریفورما، میلنیو او ال يونورسال» ورځپاڼو ته په لیکولو سره پیل کړه او ډير ژر په دغه هیواد کې د تحقیقي ژورنالیستانو په مخکښ کتار کې ودریده. د هغې دغه کار د ۲۰۰۰م میلادي کال په پای کې په مکسیکو- ښار کې د هغې د پلار د وژني په هکله د هغې له تحقیقاتو سره نورهم پیاوړی شوو.

که څه هم د هغې د پلار د قتل موضوع تر اوسه پوري روښانه شوې نه ده، خو هغه په دې اړه هغو قضايي افتضاحو ته چې دولت پرې سترگی پتې کړي وې او قانون ماتولو مسایلو ته ځیره شوه.

په۲۰۰۱م کال کې هیرناندیز د «وینسنتې فوکس» د جمهوري ریاست په دوره کې د نامتعادلو لگښتونو په هکله د څیړنو په خاطر د مکسیکو ملي ژورناليستي جایزه وگټله. په کلیفورنیا کې له مکسیکويي نجونو څخه د جنسي استفادې او د مریتوب کار په هکله د رپوټ ورکوو له پاره هغې په ۲۰۰۳م کال کې د یونیسف جایزه ترلاسه کړه.

تبعید د زړور ژورنالیزم له پاره د جایزې په توگه

د خپل تحقیقي ژورنالیزم کاري نمونې هیرناندیز په خپلو دوو کتابونو کې هم لیکلي دي. یو دغه کتاب چې په ۲۰۱۰م کال کی خپورشوو. د: «سنوریس دل نارکو» چې ترجمه يې: «د مخدره موادو هیواد: د مکسیکو د نشه یې توکو سرداران او د هغوی پلرونه» دی. په دغه کتاب کې دغه ژورنالیسته روښانه کوي چې څرنگه سیاست، پوځ او اقتصاد د نشه يي توکو له غټو سوداگرو سره همکاري کوي او یو بل ته لاس ورکوي.

د دغه کتاب له لیکلو سره هغه په نړۍ کي مشهوره شوه. خو د خپلې دغې زړورتیا له پاره هیرناندیز یوه ډيره غټه بیه هم تحویل کړه: د هغې پر ضد د قتل گواښوونو او د هغې د شخصي ژوند پر شا و خوا باندي حملو هغه مجبوره کړه چې په لومړي سر کې امریکا متحده ایالاتو ته کډه وکړي او وروسته يې په اروپا کې تبعیدي ژوند پیل کړ.

په ۲۰۱۶م کال کې د «له وردادیرا د ایگوالا» یا «په مکسیکو کې یو عام قتل» تر عنوان لاندې د هغې بل کتاب خپور شوو. دغه کتاب په ۲۰۱۸م کال کې په انگلیسي هم ترجمه شوی دی. هغې په دغه کتاب کې هغه څیړنه خپره کړې ده چې د مکسیکو د «گوییرو» په ایالت کې په ۲۰۱۴م کال کې د ۴۳ محصلینو د قتل د پیښې په هکله یې کړه ده. د دغو محصلینو د قتل عاملین لا تراوسه موندل شوي نه دي. خو دغې ژورنالیستي، څرنگه چې خپله وايې، لږ تر لږه د دې له پاره چې د پیښې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو غږ اوچت کړي، خپله هڅه یې کړې ده.

د ژوند له پاره له خطره ډک کار

د هیرنانندیز د خپلې وینا له مخې هغه لا تراوسه خپل هیواد ته له بیرته ستنیدو سره د خطر احساس کوي. په ۲۰۱۲م کال کې د یوې جایزې د ترلاسه کولو پر وخت دغې ژورنالیستې وویل: «د سکوت ماتول ښايي له مرگ سره جوخت وي.»  د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کې د خپل دوهم کتاب له پاره د څیړنې پر وخت، د هغې یوه منبع (یو شخص) په رڼا ورځ پر سړک ووژل شوو. هغه یادونه کوي، خو سره له دې هم هغې د ویرې احساس ونه کړ: «زه باور لرم: کله چې زه پر یوې تیاره رڼا اچوم، دا زما د شخصي امنیت په پرتله ډير مهم دی.»

له ۲۰۱۵م کال راهيسي لومړۍ جایزه گټونکې

هیرناندیز لومړۍ ښځه ده چې د دویچه ویله د بیان د آزادۍ په جایزې ویاړل کیږي. په ۲۰۱۵م کال کې دغه جایزه سعودي بلوگ لیکونکي رائف بدوي چې لا تراوسه په زندان کې دی، تر لاسه کړه. په ۲۰۱۶م کال کې دغه جایزه د ترکیې د ورځپاڼې «حریت» د هغه وخت سرلیکوال سدات ارگین ته ورکړل شوه. یو کال وروسته له هغې دغه جایزه د متحده ایالاتو د سپیني ماڼې د «خبریالانو انجمن» او په ۲۰۱۸م کال کې ایراني سیاست پوه، صادق زیبا کلام ته ورکړل شوې.

د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه د د دغې رسنی د ستري نړیوالي رسنیزې کلیزې لمانځنې «گلوبل میدیا» د غونډي مهم لمانځنه ده. سږنۍ گلوبل میدیا بیاهم په بن کې د می مياشتي پر ۲۷ او ۲۸ دایریږي. سږکال د «نړیوال کنفرانس مرکز» چې د گلوبل میدیا د غونډي ځای دی، له څه ناڅه ۱۰۰ هیوادونو څخه د ۲۰۰۰ مېلمنو انتظار کوي، ترڅو په میدیا او سیاست کې پر روانو تحولاتو باندي بحثونه وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب