1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله ۷۰مه کلیزه؛ د نړۍ په کړکيچونو کې مهم ځای خپلول

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

۷۰ کاله مخکې دویچه ویله د یوې بهرنۍ رسنۍ په توګه خپل فعالیت پیل کړ. دا هغه وخت وو چې سړه جګړه حاکمه وه. نن سبا هم ډېر نوي چيلنجونه په مخ کې پراته دي.

Die Deutsche Welle wird 70

د ۲۰۲۲م کال د مارچ په پیل کې د دویچه ويله خبریال، یوري ریشیتو رپوټ ورکړ چې «زما پر پاسپورت باندي د وتلو سرې ټاپې لار راته خلاصه کړه. د روسیې له فدراسیونه وتل او اروپايي ټولنې ته ورننوتل. تر نیمه شپې لږ مخکې مې وکولای سول د روسیې خاوره پریږدم.»

د اوسکار مارتینیڅ له پاره د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه

د دویچه ويله د مسکو د ستوډیو مشر، ریشیتو د ژمي په یوه سړه شپه کې، ۱۴ میاشتي مخکې د روسیې د ایوانګورود او استونیا د ناروا ښار تر منځ  سرحدي ویالې پر سر د یوه اوږد پُل له لاري سفر وکړ. په روسیه کې د دويچه ویله د وروستي کارکوونکي په توگه. نوموړي داسي یو هیواد پریښود چې د هغه پر کار او کار فرما يې بندیز ولگاوه. دویچه ويله ته د کریملن مشرتابه د«بهرني جاسوس» په سترگه گوري.

په بهر کی د دویچه ویلی خبریال یوري ریشیتوانځور: DW

«له حده ډېر فشار»

 دویچه ویله په دغو ورځو کې ۷۰ کلنه کیږي او په روسیه کې یې د فعالو همکارانو دغه ډول بیلگه ښیی چې: مطبوعات په ټوله نړۍ کې تر فشار لاندي راغلي دي. د دویچه ویلی عمومي رئیس پېتر لیمبورگ وايي: « پر رسنیو باندي فشار ډیر زیات دی او له همدې کبله زموږ دنده د پخوا په شان ډیره زیاته مهمه ده.» 

د افغان خبریالانو له پاره د دویچه ویله اکاډمۍ د روزنيز پروګرام دويم پړاو

د دویچه ويله له «Travel Security and Emergencies» يا سفر د امنيت او بيړنۍ څانگې سره په دا وروستیو کې دومره ډیری ځلي تماس نيول سوی چې تر اوسه یې ساری نه درلود. په هغې کې ښایي په آلمان کې د ښی اړخو د مظاهرو ستونزه هم شامله وي. خو تر هر څه دمخه د نړۍ په نورو برخو کې زموږ د همکارانو په هکله اندیښنه مهمه ده لکه په روسیې، افغانستان اود افریقا او لاتین امریکا په ځینو هیوادو کې. د «ایمرجنسي» د ځینو همکارانو په حواله ځینی وخت یو څوک د لنډ وخت له پاره کيدای سي نیول سوی وي، او یا هم تر یوه مجهوله برید لاندي راغلی وي. تل د خبردارۍ الارم آماده وي.

په آلمان کې ډیری وخت داسي پیښې نه معلومیږي. د فبرورۍ په پیل کې د دویچه ویله د عربي څانگی مشهور نطاق او خبريال، جعفر عبدالکریم او د هغه ټیم مجبور سو، تر گواښونو وروسته خپل پلان سوی پروگرام لغوه کړي او په بیړه عراق پریږدي. د عبدالکریم په خبره هغوی په دې ډول په وار وار سره تر فشار لاندي راغلي دي.

جعفر عبدلکریم په بغداد کی د ځوانانو له پاره د یوې خپرونی د وړاندي کولو په حال کیانځور: DW

دا څه په ۲۰۲۳م کال کې د دويچه ويله د رسنیو نړۍ برخه جوړوي . دغې رسنۍ ۷۰ کاله مخکې د دولت په ملاتړ وینا سره خپل فعالیت پیل کړ: »په لیرو پرتو هیوادونو کی درنو اوریدونکو...« د جرمني د ولسمشر تیودور هویس په پرانيستونکي وینا سره ، دویچه ویله د ۱۹۵۳ م کال د می پر دریمه خپل نشرات پیل کړل. د خپرونی د پیل کیدو په ویاړ وویل سول چې «په بهر کې به اوریدونکو ته له آلمان څخه یو سیاسي، اقتصادي او کلتوري تصویر وړاندي سي.»

دویچه ویله د لنډو څپو د یوې رسنۍ په توګه له کلن ښار څخه خپل فعالیت پیل کړ او په اول سر کې یې یوازي په آلماني ژبه د نړۍ په ډیرو برخو کې اوریدونکو ته خپرونې درلودې. په ۱۹۵۴م کال کې بهرنۍ ژبې وراضافه سوې. په ۱۹۹۲ م کال کی تلویزون راغی او تر هغه وروسته آنلایني وړاندیزونه. 

په بن کی د دویچه ویلی اوسنۍ ودانۍانځور: imago/epd

د لنډو څپو وخت نور تیر سوی دی. د عمومي مشر پیترلیمبورګ په خبره : «موږ د ديجيتالي کيدو پروسه کې بريالی شو او ستراتيژي مو په څرګند ډول تعریف کړه. موږ یوه نړیواله رسنۍ یو چې زموږ پر کاروونکو باندي تمرکز لرو.»

نن ورځ دغه رسنۍ پر انترنت، ټولنیزو رسنیو او شریکو شبکو سره پر همکارۍ ولاړه ده. پيتر لیمبورگ له ۹ نیمو کلونو راهیسي ددغي رسنۍ په مشرتابه کی دی او ددغي رسنۍ نړیوال اهميت یې لا پسې زیات کړی دی.

GP/BS/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب