دغي څپې د کوچنیو خطرناکو ذراتو اندازه ۲،۵ «پي ام» ته لوړه کړه چي د ډهلي په ځینو برخو کي د بين المللي تعین سوي حد څخه ۲۰ برابره هم پورته ده.
د موټرو او فابریکو د گازونو له کبله د دغه ۲۰ ملیوني ښار اوسیدونکي بې له هغه د دوامداره لوگي تر اغیز لاندې دي. دغه ستونزه هغه وخت ډیریږي چي د ښار په شاوخوا کي بزگر ریبل سويو کروندو ته اور اچوي.
په دغه ښار کي د هوا د مخ پر ډیریدونکې ککړتیا له کبله د هندوستان ستري محکمې د دیوالي میلې پر مهال د پټاکیو استعمال او اورلوبي بندي کړې خو د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر پر ۲۷مه) ډیرو لږو کسانو دغه ممانعت مراعت کړ.
د ۲،۵ «پي ام» کوچنیي ذرات کیدای سي د وینې له لاري سږو ته داخل سي او بیا تنفسي او د زړه سختي ناروغۍ رامنځته کړي.
دیوالي د هندوانو مذهبي جشن دی چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې لمانځل کیږي. دغه جشن ته د رڼاګانو جشن هم ویل کیږي. د دغه جشن د لمانځلو پر مهال د کورنۍ غړي او خپل خپلوان یو بل ته ډالۍ ورکوي او خاص عبادت کوي.
انځور: Reuters/Ahmad Masoodد دیوالي د جشن پر مهال زیاتره ښځې پر لاسونو نکریزي ږدي. نو له دې کبله په دې کار کې د مهارت لرونکو کسانو موندل آسانه کار نه دی. دا د دغه خلکو له پاره د کال په اوږدو کې د پیسو د ګټلو ښه فرصت وي.
انځور: Reutersزیاتره هندوان پر دې خبره باور لري، چې له دیوالي مخکې د سرو زرو رانیول د نیمکرغۍ نخښه وي او په دې سره شتمني راځي. له دې کبله په همدي ورځ د «لکشمي دیوي» چې هغوی یي د مال او خوشحالۍ دیوي بولي عبادت کیږي.
انځور: AFP/Getty Images/Narinder Nanuد دیوالي په ورځ د کور په انګړ کې رنګارنګ نقاشۍ کیږي. په دودیز ډول دغه انځورونه د کور عمومي دروازې ته څیرمه کښل کیږي. پر دې سربیره په کورونو کې ډیوې بلیږي او کور په ځانګړو سینګار توکو خایسته کیږي.
انځور: Reutersاور لوبې یا آتش بازي او همداشان پټاخې د دیوالي جشن لازمه برخه ګڼل کیږي.
انځور: Julia Smieleckiدیوالي داسې جشن دی چې د کورنۍ ټول غړي یي په ګډه لمانځي. یو بل ته ډالۍ ورکول کیږي او مټایي یا خواږه ویشل کیږي. دغه جشن هرکال د اکتوبر میاشتې له نیمایي څخه د نوامبر میاشتې تر نیمایي پورې موده کې یوه ورځ لمانځل کیږي.
انځور: UNIپخوا به د دیوالي د جشن پر مهال د کورونو او کوڅو د روښانه کولو له پاره په لاس جوړې شوې ډیوې کاریدلې. خو اوس د دې ځای له چین څخه راواردو شوو آرزانه څراغونو نیولی دی. له دې کار وروسته په هند کې په لاس د ډیوې جوړونکو کاروبار له خطر سره مخامخ دی.
انځور: Reutersډیر خلک په دې خبري باور لري چې د دیوالي په ورځ تاسې د یوه چار کور ته پرته له ډالۍ ولاړ شئ نو دا به په دې معنی وي چې تاسې د کوربه نیکمرغي نه غواړی. د دغه جشن پر مهال ډیر شرکتونه خپلو کار کوونکو ته تحفې ورکوي او یا هم اضافه پیسې.
انځور: Reutersپه هند کې یوازې هندوان دیوالي نه لمانځي. دا انځور د هند د اتر پردیش ایالت د مرزا پور، ښار دی چیرې چې د دیوالي پر مهال مسلماني نجونۍ له یو او بل سره په دوستۍ کې د ژوند تیرولو له پاره دعا کوي. په هند کې لږکي هم د دیوالي جشن لمانځي.
انځور: UNI