د راتلونکي وخت هوایي ډگرونه به څرنګه وي؟
۱۳۹۵ خرداد ۱۴, جمعهکه څه هم نن ورځ موږ له خپلو خپلوانو، دوستانو او کاروباري شریکانو سره د بیلا بیلو انټرنیټي شبکو له لارې تړلي یو، خو بیا هم موږ غواړو چې له هغوی سره له نزدې او مخامخ ووینو او ښایي په راتلونکي کې به هم داسې وي.
ښایي موږ به په یوه داسې موټر کې سفر کوو چې بې له چلوونکي به سفر کوي او یا هم د تیز سرعت لرونکي اورگاډي کې. او که چیرې سفر اوږد وي نو الوتکه به د سفر کولو له پاره انتخاب وي. خو نن سبا هوايي ډگر او یا له هوایي ډگر څخه بیرته خپل کورته سفر کول، د اسنادو کتل او انتظار کول په خپله یوه ماجرا ده.
د ځیني ښارونو په دننه کې هوایي ډگرونه شته خو هغه یوه استثنا ده. د دې پر ځای نن سبا په لویو ځمکو د هوایي ډگرونو جوړیدل دود دي.
خو ښایي په راتلونکي کې دغه څه بدلون ومومي، خو که چیرې د ځینو محصلینو او څیړونکو د راتلونکې په هکله تصور حقیقي بڼه ومومي. دغه طرحه هغوی په برلین کې په نړیوال فضایي نندارتون کې وړاندې کړه.
د ښارونو په دننه کې دغه هوایي ډگرونه د"CentAirStation" په نوم نومول شوي دي او د "CityBird" ډوله الوتکو له پاره په پام کې نیول شوي. دغه ډول الوتکې د لنډې ځغاست لیکې څخه د الوتنې او ناستې له پاره ډیزاین شوي دي.
څو پوړیز هوایي ډگر
"سینت ایر ستیشن" ۶۴۰ متره اوږدوالی او ۹۰ متره پلن والی لري. دغه څه د ځغاست لیکي اوږدوالی او پلن والی دی او په خپله د هوایي ډگر ودانۍ به هم په دغه اندازه وي. لکه د یوې الوتکې انتقالونکې بیړۍ په اندزاه، خوا دا به کومه بیړۍ نه وي بلکه یوه ودانۍ به وي.
له دغه هوایي ډگر څخه به په کال ۱۰،۵ میلیونه انسانان تگ راتگ وکولای شي. آن تر پنځلس میلیونه پورې د دغه شمیر د لوړیدو امکان شته. په دې ترڅ کې باید سینت ایر ستیشن، هره ورځ ۱۶ ساعته الوتنو ته چمتو وي او په اوسط ډول په یوه ساعت کې ۳۰ الوتنې تر سره شي.
نوې مرغۍ
سټي برډ، نومې الوتکه په څیړنیزه طرح کې د گڼې گوڼې ډکو ښارونو اړتیاو د پوره کولو په موخه طرحه شوې ده. څیړونکې ډلې له شور څخه ساتنه، خوندیتوب او د لنډ واټن ځغاست لیکې ته ځانگړې توجه کړې ده.
دا چې یوازې په ۶۴۰ متره ځغاست لیکې څخه الوت او ناسته امکان ولري، د الوتکې وزورونه په ځانگړي شکل په پام کې نیول شوي دي. وزورنه له اړخونه څخه د پورته پر لور راسته دي، څو په کم سرعت سره الوتکه پرواز وکړی شي.
د انځور متن او شمیره: په ترمینل کې ډیر وخت نه شته: تر ۱۵ وروسته باید سټي برډ الوتنه وکړي.
پر دې سربیره د کتاپولت یا منجنیق سیستم پلان شوی دی څو د الوتکې سرعت گړندی کړي. پر دې سربیره د امنیتي دلایلو له کبله د الوتنې د لغوه کولو له پاره هم یو سیستم (Rejected Take-off, RTO) پلان شوی دی. دغه سیستم په بیړني حالت کې بریک نیسي او الوتکه خوندي کوي.
د ترمېنل دننه
تر کښیناستو یوازې ۱۵ دقیقي وروسته باید الوتکه د نوو مسافرو سره الوتنې ته چمتو وي. په دغه وخت کې باید مسافر په الوتکه کې د تیلو اچولو او په راتلونکي وخت کې د برقي الوتکو د بیټریو د بدلولو پر مهال له الوتکې کوز شي او نور نوي مسافر الوتکه کې کښیني.
دا چې مسافر احتمالا ژر الوتنه وکولای شي او بیرته ژر له هوایي ډگر څخه ووتلی شي، نو هوایي ډگر ته عمودي لارې په نظر کې نیول شوي چې برقي زیني او لفتونه دي. د الوتکې تر ناستې وروسته له هوایي ډگر څخه وتلو له پاره ښایي لس دقیقي بسنه وکړي.
د انځور متن او شمیره: سینت ایر ستیشن د گڼې گوڼې ښارونو له پاره په نظر کې نیول شوي
سټي برډ الوتکه به د هوایي ډگر له منځ څخه د یوه لفت په واسطه ځغاست لیکې ته پورته کیږي. له هوایي ډگر څخه به د اور گاډو پټلۍ هم تیریږي او مسافر به وکولای شي چې په تیزو اورگاډو کې هم تر هوایي ډگره سفر وکړي. هغه مسافر چې د موټر، موټرسایکل او یا نور عامه ترانسپورت په واسطه سفر کوي، سېنت ایر ستیشن، ودانۍ ته به له اړخونو څخه ورننوتلی وشي. هر پلیټ فارم له هوایي ډگر سره د لفتونو او برقي زینو له لارې تړل شوی دی.
دغه طرحه د «گلاسکو سکول آف آرت» د شاگردانو او ساینسپوهانو له لوري جوړه کړې شوې ده.