د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی دی چې له پاکستانه د اخراج شويو افغانانو سره د عاجلي مرستې له پاره ۲۷،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي.
اعلان
د ملګرو ملتونو دې ادارې د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې دي چې له پاکستانه راشړل شوې افغانان د ناهیلۍ او لوږې سره مخ دي او هر څه عاجل باید ورسره مرستي ترسره شي.
د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو ډېرو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي څو له دغه هیواده د افغانانو ایستل ودروي، خو پاکستان بیا نه یوازي دا چې د یادو سازمانونو غوښتني نه دي منلي، بلکي وایې چې ټول هغه کډوال له خپل هیواده باسي چې د اوسیدو اسناد نه لري. په دې کي ۱،۷ میلیونه افغانان شامل دي.
د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې ده چې د نومبر مياشتي له لومړی نیټې څخه تر اوسه پوري څه د پاسه ۳۷۰ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوې او یا افغانستان ته د ستنیدو له پاره مجبوره شوي دي.
د خوړو نړیوال سازمان وایې چې په افغانستان کې د ژمې د رارسیدو سره سم د بودیجې له کمښت سره مخ دي او د اړمنو کسانو سره د مرستي امکانات مخ پر کمیدو روان دي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مسئول هسیاو وای لي، وایې «له پاکستانه د راستانه شوي افغانانو د ملاتړ او په ژمې کې له دوی سره د مرستي له پاره موږ ۲۷،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو .»
لي، همداراز زیاته کړې ده چې یوازي څو اونۍ ژمې ته پاتې دي، دا په داسي حال کې ده چې افغانستان لا د ورستیو ویجاړونکو زلزلو او په دغه هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت له کړکیچ څخه نه دی راوتلی.
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو هغه غوښتنې رد کړي چې په ټولیز ډول دې کډوال نه اخراجوي. طالبانو هم له پاکستان غوښتي و چې دغو کډوالو ته دې وخت ورکړل شي څو بيرته ستنېدو له پاره ځانونه چمتو کړي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
«نه غواړم مړه شم»
یو شمیر افغانانو پاکستان کې اعتراضونه هم وکړل. دغو کډوالو ویلي دي د یو شمیر ګواښونو له امله نشي کولی، افغانستان ته ولاړ شي. دغو اعتراض کوونکو چې ښځې هم پکې شاملې وې، یو شمیر شعارونه لیږدول لکه: «نه غواړم مړه شم» او یا هم «بیرته ستنیدل ودروئ».
انځور: Ali Kaiffee/DW
د خلکو او لاريو اوږده کتارونه
د چهارشنبې په ورځ او همدا راز نن، پنجشنبه هم د خلکو او لاريو اوږده کتارونه په تورخم کې په تمه دي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
نه پاتېدلی شي او نه یې هم تللو ته زړه ښه دی
لسیزې کیږي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه دی. له دوی څخه یې ډیر شمیر قانوني اسناد هم ترلاسه کړي. پر دې سربیره لاهم ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دغه کډوال داسې یوه هیواد ته ستنیږي چې له اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دی.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
افغان کډوال د اخراج په یوه مرکز کې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له بیا راتلو شاوخوا ۶۰۰ زره کډوال پاکستان ته تللي دي. لکه څنګه چې دغو انځورونو کې ښکاري یو شمیر کډوال لندي کوتل کې د کډوالو په یوه مرکز کې د بیرته ستندیو لپاره راټول شوي.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
ولې افغانان له پاکستانه ایستل کیږي؟
شنونکي وايي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي ډېروالی، اقتصادي کړکېچ او د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکو ترینګلتیا د دغه ډله ایز اخراج لاملونه دي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
انځورونه1 | 11
مخکې له دې هم د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالي ټولني څخه د لس میلیونه یورو مرستي غوښتنه کړې وه، څو له پاکستانه د راستانه شوي افغانانو له پاره روغتیایې مرستي چمتو کړي.