1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راشد خان وضعیت اوس څنګه دی؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اسفند ۲۲, دوشنبه

د افغانستان د کرېکټ د شل اوریزو لوبډلمشر او د کرېکټ د نړۍ وتلی لوبغاړی راشد خان، د یکشنبې په ماښام د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالیو په یوه لوبه کې د توپ وهنې پر مهال پر سر لګیدلی.

د افغانستان د کرېکټ د شل اوریزو لوبډلمشر راشد خان
د افغانستان د کرېکټ د شل اوریزو لوبډلمشر راشد خانانځور: ISHARA S. KODIKARA/AFP

د افغانستان د کرېکټ د شل اوریزو لوبډلمشر او د کرېکټ د نړۍ وتلی لوبغاړی راشد خان، د یکشنبې په ماښام د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالیو په یوه لوبه کې د توپ وهنې پر مهال پر سر لګیدلی. راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبیږي چې د یکشنبې په ورځ د کراچي کینګز پر وړاندې لوبه کې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

دغه افغان ستوري بېټنګ کاوه چې یو تیز توپ یې پر هېلمټ ولګید. تر دې وروسته هغه له لوبې هم بهر شو. 

لاهور قلندرز لوبډلې د نوموړي د ټپي کیدو په اړه لنډ لیکلي: «شاهین لومړنی لوبغاړی وو چې له باونسر وروسته راشد خان ته ورسېد.»

اړوند مطلب: د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان بری او د راشد خان نوي ریکارډونه

د افغانستان کرېکټ بورډ هم تائیدوي، چې راشد خان د پاکستان په تجارتي لیګ کې برسېرن ټپي شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ یوه مطبوعاتي مسؤل دویچه ویله ته وویل چې ډاکټرانو راشد خان ته د ۲۴ ساعته ارام کولو سپارښتنه کړې ده: »راشد خان ته د ۲۴ ساعته استراحت ورکول دا څرګندوي، چې د هغه ټپ د اندیښنې وړ نه دی. هغه ښه دی.»

د کرېکټ بورډ دغه مسؤل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ سیالۍ کې د راشد خان د ګډون په اړه وایي: »انشاالله چې راشد خان به په دې لوبو کې لوبیږي.»

اړوند مطلب: کریکټ: د استراليا ټيم پاکستان ته تللې؛ راشد خان د پي سي ال په پایلوبه کې نه لوبيږي

تېره شپه لاهور قلندرز د کراچي کینګز پر وړاندې خپله لوبه وبایلله. د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د لاهور قلندرز لوبډله د ملتان لوبډلې سره لوبه لري، خو د راشد خان ګډون پکې نا څرګند دی. 

په پام کې ده چې په روانه مارچ میاشت کې د افغانستان کریکټ لوبډله له پاکستان سره درې شل اوریزې لوبې ولري.

ټاکل شوې چې دا لوبې د افغانستان په کوربتوب د مارچ له ۲۴ تر ۲۷ نیټې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب