د راډيو نړيواله ورځ
۱۳۹۳ بهمن ۲۴, جمعه دا چې ویل کیږي راډیو د جنگ ځپلو سیمو اغیزمنه رسنۍ ده، ښايي بې ځایه نه وي. د لومړي نړیوال جنگ په ترڅ کې ساینس پوهانو هڅه وکړه چې د بې سیم مخابراتو د تخنیک څخه په گټي اخيستني سره، دغسي یوې رسنۍ ته وده ورکړي.
د ۱۹۱۹م کال د نومبر مياشتي پر شپږمه د يوې هالندۍ فابریکې خاوند «هانزو شوتانوس شتریگا ایدزیردا» په دنهاگ کې له خپل شخصي کور څخه لومړی مشهور راديويي پروگرام خپور کړ.
د شلمي پیړۍ له سره د راډیو د پيدايښت تاریخ هم پیل شوو، دغه تاریخ د تليفون او بې سیمه تیلگراف سره يوځای وو. دا هغه وخت وو چې په فزیک کې د بریښنا او مقناطیس په برخه کې څېړني او پرمختگ روان وو.
د تلویزیون، انترنیت او ټولنیزو شبکو د بې سارو پر مختگو سره سره، راډیو خپل ځای ساتلی دی. په پرمختللو هیوادونو کې هر موټر چلونکی که د خپل کار خواته روان وی او که کوم بل چیري د سفر نیت لري رادیو د هغه ملگرې ده.
په افریقا کې د ميلیونو انسانانو د معلوماتو سرچینه
نن په ټوله نړې کې د فبرورۍ ۱۳مه د «راډیو نړیواله ورځ» لمانځل کیږي. خو دغه لمانځنه په بل هیڅ هیواد کې دومره د پام وړ نه ده، لکه په افریقايي هیواد کانگو کې.
په دغه هیواد کې نزدې۲۰۰ راډیويي ستېشنونه شته چې دا تر ټولو تلویزيوني او چاپي رسنیو دوه برابر ډیر دي.
د کانگو په دیموکراتیک جمهوریت کې له کلونو راهيسي کورنی جنگ روان دی. یو مشهور متل وايي: «په جنگ کې رښتیا لومړۍ قرباني ده»، ځکه په جنگ کې نه یوازي په وسلو، بلکې په خبرو او نظریاتو سره هم جنگ کیږي. د رښتینو معلوماتو لاس ته راوړل هسي هم یو آسانه کار نه دی.
د کانگو دیموکراتیک جمهوریت په پلازمېنه، کینشاسا کې نزدې لس ميلیونه خلک ژوند کوي. د هغوي یو ستر اکثریت په پوره لیوالتیا راډیوگاني اوري. د راډیو یو مینه وال وایي کله چې «زه هر سهار له خوبه راپاڅم د خپل موبایل تلیوفن له لارې راډيو اورم.»