1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

د راډیو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې ډیرې راډیوګاني بندي شوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبه

مسؤلین وایي، له هغه وخت چې طالبان واک ته رسېدلي دي، تر اوسه کابو ۱۰۰ راډیوګانو نشرات بند شوې دي. هغه راډیوګانې چې اوس هم فعالیت لري، د اقتصادي ستوونزو له امله یې نشرات راکم کړې دي.

Afghanistan Taliban Medien
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د فبرورۍ ۳۱مه د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي، خو په افغانستان کې راډیوګانې له څو اړخو له ستوونزو سره مخ دي او څه کم سل راډیو ګانې په وروستي یو نیم کال کې تړل شوې دي.

په افغانستان کې د سیمه ایزو راډیوګانو مسؤلین وایي، اقتصادي ستوونزې، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د موسیقۍ نشرولو بندیدو، پر ښځو او نجونو محدودیت، د برېښنا لګښت زیاتوالی او یا د برېښنا قطع کیدو له ډېرو ستوونزو سره مخامخ کړي دي.

اړوند مطلب: د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د رسنیو د حقونو درناوی وکړي

په خوست کې د غرغښت راډیو د امتیاز څښتن او مسؤل سخي سرور میاخیل وایي، د اقتصادي ستوونزو له امله یې په ورځ کې د راډیو ۱۸ ساعته نشرات ۹ ساعتونو ته راکم کړي دي.

میاخیل وویل: «د اعلاناتو ټیټوالی او د عایدو کمښت، د ښځینه کارکوونکو نه شتون، د طالبانو له لورې د موسیقۍ او کنسرتونو پر نشرولو بندیز، په خوست کې د راډیوګانو مهمې ستوونزې دي.»

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وړاندې، سلګونه راډیوګانو فعالیت لاره، چې خپل لګښتونه یې د سوداګریزو اعلانونو او نړیوالو مرستو څخه ورکول کیدل، خو د نشراتو عمده برخه یې د تفریحي او موسیقۍ پروګرامونه وه.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، طالبانو دغه رسنۍ مستقیمآ بندې نه کړې، خو نشرات یې په جدي توګه محدود شول او اجازه نه لري چې موسیقي او د طالبانو له لیدلوري مخالفې خپرونې نشر کړي.

میاخېل وایي چې اوس راډیویي پروګرامونه په خبرونو، په ورشي خپرونو، د ځوانانو چارو او ګردي میزونو ډکوي. هغه وایي چې د محدودیتونو رامنځته کیدو له امله د سیمه ایزو راډیوګانو اوریدونکي کم شوي دي: «ځوانان موسیقي او سندرې خوښوي، خو ورباندې بندیز د دې لامل شوی چې اوریدونکي لږ شو.»

اړوند مطلب: طالبانو په افغانستان کې د دوو نړیوالو رسنیو نشرات بند کړي

برېښنا ته د خلکو د نه لاسرسي په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې او همدارنګه د سواد د کچې د ټيټوالي له امله راډیو د افغانستان له مشهورو رسنیو څخه ده، خو په تېر یو نیم کال کې د دغو سیمه ایزو راډیوګانو ډېری برخې بندې شوې دي.

د بېلګې په توګه په باميان ولايت کې څلور خصوصي راډيوګانې او يوه دولتي راډيو فعاله وه، خو د دوو راډيوګانو خپرونې بندې شوې او دوې خصوصي راډيوګانې او يوه دولتي راډيو د ورځې له درېیو تر نهو ساعتونو پورې خپرونې کوي.

د باميان راډيو مسؤل مدير علي عرفان وايي، دغه راډيو په ٢٠٠٣م کال کې جوړه شوې او د خلکو په منځ کې يې ښه مقام خپل کړى و، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې کارکوونکي کم شوي دي. 

عرفان وويل: «د اقتصادي ستونزو او د برېښنا د نشتوالي له امله د باميانو راډيو د خپرونو ساعتونه له ١٢ ساعتونو څخه ٩ ساعتونو ته راټيټ شوي دي.»

 د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خبریالانو د ملي اتحادیې څېړنه ښيي، چې په سلو کې ۴۸ ویډیويي، غږیزو او چاپي رسنیو خپل نشرات بند کړي دي.

اړوند مطلب: سپنتا افغانستان «د ښځو له پاره دوزخ» بللی

 د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې ویاند منصور لطفي دویچه ویله ته وویل، چې د جمهوریت پر مهال له ۳۰۰ فعالو راډیوګانو څخه دا مهال ۲۰۰ راډیوګانې نشرات لري: «د اقتصادي ستونزو، محدوديتونو او د قانوني خونديتوب د نشتوالي له امله له سلو څخه د زياتو راډيوګانو خپرونې بندې شوې دي.»

اقتصادي ستونزې د دغه شمېر راډیوګانو د بندېدو یوازینی لامل نه دی. په تېر یو نیم کال کې په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي، وهل شوي او شکنجه شوي دي. د طالبانو له لورې سانسور په دومره کچه دی، چې کورنۍ رسنۍ نشي کولی د طالبانو انتقادي پروګرامونه نشر کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي پر خبریالانو او رسنیو هر ډول فشارونه ردوي او وايي چې د «ملي ارزښتونو او ملي ګټو» په چوکاټ کې د خبریالانو په فعالیتونو کې کومه ستونزه نشته.

انځور: Mohammad Jan Aria/Xinhua/picture alliance

 د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «د رسنیو د جرمونو مالیه معاف شوې او پاتې مالیه به د دریو کلونو په موده کې په قسطونو کې ورکولی شي. هڅې روانې دي چې د رسنیو ځواک له سوداګریز حالت څخه خدمت ته واړوي.»

 قانع د سلو څخه د زياتو راډيوګانو د خپرونو د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې او په سياسي او ګوندي کسانو پورې د دغو رسنيو تړل کېدل ګڼي او وايي چې اوس په افغانستان کې د ٢٠٠ راډيوګانو په ګډون له ٣٦٧ زياتې رسنۍ فعالې دي.

 په افغانستان کې لومړنۍ راډیو شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې د امان الله خان په وخت کې په خپرونو پیل وکړ.

په ۲۰۱۲م کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فبرورۍ دیارلسمه د راډیو نړیواله ورځ اعلان کړه.  سږ کال دا ورځ د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونیسکو) له خوا د «راډیو او سولې» تر عنوان لاندې لمانځل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب