1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنیو د آزادۍ په اړه د اروپايي اتحادیي نوی قانون

۱۴۰۲ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د اروپا د رسنیو د آزادۍ قانون هدف د اروپایي اتحادیي په ټولو غړو هیوادونو کې د خبري سازمانونو د آزادۍ تضمینول دي. د رسنیو د آزادۍ ملاتړ کوونکو د دې نوي قانون هرکلی کړی دی.

BG I Cover und Titelbilder der Amtszeit Angela Merkels
انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

اروپايي پارلمان د مارچ میاشتې په ۱۳ نیټه له سیاسي مداخلې څخه د ژورنالیستانو د ژغورنې په خاطر یو نوی قانون تائید کړ. د دې قانون هدف د رسنیو آزادۍ ته له متوجه خطرونو سره مقابله کول دي.

د «یوروپين میډیا فریډم ایکټ» په نوم دغه قانون په ټوله اروپایي اتحادیه کې د رسنیزو بنسټونو او مطبوعاتي سرچینو د ساتنې له پاره وضع شوی دی.

په دې قانون کې څه دي؟

د نوي قانون له مخې چارواکي اجازه نه لري چې د نیولو، نظارت، توقیف او پر رسنیزو ادارو د چاپو وهلو په څیر اقداماتو سره خبریالان او د رسنیو مدیران مجبوره کړي چې خپلې سرچینې ښکاره کړي.

په دې قانون کې پر شفافیت هم ټینګار شوی دی. په دې کې دا شرط هم ایښودل شوی دی چې د ملکي رسنیزو ادارو د مدیره هیئت د غړو انتخاب باید د یوې شفافې پروسې له طریقه وشي.

زیاته شوې ده چې د خپل کاري دورې له بشپړیدو مخکې، دغه کسان تر هغې پورې څوک له دندې نه شي لیري کولی، څو یې مسلکي ستندردونه نقض کړي نه وي.

سربیره پر دې د اروپایي اتحادیي په ټولو غړو هیوادونو کې خبرې آژانسونه او رسنۍ باید د خپلو مالکانو په اړه ټول معلومات ښکاره کړي، څو عام خلک په اسانۍ سره پوه شي چې کومې رسنیزې ادارې د چا له خوا کنترولیږي او کومې داسې ګټې دي چې د دغو ادارو د راپور ورکولو طرز اغیزمنوي.

 دا قانون اوس د «میتا» او «ایکس» په څیر ټولنیزې رسنۍ هم مجبوره کوي چې دوی به رسنیزې ادارې ته اطلاع ورکوي چې کله د هغوی د کومو ځانګړو موادو د حذف یا محدودولو اراده لري. دوی باید دغو ادارو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب