د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د یکشنبې په ورځ د شیعه ملېشو په زرونو تنه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» جنگیالیو پر ضد د جگړې له پاره چمتو شوي دي. د اسلامي دولت ډلې له خوا د رمادي ښار نیول، چې د پلازمېني بغداد په لویدیځ۱۱۰ کیلومترۍ کې پروت دی، په تیر یوه کال کې د عراق د ځواکونو له پاره لویه ماته بلل کیږي. د رویټرز خبري آژانس د رپوټ او د عیني شاهدانو او د پوځ د چارواکو له قوله د رمادي ښار ته څیرمه په یوه پوځي اډه کې درې زره شیعه ملیشې سره یو ځای شوی دي او د اسلامي دولت ډلې پر ضد د یرغل له پاره چمتووالی نیسي. یوه عیني شاهد د زغروالو موټرو د کتار د لیدو رپوټ ورکړی دی چې په وینا یې د عراق د حزب الله ډلي بیرغونه پر رپېدل او د پوځي اډې پر لور د حرکت په حال کې ول. له دې ټولو سره سره، ویل کیږي چې د عراق د لومړي وزیر حیدر عبادي، دا پریکړه چې رمادي ښار ته شیعه ملیشي راوغواړي ښایي د فرقه يي درز د ډېرښت سبب وگرځي، ځکه چې د رمادي ښار زیاتره اوسیدونکي سنیان دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې اوس د عراق حکومت په دې هڅه کې دی چې د انبار ولایت سني قبایل د شیعه ملیشو ورتگ ته واداره کړي. اسلامي دولت، چې پخوانی نوم یې داعش دی د رمادي ښار په تیرو دوو ورځو کې تر سختې جگړې وروسته ونیو. ملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې شا او خوا ۲۵ زره کسان د اسلامي دولت ډلي له خوا پر رمادي ښار باندي تر برید وروسته تښتیدلي دي. ويل شوي دي چې زیاتره دغه کسان د پلازمېني بغداد پر لور تللي دي. ملگرو ملتونو او نورو مرستندويو سازمانونو د کډوالو له پاره د خوارکي موادو، د څښاک د پاکو اوبو او طبي وسایلو د برابرولو او د هغوی له پاره د کمپونو پر جوړولو کار پیل کړی دی. خو په عراق کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې ویلي دي چې په دغه هيواد کې د مرستو رسولو ماموریت بودجه مخ پر خلاصیدو ده. د اسلامي دولت له خوا د رمادي ښار نیول د تیر کال په جون میاشت کې د موصل ښار تر سقوط وروسته د عراق حکومت له پاره ستره ماته گڼل کیږي.
د عراق په شمال کې د یزیدي بې ځایه شوو وضعیت
په زرونو یزیدیان د «اسلامي دولت» د ترورستي ډلې لله بيرې د سنجار غرونو ته کډه شوي دي. د امریکا دولت دغه سیمه په خپل هوايي مرستو سره تر پوښښ لاندی راوستلې ده. انځور: AHMAD AL-RUBAYE/AFP/Getty Images د«اسلامي دولت» په نوم ترورستي پاڅون پرمختگ د عراق په شمال کې سیاسي او منیتي بحران لا پسي ډیر کړی دئ. د ملگرو ملتونو سازمان د اټکلونو پر اساس په عراق کې یو ميلیون او ۲۰۰۰۰۰ تنه بی ځایه شوي دي. د یزیدي دین په زرونو پيروان د «اسلامي دولت» ډلي له بیري د سنجار غرونو ته تښتیدلي دي.
انځور: Reuters یزیدیان د عراق له هغو سیمو څخه چې د «اسلامي دولت» د ترورستي ډلې تر کنترول لاندی دي په بشپړه توگه شړل شوي دي. په زرونو دغه یزیدیان سوريې ته تښتیدلي دي. د عراق او سوريي سرحدي پوله.
انځور: Reuters د«اسلامي دولت» جنگیالیو، له هغوی څخه پېسې، قیمتي شيان او پاسپورتونه اخیستي دي. د دغو بې ځايه شوو ډيری بې له خپلو کاليو نور څه نه لري. یو شمیر ماشومان په روحي ناروغیو اخته شوي دي. همدارنگه۵۰۰ یزیدیان له خپل کور کلي څخه د شړل کیدو پر مهال وژل شوي دي.
انځور: Reuters بې ځايه شوو یزیديانو ته د خوراکي موادو او مرستو رسول، مرستندويو ټولنو ته آسانه کار نه دئ. د څښاک له پاره د پاکو اوبو نشتوالی د دغو کډوالو عمده ستونزه بلل کیږي.
انځور: Ahmad Al-Rubaye/AFP/Getty Images د روغتيايي امکاناتو د کمښت ستونزه د دارو درملو مرستو ته ډېره اړتيا لېدله کيږي. په عراق کې د کردستان د سرې میاشتي سازمان غړو وروسته د یوې اوږدې فاصلې وهلو څخه ځانونه د سنجاري غرونو ته د یزیدي بی ځایه شوو مرستي ته رسولي دي. ډیر شمیر دغه بې ځایه شوي ټپیان او یا هم ډیر کمزوري شوي دي.
انځور: Reuters ملگري ملتونه اټکل کوي چې د عراقي بی ځایه شوو او کډوالو شمیر یو ميلیون او ۲۰۰ زرو ته رسیږي. د عراقي کردستان ښارونه د مذهبي اقلیتونو په پیروانو ډک شوي دي. دغه بی ځایه شوي د اسلامي دولت د تروستانو له بیري د خپلو کورنو پریښودولو ته اړ شوي دي او اوس په داسي حالت کې ژوند کوي چې یوازي سرپناه لري.
انځور: picture-alliance/dpa د اربیل په سیمه کې د پناه غوښتونکو کمپ د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کميشنرۍ د اربیل ښار ته نږدې د کډوالو یو کمپ جوړ کړی دئ. په دغه کمپ کې کډوالو ته خېمې هم ورکړل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa له څو ورځو راهیسي د امریکايي ځواکونو باروړونکي الوتکي د سنجار په غرونو کې یزیدي بیځایه شوو ته خوراکي مواد او اوبه رسوي. دوی له نوري نړۍ سره هیڅ ارتباط نه لري، ځکه نو دغو مرستو ته ډیره اړتيا لري.
انځور: picture-alliance/dpa د عراق پوځ له خوا هوايي مرستي عراقي پوځ هم د څرخۍ الوتکو په وسیله دغو کډوالو ته د اړتیا وړ مرستي رسوي. د امریکا د پوځي کارپوهانو او مرسته رسوونکو ټیم په دې توانیدلی دئ چې د سنجار په غرونو کې دغو بې ځایه شوو ته مرستي ورسوي.
انځور: picture-alliance/dpa د ملگرو ملتونو سازمان په دې اند دئ چې اوس هم شاوخوا ۱۰۰۰ انسانان د گرمۍ او اوبو له کمښت سره مخامخ دي. د«سي ان ان» ارمریکايي تلویزون خبر ورکړی دئ چې د اسلامي دولت ترورستي ډلي د سنجار له غرونو څخه نزدې ۱۰۰ يزيدياني تښتولي دي.
انځور: picture-alliance/dpa د ښځو، کوچنيانو او ټپانو ژغورل مرسته رسوونکي ډلي کوښښ کوي چې په لومړي قدم کې ټپیان، ښځي او کوچنيان امن وسیمو ته انتقال کړي. د مرسته رسوني په بهیر کې یوه څرخۍ الوتکه هم رالوېدلې ده، ځکه چي تر ټاکلي اندازې ډیر کډوال پکښې سپاره ول.
انځور: picture-alliance/dpa په اروپا کې د یزیدیانو احتجاجونه په اروپايي هیوادونو کې د یزیدي اقلیت غړو د احتجاجونو په ترسره کولو سره د عراق په شمال کې له بی ځایه شوو سره د مرستې غوښتنه وکړه. دوی له یزیدیانو سره د لا زیاتي مرستې او وسلو استولو غوښتنه درلوده. په دغه انځور کې د آلمان په هنوور ښار کې یزیدي احتجاج کوونکي لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa