1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د روان کال تر پايه د کرونا ويروس واکسين تولیديدای سي»

۱۳۹۹ خرداد ۳۰, جمعه

د روغتيا نړيوال سازمان د ارزيابۍ له مخي امکان لري چي د سږکال تر پايه پوري د کرونا ضد يو يا دوه واکسينه توليد سي.

Symbolbild Impfung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Spata

د روغتيا نړيوال سازمان د علمي چارو مسئولي مېرمن سوميا سواميناتان، د پنجشنبې په ورځ په ژنيو کي وويل چي په دې اړه وړاندوينه ستونزمنه ده، خو که کارونه سم پر مخ ولاړ سي امکان لري چي د اوسنيو تحقيقاتو په پايله کي د څو سوو ميليونو کسانو له پاره واکسين توليد سي.

په نړۍ کي اوس د کرونا ضد واکسين جوړولو له پاره ۲۰۰ پروژې رواني دي، خو ډيري لږ ئې پر انسانانو باندي د آزمويني مرحلې ته رسېدلي دي.

سواميناتان په دې اړه وويل: «آن که لومړی او دوهم پړاو هغه نتيجه ور نه کړي لکه موږ چي ئې تمه لرو، بې هيلي بايد نه سو.»

هغې وويل چي يوه ستره ستونزه د واکسين د توليد ظرفيت دی. خو ځينو شرکتونو په دې برخه کي ښه پانگونه کړې ده. هغې په اطمينان سره ويلي دي چي د راتلونکي کال تر پايه پوري به د واکسين دوه ميليارده دوزه برابر سي.

هغې ويلي دي چي د روغتيا نړيوال سازمان له ټولو هيوادونو سره کار کوي څو يو داسي توافق وسي چي له مخي ئې د کرونا ويروس واکسين د لومړيتوبونو له مخي ووېشل سي. د روغتيا نړيوال سازمان د علمي چارو مسئولي ټينگار وکړ چي د واکسين د انحصار مخه بايد ونيوله سي. هغې زياته کړه چي د واکسين په ويش کي بايد روغتيايي کارکوونکو، پوليسو، پلورونکو، مسنه کسانو او هغه څوک چي د زړه ناروغي لري، لومړيتوب ورکړل سي.

د روغتيا نړيوال سازمان دغه چارواکي ټينگار وکړ دا چي د کرونا ويروس ضد واکسين جوړولو او تولید هڅي چټکي رواني دي، د دغه واکسين د مصونولو په برخه کي هم نه بايد بې توجهي وسي. هغې دا احتمال هم رد نه کړ چي د ټولو کسانو د واکسينولو اقدام کيدای سي جانبي اغېزې ولري، ځکه نو د دغه واکسين ريسک او گټي بايد ښه و ارزول سي. هغې زياته کړه: «په نړۍ کي هيڅ داسي شی نه سته چي ريسک ئې صفر وي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب