د روزگان ولايت د هوايي ډگر رنوې جوړه سوه
۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبهدغه رنوې چي ٢٨،٥متره بر او ٢٢٥٠متره اوږدوالی لري په نړيوال ستنډرډ جوړه سوې چي هرډول الوتکي کولای سي پروخت وزمان خپل پروازونه وکړي.
د ارزګان ولايت د الوتکو د رنوي د افتتاح په مراسموکښي د استراليا هيواد سفير.د ترانسپورت د وزارت معين مهدي سعيدي. د ارزګان والي او ګن شميرد قومونو استازي او د قومونو مشرانو ګډون درلودی.
د هغه ولايت والي ښاغلي محمد عمرشيرزاد د الوتکو د رنوي جوړول دارزګان ولايت پراقتصادي ،سياسي او اجتماعي برخو باندي ډير اغيزناک ګام وباله.
د ترانسپورت د وزارت معين ښاغلي مهدي سعيدي هم وويل چي ددې ليکي په جوړيدو سره ارزګان ولايت د پلازمېني کابل او د افغانستان د نورو ولاياتوسره ونښلول سو.
د ارزګان ولايت د قومونو په استازيتوب ددغه ولايت د ولايتي شورا رئيس امان الله هوتکي هم پدغه ولايت کښي د الوتکو د پروازونو لپاره د رنوې جوړول ددغه ولايت او اسيدونکو د ژوندانه لپاره يوښه بدلون وباله او هيله يې څرګنده کړه چه دغه ولايت د هوايي ترانسپورت له لاري ښه ترآ د نورو ولاياتو سره ونښلول سي.
د يادوني وړده چي د ارزګان په هوايي ميدان کښي تراوس مهاله دا ډول د الوتکو د پراوزونو رنوې نه درلوده. يوازي او يوازي هليکوپتر الوتکي کولای سوای چي په دغه هوايي ميدان کښي کښيني او پروازونه وکړي.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل