1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په منځني ختيځ کې د روسيې په پلوۍ تبليغات

۱۴۰۱ شهریور ۴, جمعه

د روسيې له خوا تمويليدونکې رسنۍ، تلویزيوني کانالونه او د ټولنیزو رسنیو ځيني حسابونه په عربي ژبه په اوکراين کې د روسیې د جګړې په اړه تبليغات کوي. د دې خپرونو محتوا تر ډيره حقيقت نه لري خو خلک ورته غوږ نيسي.

Russische Desinformation im Nahen Osten | Irak Bagdad Verbrennung US-Flagge
انځور: AHMAD AL-RUBAYE/AFP/Getty Images

«ښاغلی ميدويدوف، د روسیې هر بری موږ ته هيله رابخښي.» دا جمله د يوې عراقۍ ملېشې غړيو د روسیې پخواني جمهور رئيس ته چې اوس د روسیې فدراسيون د امنیت شورا مرستیال مشر دی، په يوه پرانيستي خط کې ليکې وه.

په دغه ليک کې چې په عراق کې د «صابرين نیوز» تليګرام په کانال کې خپور شوی دی، زياته شوې چې روسیه د «غچ هغه توره ده چې ټولو هغو انسانانو ته عدالت راوړي چې د نړۍ په خپل سرو د نومول شویو واکمنانانو له لاسه کړيدلي دي.»

د تلیګرام دا کانال کابو ۲۵۰ زره پلويان لري. په دغه پرانيستي خط کې زیاته شوې ده: «د نړۍ ستره برخه د روسیې بې شرطه بري په انتظار ده.»

«صابرین نیوز» د هغو عراقي ملېشو له خوا پر مخ وړل کیږي چې له ایران سره اړيکی لري. دغه ملېشې د امريکا دودیزې دښمني دي او په ۲۰۲۰م کال کې په بغداد کې د ايران د جنرال قاسم سليماني له وژل کیدو راهيسې یې دښمنۍ نور هم زور اخيستی دی.

دونالد ترمپ د سلیماني د وژنې د شېبې جزئیات بیان کړي

د واشنګټن د نزدې ختیځ د انستيتويت له پاره د يوې ارزونې په ترڅ کې تاريخ پوهه ناديه اويدات وايي چې په لوېديځ کې زياتره خلک د روسیې د ناسمو معلوماتو د کمپاین په اړه آګاهي لري. نوموړې زياتوي: «خو هغوی ته روښانه نه ده چې لږ تر لږه همدومره يو خطرناک پروپاګند کمپاين په عربي ژبه هم شته چې هدف یې په اوکراين کې د روسیې د جګړې په اړه عامه تصور مسخ کول دي.«

په هدفمنه توګه د ناسمو خبرونو خپرول

په منځني ختیځ کې په عربي ژبه د روسیې په پلوۍ جعلي خبرونه پراخ موضوعات رانغاړي. په دې ترتيب د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په اړه يو شمیر جعلي رپوټونه خپاره شوي دي. يو یې دا دی چې زيلنسکی له هېواده تښتېدلی دی. په دې توګه روسیه ځان ظاهراً په جګړه ځپلو سيمو کې د ملکيانو د ساتونکي په توګه وړاندې کوي او يا هڅې کوي چې عربي عموميت قانع کړي چې د غنمو د نړيوال بحران مسئوليت متحده ایالات او اروپایي ټولنه لري.

دا پروپاګند تل پر دې بيان راڅرخي چې: روسيه په اوکراين کې د پوځي زورزياتي مسئوله نه ده.

دا ډول يو شمير پېغامونه ظاهراً د روسیې د دولت له خوا د تمويل شويو رسنيو لکه آر ټي « Russia Today» نوميږي او په عربي ژبه هم خپرونې کوي، له خوا خپريږي. آر ټي شبکه په ۲۰۱۷م کال کې د امريکا له خوا د «بهرني جاسوس» په توګه ثبت شوې وه.

په مارچ مياشت کې د اروپايي ټولنې غړيو هيوادونو هم د دې له پاره رايه ورکړه چې آر ټي د «په معلوماتو کې د سيسټماتيکې لاسوهنې او ناسم معلوماتو خپرولو» له کبله له ټولو سيمه ایزو خپرونو منع کړي. خو د عربي ژبې خپروني یې اوس هم د لاس رسي وړ دي. 

دا چې د آر ټي شبکه د عربي ژبې د رسنیو کارونکو په منځ کې څومره محوبيت لري، په دې اړه د دقيقو شميرو په لاس راوړل سخت دي. خو دا شبکه لا مخه د سيمې د مشهورو شبکو لکه الجزيره، العربيه او سکای نیوز عربيه په څېر مشهوره ده.

په مسکو کې د آر ټي ستوډيوانځور: Misha Friedman/Getty Images

جذابې جعلي روسۍ مېرمنې

مصطفی عياد چې د «ستراتيژيک دیالوګ مرکز» د افريقا، منځني ختیځ او آسيا د برخې مشر دی وايي چې په دې وروستیو میاشتو کې د آر ټي عربې شبکه د نورو لوېدیځو تلویزيونو په پرتله ښه چليدلې ده. دا لندن مېشته ټولنه پر ليکه افراطي محتواوې څاري او ارزوي.

عياد له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د نورو استبدادي دولتونو خبري آژانسونه لکه د سوریې د سانا او د چين نړيوال تلویزيوني شبکه د آر ټي عربي شبکې د رپوټونو په استناد خبرونه خپروي. خو د نوموړي په خبره له رسنيو څخه مهم د فيسبوک او د انلاين خپرونو هغه پاڼې دي چې د روسیې په پلوۍ تبليغات کوي.

هغه زياتوي: «کريملن پلوه عربي ژبې شبکې د رسمي دولتي رسنيو او غیر رسمي رسنيزو سازمونو چې خپل نوم لري، يو ترکيب دی.» نوموړی زياتوي: «سړی نه باید يوازې دولتي آژانسونو ته متوجې اوسي، بلکې يو شمير فيسبوکي پاڼو ته هم چې د آر ټي او سپونتیک محتوا کاروي او نوم یې ور بدلوي. دغه مواد د کريملن پلوه محتوا په خپرولو کې مهم نقش لري.»

د ستراتیژيک ديالوګ مرکز يا  آی اس دي د ټولنیزو رسنیو داسې حسابونه موندلي دي چې په سونو رزه پلويان لري. ډېر دغه کانالونه د داسې کريلمن پلوه جذابو روسي مېرمنو له خوا پر مخ وړل کيږي چې روسي پلوه محتوا په عربي ژبه خپروي. خو دغه حسابونه او انځورونه جعلي دي. د آی ایس ډي مرکز په حواله د ټولنیزو رسنیو دغه ډول حسابونه بيا د نارينه مخاطبينو له خوا ډېر خوښيږي. په دې منځ کې زياتره دغه ډول پاڼې د يادې ټولنې له خوا تړل شوي دي.

څه ډول تبلیغات ډېر عام دي؟

دمګړۍ د روسیې په پلوۍ خپرو شويو کيسو ته خلک د څو دلایلو پر اساس ښه غوږ نيسي. مهم رول پکې په دولت پورې تړلې رسنۍ لوبوي چې زياتره وخت د هغوی په مالي توګه تمويليږي هم . خلک زیاتره پر دوی باور نه لري. له دې کبله بيا زیاتره وخت ټولنیزو رسنيو ته د معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره مخه کوي.

د واشنګټن ميشته «منځني ختیځ انستيتويت» ارزونو ښوولې ده چې روسۍ شبکې او د ټولنیزو رسنيو څانګې په عربي مخاطبينو کې د سيمې، امريکا او يا اروپا د عربي ژبې ميديا په پرتله ډېر محوبيت لري.

په عربي هېوادونو کې خلک ته دې هم ډېر ځير دي چې د عربي هېوادونو او اوکراين له مهاجرو سره مختلف چلن کیږيانځور: Abdulhamid Hosbas,Cem Genco/AA/picture alliance

نور علتونه هم شته. د مثال په توګه د «مارشل سنتر» د يوې څېړنې په حواله دې ادعا ډېر محبوبيت موندلی وو چې روسيه د خپل هيواد په داخلي چارو کې د بهرنۍ لاسوهنې د دفع کولو هڅه کوي. دا ډول ادعا په ځانګړي توګه عراقيانو ته ډېره په زړه پورې وه چې په ۲۰۰۳م کال کې یې د امريکا مداخله تجربه کړې وه.

زياته شوې چې داسې نه بريښي چې د اوکراين جګړې دې تصور په بسټيزه توګه تغير کړی وي. د سیمې يوازې لږ سياسي قوتونه لکه د سوریې اپوزيسیون په سيمه کې د روسیې د مداخلې څخه شکايت کوي. د امريکا د مداخلې په اړه شکايتونه بيا ډېر اوريدل کیږي.

آلمان د ۵۰۰ میلیون یورو په ارزښت نوي وسلې اوکراین ته استوي

دا نظريه هم ډېره مشهوره ده چې روسیه د يوه څو قطبي نړيوال نظم د رامنځته کولو پلوي کوي، د روسیې د تبليغاتو پر اساس د اوسني نظام په مقابل کې چې د لوېديځ د ګټو ساتنه کوي.

دا ډول نظريه په ځانګړي توګه په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کې ډېر پلويان لري چې حکومتونه یې په سيمه ایزه او نړيواله کچه د لا زيات نفوذ د ترلاسه کولو هڅه کوي او د يمن او سوريې په شخړو کې ښکيل دي. د تويتر په يوه روسي پلوه حساب کې ليکل شوي ول: «هر څوک نه غواړي له  انکل سېم [امريکا] څخه امرونه ترلاسه کړي.»

ب. ص/ ن. ز (Cathrin Schaer, Emad Hassan)

زموږ له آرشيف څخه:

ناسم خبرونه څرنګه پیژندلی شو؟

02:20

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب