1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: کامچاتکا کې د لادرکه شوې څرخي الوتکې لټون ادامه لري

۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبه

د روسيې په کامچاتکا نيمه ټاپو کې د شنبې په ورځ یوه روسي (Mi-8T) څرخي الوتکې چې ۲۲ کسان په کې سپاره ول لادرکه شوې.

د روسيې ساخت (Mil Mi-8) ډول یوه الوتکه په دوهمه نړېواله جګړه کې د متحدینو د بریا ورځې په مناسبت مراسمو کې
روسيې نن د سپتمبر لومړۍ وويل چې تېره ورځ د دغه هېواد په شرق کې يوه څرخي الوتکه چې ۲۲ کسان په کې سپاره ول لادرکه شوې دهانځور: Valentin Yegorshin/TASS/dpa/picture alliance

د روسيې د بېړنیو پېښو ته د رسېدګۍ وزارت ویلي چې نن یکشنبه له ۶۰ ډېر پلټونکي په سیمه کې د څرخي الوتکې لټون کوي.

دغه وزارت ويلي چې دغه لټون په داسې حال کې ادامه لري چې په سیمه کې تند باد او تیز باران وریږي.

یاد وزارت ویلي چې د لادرکه شوې څرخي الوتکې د موقعیت د تشخیص په موخه له یو پوځي مرکزه د ژغورنې ۷ عاجل ټيمونه استول شوي دي. 

کامچاتکا نیمه ټاپو د روسيې پلازمينې مسکو شرق ته په شاوخوا ۷۱۰۰ کيلومترۍ کې پرته ده.

روسي چارواکو پر تليګرام ويلی د اوونۍ په پای کې په دغه سیمه کې سخت ورښت او شدید توپان پيل شوی چې تمه ده شدت به ېې د یکشنبې ورځې په پای کې راکم شي.

د روسيې دولتی خبري آژانس آر آی اې، د کامچاتکا د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د مشر، سرګي ليبدیف له قوله ويلي چې «لټون تر اوسه پورې کومه نتيجه نه لري.»

دغه روسي چارواکي زیاته کړه: «لارې نهایت خرابې دي، یوازې په پښو تلل امکان لري.»

 هغه وويل چې د لټون سیمه غرنۍ او په ځنګلونو پوښل شوې ده چې د تجهیزاتو استفاده په کې ناممکنه ده.

 (Reuters)mks/aa/

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب