«د روسیې الوتکې لنډ وخت د ناټو هوايي حریم ته ننوتې دي»
۱۴۰۴ آبان ۲, جمعه
د لیتوانیا پوځ د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د روسیې دوې پوځي الوتکې د دې هېواد له پولې تېرې شوې او د ۱۸ ثانیو له پاره د لیتوانیا په هوایي حریم کې پاتې شوې دي. دغه الوتکې چې یوه یې جنګي او بله یې د سونګ رسولو الوتکه وه، د روسیې له کالینینګراد سیمې څخه شاوخوا ۷۰۰ متره د لیتوانیا خاورې ته ننوتې وې.
د لیتوانیا هوايي ځواک دغه دوې الوتکې د ماښام شاوخوا شپږ بجې د کیبارتای ښار ته نږدې وپېژندلې. د یادې پېښې په غبرګون کې د هسپانیا د هوايي ځواک دوې «یوروفایټر» جنګي الوتکې هم هوا ته پورته شوې وې.
د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسېدا، یاده پېښه «د نړیوالو قوانینو او د لیتوانیا له ارضي بشپړتیا ښکاره سرغړونه» وبلله.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه «پخواني ټویټر» لیکلي چې دا پېښه «د اروپایي هوايي دفاعي چمتووالي د پیاوړتیا اهمیت څرګندوي.»
ناوسېدا همدارنګه زیاته کړې چې د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت به د روسیې د سفارت استازي احضار کړي څو د مسکو د «بېاحتیاطه او خطرناکې» کړنې پر وړاندې رسمي اعتراض وړاندې کړي.
روسیې د لیتوانیا د فضا سرغړونه رد کړه
د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې د دوی الوتکې په پرواز کې وې، خو پرته له دې چې د دې بالتیک هېواد نوم یاد کړي، دا مسله رد کړه چې الوتکو یې هوایي حریم نقض کړی دی.
یاد هېواد په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «د سو–۳۰ جنګي الوتکو یو پلان شوی تمریني پرواز د روسیې د کالینینګراد له سیمې څخه ترسره شو او د بل هېڅ هېواد له پولو نه دي تېر شوي.»
په اعلامیه کې زیاته شوې چې: «پروازونه د روسیې د فدراسیون د خاورې پر سر د هوایي فضا د کارونې د ټولو اصولو سره سم ترسره شوي، له ټاکل شوې لارې نه دي اوښتي او د نورو هېوادونو پوله یې نه ده ماته کړې، چې دا خبره د بېطرفه کنټرول وسایلو لخوا هم تائید شوې ده.»
د روسیې لخوا د ناټو د فضا سرغړونې زیاتې شوې دي
د پنجشنبې ورځې پېښه یوازې یوه له هغو ګڼو مواردو څخه ده چې په وروستیو اوونیو کې د روسیې بې پیلوټه او نورې الوتکې د ناټو غړو هېوادونو فضا ته داخلې شوې دي.
پولنډ، رومانیا، ډنمارک، لاتویا، استونیا او لیتوانیا ټول له دې ډول پېښو سره مخ شوي هېوادونه دي.
د روسیې دې وضعیت د اروپایي مشرانو اندېښنې راپارولې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې په ګډوډۍ او وېرې اچونې د یوې «ترکیبي جګړې» په ترسره کولو تورن کړی دی. دوی باور لري چې دا ډول تحریکات د اروپایي هېوادونو د وېرې له پاره او د ناټو د چمتووالي د ازمېښت په موخه ترسره کېږي.
د بالتیک هېوادونه — لیتوانیا، لاتویا او استونیا — او د دوی ګاونډیان لکه فنلنډ او پولنډ، ټول له روسیې سره ګډه پوله لري او د ناټو او اروپايي اتحادیې د ختیځې څنډې برخه جوړوي.
دغه هېوادونه له روسیې سره ځانګړې تاریخي تجربه لري، ځکه هر یو یې د یو وخت له پاره د روسیې تر یرغل او اشغال لاندې پاتې شوی. اوس دوی وېره لري چې که پوتین په اوکراین کې ونه درول شي، ښايي د دغو هېوادونو د بیا تر خپل نفوذ لاندې راوستلو هڅه وکړي.