1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې د اپوزسیون مشر تر نیول کیدو وروسته آزاد شوی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

په روسیې کې نزدې ۱۶۰۰ اعتراض کوونکي د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد مظاهرو په ترڅ کې نیول شوي دي. د بشري حقونو ډلو پر روسي چارواکو باندې غږ کړی دی چې «په سمدستي توګه ټول سوله ییزه مظاهره کوونکي» آزاد کړي.

Anti-Putin-Demonstration in Moskau - Nawalny
انځور: Getty Images/AFP/K. Kudryavtsev

روسي چارواکو د یکشنبې په ورځ د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني، له زندان څخه آزاد کړ. هغه یو ورځ مخکې له نزدې ۱۶۰۰ نورو مظاهره کوونکو سره یوځای نیول شوی وو.

ناوالني ویلي دي پولیسو پر هغه باندې د خلکو د یوې داسې غونډې د رابللو تور لګولی دی چې اجازه یې نه وه ورکړل شوې. پر دې سربیره پر هغه باندې د پولیسو د امر نه منلو تور هم لګول شوی دی. د ناوالني وکیلې ورونیکا پویاکوا، ویلي دي چې د هغه د قضیې په اړه به د مې میاشتې پر ۱۱مه نیټه په محکمه کې پریکړه وشي.

نوالني د شنبې په ورځ تر هغه وروسته چې په مسکو کې د پوشکین څلور لارې ته راغلي او د حکومت ضد مظاهرو کې شریک شو، ونیول شو.

دولتي خبري آژانس تاس، ویلي دي چې ځايي چارواکو د نوالني کړنې «پاروونکې او غیر مسوولانه» بللي دي. څو ورځې مخکې د اپوزیسیون دغه مشر پر روسانو باندې غږ کړی وو چې سړکونو ته راووځي او د پوتین د ولسمشرۍ د پنځم دور پر ضد چې د دوشنبې په ورځ به پیل شي، مظاهرې وکړي.

نوالني پر خپله تویتر پاڼه لیکلي دي: «داسې ښکاري چې هغوی [ځايي چارواکو] داسې امر ترلاسه کړی دی چې دی [ناوالني] د لوړې تر مراسمو مخکې زندان ته مه اچوئ.»

په روسیه کې د مظاهره کوونکو پر ضد اقدامات په نړیواله کچه غندل شوي دي. اروپايي ټولنې پر روسي چارواکو باندې د «پولیس د ظالمانه چلن او ګڼ شمیر کسانو د بندي کولو» له کبله نیوکې کړې دي.

د دې ټولنې له خوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د له زرو څخه ډیر مظاهره کوونکو بندي کول، او د هغوې پر ضد د روسیې په کچه د چارواکو له خوا له تاوتریخوالي کار اخیستل په روسیې فدراسیون کې د بیان د آزادي، انجمن او راغونډیدو بنسټ ګواښي.»

د بخښنې نړیوال سازمان دا د نه منلو وړ خبره ګڼلې چې د مظاهره کوونکو پر ضد له زور څخه کار اخیستل شوی. دې سازمان ویلې دي چې که آن د دې مظاهره اجازه هم نه وي ورکړل شوې نو له زور څخه باید کار نه وای اخیستل شوی. دې سازمان د بندي کسانو د ژر تر ژره آزادي او د پولیسو د کړو وړو په اړه د یوې خپلواکې څیړنې غوښتنه کړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب