1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسیې پارلمان د اوکراين د څلورو سيمو الحاق تصويب کړ

۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبه

د روسیې پارلمان د استازو مجلس د اوکراين د څلورو سيمو له روسیې سره د يوځای کولو قوانين تصويب کړل. روسیې تر ساختګي ريفرانډم وروسته چې لویدېځ محکوم کړی وو، د اوکراين څلور نيول شوې سيمې په غير قانوني توګه الحاق کړې.

د روسیې د پارلمان د استازو مجلس
د روسیې د پارلمان د استازو مجلسانځور: Dmitry Astakhov/POOL/TASS/dpa/picture alliance

د روسیې د پارلمان په استازو مجلس يا «دوما» کې د دوشنبې په ورځ د رایې اچونې په ترڅ کې هیڅ کوم استازي د دې پريکړه ليکونو پر ضد رايه ونه کاروله چې له روسیې سره د اوکراين د خیرسون، لوهانسک، دونيڅک او زاپوريژيا سيمو غيررسمي الحاق تائيدوي.

د پارلمان وياند وياچسلاو وولودين د تليګرام له لارې د روسیې د هغه نقشې په نشرولو سره چې دا څلور سيمې او همدا راز د کريميا نيمه ټاپو سيمه هم پکې د روسیې برخه ښوول شوې، ويلي دي چې «پريکړه په يوه خوله ومنل شوه. اوس د روسیې په فدراسيون کې ۸۹ اداري ساحې شتون لري.» د کريميا نيمه ټاپو په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې له خوا الحاق شوی وو چې نړيوالو دغه الحاق په رسميت نه دی پيژندلی.

امنیت شورأ: روسیې د الحاق مسوده ویټو کړه

په دوما کې تر رایې اچونې وروسته د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف په غير قانوني توګه د الحاق شويو څلورو سیمو استازو ته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې دی ډاډی چې د سنا مجلس به هم دا اقدامات تصويب کړي.

داسې تمه نه کيدله چې دا پريکړه ليکونه به په استازو مجلس او يا د فدراسيون په شورا کې له کوم مخالفت سره مخ شي، ځکه دغه دواړه نهادونه د کريملن د تګلارۍ په توګه عمل کوي.

شتاینمایر: د روسېې د ټولپوښتنې نتايج نه منو

روسیې تېره اونۍ د اوکراين د څلورو سيمو د غير قانوني الحاق په موخه يوه رسمي پروسه پېل کړه خو له دغو سيمو څخه یې يوه هم په بشپړه توګه په کنترول کې نه ده او د اوکراين عسکر یې په جنوب او ختیځ کې د ځوابي عملياتو په ترڅ کې پرمختګونه کوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل