1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسېې پوځ د لوړو تلفاتو په دليل تر سخت فشار لاندې دی

۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه

کريملين د اوکراین په ماکیوکا کلي کې پر روسي عسکرو د ېوې تر ټولو خونړۍ حملۍ وروسته، په بېسارې توګه له نېوکو سره مخ شوی دی. کيف او ويبلاګ لیکونکي ادعا کوي چې د اوکراين په دغه حمله کې په سلونو روسي عسکر وژل شوي دي.

تر حملې وروسته د روسېې د نجات ټيمونه د سه شنبې ورځې تر سهار پورې د کنډوالو په منځ کې لټون کاوه
تر حملې وروسته د روسېې د نجات ټيمونه د سه شنبې ورځې تر سهار پورې د کنډوالو په منځ کې لټون کاوهانځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS

د اوکراین په ماکیوکا اشغالي کلي کې روسي ځواکونو ته د اوښتو درنو تلفاتو په اړه د ناسمو ارقامو اعلان، د سه شنبې په ورځ د روسي ملتپالانو له پراخو نيوکو سره مخ شو.

اوکرایني ځواکونو د اوکراین په ختيځ کې د نیمه اشغالي سېمې دونيڅک پر یاد کلي د هیمارس شپږ توغندي وتوغول چې دوه ېې راغورځول شول او څلور ېې پر هغه ساختمان ولګېدل چې روسي عسکر پکې راټول شوي ول. تر حملې وروسته د روسېې د نجات ټيمونه د سه شنبې ورځې تر سهار پورې د کنډوالو په منځ کې لټون کاوه. هیمارس توغندي د امریکا متحده ايالاتو له خوا اوکراین ته ورکړل شوي دي.

د اوکراين په توغندیز برید کي ۶۳ روسي پوځیان وژل شوې

د روسېې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه حمله کې ۶۳ روسي عسکر وژل شوي دي، خو پوځي ويبلاګ ليکونکو او اوکراین ادعا کړې چې د وژل شوو روسي عسکرو شمير تر دې ډېر زیات دی.

د روسېې پوځ وروسته بیا د تلفاتو شمیر ۸۹ وښود. د روسېې دفاع وزارت د روسي عسکرو له خوا د ګرځنده تليفونونو استفاده د دغې حملې عامل بللې، سربېره پر دې چې د دغه ډول تيلفونونو استفاده ممنوع هم ده.

د روسېې يوه جنرال سيرګي سيوريوکوف د سه شنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې وويل چې د تليفون زیګنالونو اوکرایني ځواکونو ته فرصت په لاس ورکړ تر څو د «پوځي پرسونل موقعیت مشخص» او ورباندې دا ډول یوه حمله وکړي.

د روسېې په سامارا ښار کې بیا په سلونو خلکو د وژل شوو سرتيرو د ماتم مراسم جوړ کړي دي. ډير وژل شوي عسکر د همدغه ښار ولانځور: ARDEN ARKMAN/AFP

زيلنسکي: روسيه غواړي په اوږدمهاله جګړې موږ وځپي

د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه حمله د نوي کال له داخلېدو یوازې يوه دقيقه مخکې شوې چې په اوکراین کې د روسېې د لس میاشتنۍ جګړې په جریان کې پر روسي عسکرو یوه تر ټولو خونړۍ حمله ده. له همدې کبله دغه حمله د روسېې پر پوځي چارواکو د نيوکو د ډېرېدو سبب ګرځېدلې. یو روسي ناسیونالیست ویبلاګ لیکونکي د پوځ پر رهبرۍ د «بې کفايتۍ» نیوکه کړې ده.

په داسې حال کې چې د روسېې دفاع وزارت د دغې حملې په هکله لږ جزئیات خپاره کړي، خو د اوکراین د وسله والو ځواکونو د ستراتيژيکو اړيکو ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې د ماکیوکا کلي د يو ښوونځي پر ساختمان کې ۴۰۰ روسي عسکر وژل شوي دي.

امنیتي کارپوهه: په ۲۰۲۳ کال هم په اوکراین کي جنګ نه ختمیږي

دغې ادارې زیاته کړې چې په دغه حمله کې ۳۰۰ تنه نور زخمیان شوي هم دي، خو دغه ارقام په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه دي.

په سیمه کې د بیلتونغوښتونکو پخواني قوماندان، ایګور سترلګوف، ويلي دي چې دغه حمله ځکه ډيره لویه وه چې د پېښې په ځای کې مهمات هم زیرمه شوي ول. هغه همدارنګه د روسېې د دفاع وزارت له لوري د ورکړل شوو تلفاتو ارقام تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.

هغه خبرداری ورکړی چې ورته نورې حملې «هره شېبه» ممکنې دي، ځکه په وینا ېې روسي جنرالان د دې وړتیا نه لري چې له پېښو «عبرت واخلي.»

کریملین هڅه کوي د جګړه پلوي ناسيونالیستان راضي کړي

په امریکا متحده ایالاتو کې د جګړې د مطالعاتو انستیتوت وايي: «د اوکراين په ماکیوکا کې د روسېې پر یوه پوځي اډه د هیمارس توغنديو ورانوونکې حمله... د روسېې په اطلاعاتي فضا کې د روسېې پر پوځي رهبرۍ د پام وړ نېوکې ایجاد کړي دي.»

د روسېې پوځ وروسته بیا د تلفاتو شمیر ۸۹ وښودانځور: RIA Novosti/SNA/IMAGO

« د روسیې سره په اوسني حالت کي د سولي د خبرو مخالفت»

د روسېې په سامارا ښار کې بیا په سلونو خلکو د وژل شوو سرتيرو د ماتم مراسم جوړ کړي دي. ډير وژل شوي عسکر د همدغه ښار ول.

د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي هم د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د روسېې پوځ به په احتمال سره د ایران ساخت انفجاري ډرون الوتکو لا ډیرې استفادې ته مخه کړي تر څو ورباندې د اوکراین ښارونه په نخښه کړي.

خو د جګړې د مطالعاتو انستیتوت وویل: «د اوکراين پر ضد هوايي او توغندويي حملې نه شي کولای د روسېې د ناسيونالیستانو په منځ کې د کريملین د نظر وړ اطلاعاتي اغیز رامنځ ته کړي.»

« د سولي په خاطر باید د روسیې سره تماسونه تقویه سي»

دغه انستیتوت زیاته کړې ده: «دغه ډول شکستونه به، د جګړې د پلويانو د راضي ساتلو او د اطلاعاتو په داخلي فضا کې د غالب روایت د حفظ له پاره، د ولادیمیر پوتین هڅې لاپسې پيچلې کړي.»

hs/af (AP, AFP, Reuters) mks/nz/

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل