1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتيا نړيوال سازمان د سرطان د زياتېدو څخه خبرداری ورکړی

۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په راتلونکو دوو لسیزو کې په بې وزله هېوادونو کې د سرطان په شديده توگه د زياتېدو څخه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان اټکل کړی چې تر۲۰۴۰م کال پورې به په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغي ۶۰ سلنه ډیره شي.

Indien Ländliche Gesundheitsdienste in Westbengalen
انځور: DW/Payel Samanta

د روغتيا نړيوال سازمان(WHO) نن سه شنبه د (د ۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۴ نيټه) سرطان د نړيوالې ورځې په مناسبت يو رپوټ وړاندې کړی دی. په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې په هغو هيوادونو کې به چې خلک یې منځنی او يا ټيټ عايد لري، تر۲۰۴۰م کال پورې به د سرطان د پېښو شمير پکښې ۸۱ سلني ته ورسيږي. البته که يې پر وړاندي د پاملړ گامونه پورته نه شي.

د ملگرو ملتونو دغه ادارې د دې علت دا ښوولی چې په هغو هيوادونو کې چې وسايل یې محدود دي، د مبارزې اصلي هدف یې ميکروبي ناروغۍ او د مور او ماشومان ښه ساتنه ده او د سرطان پر وړاندې اقداماتو ته پکې ډېره پاملرنه نه کيږي.

د سرطان د څيړنې د نړيوال آژانس د مشرې الیزابت وايدرپاس د معلوماتو په حواله په شتمنو هيوادونو کې بيا د سرطان پر وړاندې اغیزمنې مبارزې له کبله د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ م کال ترمنځ موده کې د دغه مرض له وجې د مړينو کچه ۲۰ سلنه ټيټه شوې ده.

د نوموړې په خبره بيا برعکس په بې وزلو هيوادونو کې يوازې ۵ سلنه شاتگ شوی دی. وايدرپاس غوښتنه وکړه چې په ټوله نړۍ کې دې د سرطان ناروغان په درملنه کې د ښه والي څخه «مساوي گټه» پورته کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان په خپل رپوټ کې اټکل کړی دی چې تر۲۰۴۰م کال پورې به په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغي ۶۰ سلنه ډیره شي. د دې سازمان د اټکلونو پر اساس د ۲۳ ميليارده يورو اضافي پانگونه کيدای شي په راتلونکو لسو کلونو کې تقريباً ۷ ميليونه انسانان د سرطان په مرض د مړه کيدو وژغوري.

bs/nz (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب