1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهد فلسطین سیمه

ايمانويل ماکرون په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

۱۴۰۲ آبان ۲۰, شنبه

روغتيايي سازمانونه وايي په غزه کې په «بې سارې» کچه برېدونو روغتيايي سیستم ځپلی دی. د فرانسې ولسمشر په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې او امریکا وايي چې غزه نور باید د تروریستي اهدافو په موخه ونه کارول شي.

روغتيايي سازمانونه وايي په غزه کې په «بې سارې» کچه برېدونو روغتيايي سیستم ځپلی دی
روغتيايي سازمانونه وايي په غزه کې په «بې سارې» کچه برېدونو روغتيايي سیستم ځپلی دیانځور: Adel Al Hwajre/ZUMA Press/picture alliance

د روغتيا نړېوال سازمان (ډبليو اچ او) یوې ویاندې، دويچه وېله ته وويل چې په غزې تراډه کې پر روغتيايي مرکزونو په «بېسارې» کچه برېدونه شوي دي.

مارګرېت هاریس وويل چې په الشفا روغتون کې روغتيايي کارکونکي «وحشت وهل» شوي او «یو لوړ شمېر زخمیانو سره په نشتو امکاناتو ګذاره کوي.» مېرمن هاريس وويل چې په روغتونونو کې په کافي اندازه چپرکټونه نشته او خلک د ځمکې په سر او یا د ساختمان په دهلیزونو کې پراته دي.

ویاندې زیاته کړه چې روغتياپالان «په داسې حال کې چې د خپل ژوند له لاسه ورکولو وېرې لري، هڅه کوي چې د نورو ژوند وژغوري.»

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اسرائيلي ځواکونو له خوا روغتونونه په نخښه شوي دي، وويل: «موږ تشخیص یا ادعا نه شو کولی، خو موږ د تېرو څلورو  اوونيو په موده کې د روغتیا په برخه داسې بريدونه ولېدل چې مخکې مو هېڅ کله نه وو ليدلي. دا [برېدونه] بې ساري دي.»

مېرمن هاریس وويل: «په نړېوالو قوانينو کې دا ډېره واضح ده چې روغتيايي مرکزونه هېڅ کله یو هدف نه دی.» هغې په سمه توګه روغتيايي خدماتو ته د رسېدګې له پاره د اوربند پر رامنځ ته کېدو ټينګار وکړ: «موږ يو تل پاتې بشري اوربند ته اړتیا لرو، تر څو [روغتيايي] ټيمونه راولو، امکانات راوړو او خلک وباسو.» اما مارګريت هاریس وايي چې «دا نه دي پېښ شوي.»

مېرمن هاريس وويل چې په روغتونونو کې په کافي اندازه چپرکټونه نشته او خلک د ځمکې په سر او یا د ساختمان په دهلیزونو کې پراته ديانځور: Leo Correa/AP Photo/picture alliance

د هاریس په وینا د روغتيا نړېوال سازمان په دې وتوانېد چې د سه شنبې په ورځ الشفا روغتون ته يو څه طبي اکمالات ورسوي، خو نه د اوبو، خوړو او یا نفتي موادو.

پر اسرائيل باندې د فلسطيني ملکيانو د ژغورنې له پاره فشارونه ډېر شوي دي

د روغتیا نړېوال سازمان مشر، تېدروس ادهانوم غېبرېسوس هم وايي چې په غزې تراډه کې د دوی روغتيايي سیستم «په ګونډو شوی دی.» هغه پر اکس یا پخواني ټويټر شبکه ېوې وېډيو کې وايي چې په لسونو زره خلک په روغتونونو او ښوونځيو کې هستوګن شوي پرته له دې چې کافي اندازه خوړو او اوبو ته لاسرسی ولري. هغه زیاته کړه چې د فلسطين په حریم کې له ۳۶ روغتونونه څخه تر نيمه برخه زيات يې نور له فعاليته لوېدلي دي.

ماکرون د اوربند غوښتنه کړې

په عین وخت کې د فرانسې ولسمشر، ايمانويل ماکرون، پر اسرائيل غږ کړی چې په غزه کې دې بمبارۍ بندې او اوربند دې رامنځ شي. هغه په دې هکله بي بي سي سره په خبرو کې وويل: «پر دغو اطفالو، دغو ښځو او دغو زړو کسانو باندې بمبارۍ کيږي او وژل کيږي. د دې له پاره هېڅ دلیل او هېڅ مشروعیت نشته. نو موږ په ټينګار له اسرائيله غواړو چې دا ودريږي.»

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون له اسرائيله غوښتي چې په غزه کې دې خپلې بمبارۍ ودرويانځور: Ludovic Marin/REUTERS

دفرانسې رهبر په دغه مرکه کې وويل پاریس په داسې حال کې چې د حماس ترويستي برېدونه «په ښکاره غندي» او دا د اسرائيل حق ګڼي چې له خپل ځانه ساتنه وکړي په عين حال کې «موږ پر هغوی [اسرائيل] ټينګار کوو چې دغه بمبارۍ ودروي.» ايمانويل ماکرون هېله مندې وښوده چې د نړۍ نور رهبران هم له ده سره په غزه کې د اوربند په غوښتنه کې اشتراک وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير، انتوني بلینکن هم د محاصره شوو ملکيانو د خورا بد وضعیت څخه خبره کړې ده.

هغه د جمعې په ورځ هندوستان څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وويل: «په وروستيو اونيو کې نهایت زیات شمېر فلسطينيان وژل شوي؛ ګڼ شمېر کړېدلي دي.» هغه یو ځل بیا د امریکا پر ملاتړ د اسرائيل له حملې ملاتړ وکړ او وېل چې غزه نور نه بايد د «یوتروریستي پلاتفورم په توګه» وکارول شي.

په پام کې ده چې په لندن کې د شنبې په ورځ د فلسطينيانو په ملاتړ مظاهرې وشي. د ميترو پولتین پولیسو د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل چې د امنیت له پاره به نژدې ۲۰۰۰ پولیس وګمارل شي. تمه ده چې په دغو مظاهرو کې سل زره کسان برخه واخلي. د انګلستان صدراعظم، ريشي سوناک، غوښتي چې دغه مظاهرې دې سولیزې ترسره شي.

Dw online english/mks/aa

sdi/lo (AP, AFP, dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل