هر کال په نړۍ کې ۸ میلیونه او ۸۰۰ زره کسان د سرطان ناروغۍ له کبله مري. د روغتیا نړیوال سازمان درې سپارښتني خپرې کړې او وایي چې له دې سره به د سرطان نارغۍ له کبله په مړينه کې کمښت راسي. دغه موضوعګانې عامه پوهاوی، د ناروغۍ پر وخت ګړندی تشخیص او د ناروغانو مالي ملاتړ دي.
د عامه پوهاوي په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو څخه غوښتي دي چې د خلکو د پوهاوي له پاره پراخ کمپاینونه وکړي چې هغوی د سرطان ناروغۍ په ډولونو او علایمو خبر شي. کارپوهان وایي چې له دې سره به ناروغان په وخت ځانونه متخصصینو ته ورسوي. شمیرې ښيي چې د سرطان ناروغۍ پر وخت تشخیص، د هغې درملنه اسانه کوي.
پر دې سربیره ویل شوي دي چې د روغتیايي کادرونو روزنه به له هغوی سره د سرطان په تشخیص کې مرسته وکړي. له دې سره به د بیمې شرکتونو لګښتونه هم راکښته شي. شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۰م کال کې تر۱۰۰ میلیارده یورو ډیري پیسې د سرطان ناروغیو په درملنه لګیدلي دي.
انځورونه: د سرطان د مخنیوي ۱۲ لارې
اوس ساینس پوهان په دې خبره پوهیږي چې سرطان څرنگه رامنځ ته کیږي. نو له همدې کبله هر څوک کولای شي د دې ناروغۍ پر ضد اقدام وي.
انځور: Imago/Science Photo Library
برخلیک مو په خپل لاس کې دی
یوازي سګريت د هرو پنځو تومورونو له ډلې څخه د یوه د رامنځ ته کیدو سبب دی. سګرت نه یوازې د سږي سرطان رامنځ ته کوي، بلکې د نورو ډیرو تومورونو د رامنځ ته کیدو لامل هم کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
ډیر وزن هم د سرطان چانسونه ډیروي
تر سګرېټو وروسته د سرطان دوهم لوی لامل د وزن ډیروالی دی. دلیل یې هم دا دی چې ښه انسولین د څه نا څه هر ډول سرطان د رامنځ ته کیدو امکان پیدا کوي. هغه ښځي چې وزن یې ډیر وي ډیر ښځینه هورمونونه تولیدوي او له همدې کبله په هغوی کې د سینې سرطان د رامنځ ته کیدو چانس ډیریږي.
انځور: picture-alliance/dpa
فعالیت نه لرل هم د سرطان یو لامل دی
هغه کسان چې ډیر فزیکي فعالیتونه نه لري هم په سرطان د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي. څېړنو دا خبره ثابته کړې ده چې تمرین کولای شي د سرطان مخه ونیسي. دلیل یې هم دا دی چې تمرین د انسولین درجه په بدن کې کموي او همداراز د وزن د ډیریدو مخه نیسي.
انځور: Fotolia/runzelkorn
ډیر الکول د سرطان بل لامل دی
الکول هم د انسان په بدن کې د تومورونو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. که یو څوک له الکولو او سګريټو څخه په یوه وخت کې ګټه واخلي د سرطان امکان سل واري ډېريږي.
د پرمختللو طبي درملو او ماشینونو له کبله رامنځ ته کیدونکی سرطان
اکسرې ګاني هم د سرطان د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. خو دا یوازي اکسرې ګانې نه دي، کله چې سړی په الوتکه کې سفر کوي هم له سرطان رامنځته کوونکي ردیشن سره مخامخ وي.
انځور: picture alliance/Klaus Rose
د انسان په بدن کې سرطان رامنځ ته کوونکي وایروسونه
د انسان پیپیلوما وایروسونه هم د سرطان د رامنځته کیدو لامل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
د حامله گي ضد تابلیتونه
د حامله ګي ضد تابلیتونه تر یوې اندازې پورې د سینې د سرطان رامنځ ته کیدو ګواښ ډیروي. خو دغه تابلیتونه بیا تر ډیره حده پورې د نور ډول سرطانونو مخه نیسي. خو کله چې د سرطان موضوع په منځ کې وي دغه تابلیتونه تر زیانه ډیره ګټه لري.
انځور: Fotolia/Kristina Rütten
هر څه په تقدیر پوري تړلي دي
خو که سړی هر څه سم هم وکړي، بیا هم د سرطان له ګواښه په امان کې نه وي. د سرطان نیمایي پېښي د خرابو جینونو او یا هم د عمر د لوړوالي له کبله رامنځ ته کیږي. د مغز سرطان په ډیرو مواردو کې سړۍ ته په میراث پاتيږي.
انځور: Fotolia/majcot
انځورونه1 | 12
د روغتیا د نړیوال سازمان دریمه سپارښتنه له ناروغانو څخه د بیمې شرکتونو مالي ملاتړ دی. په دې برخه کې د درمل جوړولو شرکتونو څخه غوښتل شوي دي چې د سرطان ناروغۍ د درملو د بیې په تعیینولو کې عدالت او د دې سبب نه شي چې ناروغان د ګرانو درملو د رانیولو له کبله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.
هر کال په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۴ میلیون کسان په سرطان نارغۍ اخته کیږي. تمه کیږي چې دغه شمیر به تر۲۰۳۰ کاله پورې په کال کې ۲۱ میلیونه انسانانو ته ورسیږي. د روغتیا نړیوال سازمان په حواله په سرطان اخته دوه پر دریمه برخه کسان په کم او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې اوسیږي.