1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«په کرونا د اخته کيدونکو شمير نوې ريکارد کچې ته رسیدلی»

۱۳۹۹ شهریور ۲۴, دوشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو پراساس په کرونا د اخته کيدونکو شمير يوې نوې ريکارد کچې ته رسیدلی دی. په ټوله نړۍ کې په تیرو ۲۴ ساعتو کي ۳۰۸۰۰۰ کسان نوي په کرونا اخته سوي دي. د کرونا د قربانیانو تعداد هم تر ۹۱۷۰۰۰ اوښتی.

Indien Greater Noida | Sharda Hospital
انځور: Getty Images/AFP/X. Galiana

صحي جهاني سازمان یو وار بیا په ۲۴ ساعتونو کي په کرونا د اخته کیدو یوه نوي ریکارډ څخه خبر ورکړی او ویلي، چي په دغه موده کي ۳۰۷۹۳۰ کسان نوي په کرونا اخته سوي دي. دا په کرونا اخته کیدو ترهغه تعداد تقریبأ ۱۰۰۰ تنه ډیر دي، چي یوه اوونی دمخه ثبت شوی وو.

د دغه سازمان په حواله د تیر عیسوي کال په اخر کي د کووید ۱۹ ویروس د پيژندلو راهیسي تر اوسه پوري ۲۸،۶ میلیونه انسانان په کرونا اخته سوي دي. دا هغه ارقام دي، چي ثبت سوي دي، او هغه چي لا ندي ثبت سوي ، د کارپوهانو په عقیده په مراتبو سره تر دې ډیر دي.

د دغو ارقامو پراساس په تیرو ۲۴ ساعتو کي تر ټولو ډیر کسان په ترتیب سره لومړی په هندوستان ، بیا امریکا متحده ایالاتو او برازیل کي په کرونا اخته سوي دي. په هندوستان کي ۹۴۳۷۲ کسان او په برازیل کي ۱۴۷۶۸ نوي په کرونا اخته سوي دي.

په همدغو ۲۴ ساعتو کي په برازیل کي ۴۱۵ کسان له کرونا ویروس څخه مړه سوي او مجموعأ ۱۳۱۶۲۵ قربانیان لري. هسپانیه بیا په تقریبأ ۱۲۰۰۰ نوو اخته سوو کسانو سره په څلورم مقام کي راځي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نوو ارقامو پراساس د یکشنبې په ورځ تر ۹۱۷۰۰۰ تنو اضافه له کرونا څخه مړه سوي هم دي. خو په خبره یې د قربانیانو تعداد په دې اخرو وختو کي نسبتأ ثابته پاته دی.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب