1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتیا وزارت: د کرونا د تشخيص زمینه برابره سوې

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان کړې چې په دغه هیواد کي د کرونا د ناروغۍ د تشخیص له پاره زمینه برابره سوې ده. مخکی له دې به ددغې ناروغۍ د معلومولو له پاره اخیستل سوي نمونې خارج ته استول کیدې.

Coronavirus China Wuhan medizinisches Personal arbeitet im Labor
انځور: Imago Images/Xinhua

د افغانستان د روغتیا وزارت د سه شنبه په ورځ د فبرورۍ پر اتلسمه خبر ورکړ چې په افغانستان کې د کرونا د ناروغۍ د تشخیص له پاره زمینه برابره سوې ده. د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي چې مخکې له دې به د دغې ناروغۍ د معلومولو له پاره اخیستل سوي نمونې له افغانستان څخه بهر ته استول کیدې.

د روغتیا وزارت په حواله له شاوخوا ۵۰۰ هغو  مسافرو څخه اخیستل سوي نمونې چې له چین څخه افغانستان ته راداخل سوي ول، د کرونا د ویروس د معلومولو له پاره له هیواد څخه بهر ته استول سوي وې. خو ددغو آزموینو نتیجې د کرونا په ویروس باندی د اخته کیدو هیڅ ډول پیښه نه ده ښودلې.

د روغتیا وزارت د کرونا د ویروس د تشخیص د امکاناتو په هکله نور معلومات نه دي ورکړي.

د چینایی چارواکو د معلوماتو له مخې د کرونا د ویروس د خپریدو په نتیجه کي تر اوسه پوری په دغه هیواد کي څه د پاسه ۱۷۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په چین کي په دغه ویروس باندی د اخته سوو کسانو شمیر په مجموعي ډول  ۷۰ زره ۵۰۰ تنو ته رسیدلی.

په چین کې د کرونا د ناروغي په خپریدو سره، د افغانستان د روغتیا وزارت د نوموړي ویرس د مخنیوی په هدف، په کابل او ولایتونو کي د ځانگړي کنترول مرکزونه جوړ کړل. د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د کابل، کندهار او هرات په هوایی ډگرونو کي چی بین المللي پروازونه هم لري، صحي ټیمونه ځای پر ځای سوي تر څو مسافرین د داخلیدو څخه وروسته معاینه کړي. د روغتیا وزارت ویلی چې په مځکني سرحدونو کې هم صحي ټیمونه مؤظف سوي چې مسافرین معاینه کوي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په اوس وخت کي د بلخ په ولایت کي د کرونا د ویروس د ځانگړي کنترول څانگه پرانیستې ده. دغه څانگه ۳۰ بستره لري. د روانې میلادي میاشتي په سر کې د افغانستان د روغتیا وزارت، د کرونا د ویروس د ځانگړي کنترول څانگه د کابل په افغان- جاپان روغتون کي جوړه کړه. د روغتیا وزارت ویلي چې دغه څانگه سل بستره لري او ددغه وزارت لابراتوارونه د څه د پاسه لسو ډولونو د ویروس د تشخیص توانایي لري.

د کرونا ویروس د تیرمیلادی کال په وروستیو کی په چین کی خپور سو. دغه ویروس لومړی د چین د هوبئی ولایت له ووهان ښار څخه پیل سو.

د نړۍ زیاتره هیوادونو ددغه ویرسو له پراخیدو څخه اندیښنه ښودلې او له هغه څخه د ساتلو له پاره یی تدابیر ترلاس لاندی نیولي. په دا وروستیو کی مصر ، په دغه ویروس باندی د اخته کیدو له لومړنۍ پیښې څخه خبرورکړی. په عین حال کی د دغه ویروس په نتیجه کی د مړینی  د  لومړنۍ پیښې په هکله فرانسې رپوټ ورکړی دی.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب