بنګله ديش او ميانمار د روهنګيا مهاجرو پر بيرته ستنيدو هوکړه کړې ده. دغه پروسه په نوامبر مياشت کي پيليږي. ملګرو ملتونو يوه اوونۍ مخکې خبرداری ورکړی وو چې په ميانمار کې د روهنګيا مسلمان لږکيو نسل وژنه لا هم ادامه لري.
اعلان
د بنگله ديش او ميانمار چارواکو ويلي دي چې له بنگله ديش څخه ميانمار ته د روهنگيا مهاجرو پر بيرته ستنېدو باندي سره سلا شوي دي. ويل شوي دي چې دغه پروسه به د روان ۲۰۱۸م کال د نوامبر مياشتي په نيمايي کي پيل شي.
له ميانمار څخه بنګله ديش ته د روهنګيايي مهاجرو تيښته د ۲۰۱۷م کال په اګست مياشت کې وروسته له هغې پيل شوه چې د ميانماري ځواکونو په راخين ایالت کې چيرته چې دغه مسلمان اقليت اوسيد، پوځي عمليات پيل کړل.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي، حاضردمه د بنګله ديش له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو کمپونو کې څه باندې ۷۲۰ زره روهنګيايي مهاجر ميشت دي. پر ميانماري ځواکونو تورونه لګول شوي دي چې د عملیاتو پر وخت يې پر روهنګيايانو سره د وژنو، جنسي تيريو او د کورونو سوځولو په ګډون سخت تاوتريخوالی کړی دی.
څيړونکو ويلي چې د میانمار پوځ لوړ پوړي چارواکي بايد په راخين ايالت کې د نسل وژنې په تړاو تر پوښتنو لاندې ونيول شي، خو ميانمار دغه تورونه رد کړي او ټينګار کوي چې د دوی ځواکونو د اورپکو پر وړاندې له خپل ځانه دفاع کړې ده.
له راخينه د بنګله ديش تر کوکس پوري د روهنگيا هجرت
د روهنگيا مسلمانانو بحران ورځ تر بلې سختيږي. تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره روهنگيا مهاجر له خپلو کورو تښتيدلي او بنګله ديش ته مهاجر شوي دي. دويچه ویلې د روهنگيا د هجرت انځوريز رپوټ چمتو کړی دی.
انځور: DW/M.M. Rahman
اوږدې لارې
د ميانمار له راخينه ايالت څخه په زرونو روهنگيا مهاجر د اوږدو لارو په وهلو ځانونه بنگله ديش ته رسولي دي. په غیږ کې ماشوم او پر سر له درونو بارونه سره له خټو پر ډکو لارو او پولو باندي پلې مزلونه اسانه نه دي. دا انځور په بنگله ديش کې د ډیکناف لمبر بل له سيمې څخه دی.
انځور: DW/M.M. Rahman
د خټو چقړو ډکې لارې
د سفرونو پر مهال د خټو ډکې ډيري داسې لارې په مخ راځي چې ښځې او ماشومان اړ وي له هغو څخه په لوڅو پښو واوړي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د ناروغانو ليږد تر ټولو ستونزمن
خپل کور او اسباب به پريښودل شي خو د ناروغو مشرانو پريښودل هيڅ امکان نه لري. په تصوير کې دوه ځوان روهنگيا د خپلې کورنۍ يوه زړه ناروغه ښځه له سختو لارو پر اوږو انتقالوي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د اګست ۲۵مه د تاوتريخوالو پيل
د ميانمار پوځ د روهنگيا مسلمان اقليت پر وړاندي تاوتريخوالی د اګست مياشتې تر ۲۵مې وروسته پیل کړ. په دغه اخ و ډبونو کې تر ټولو زيات ماشومان او ښځې زيانمني شوي. د بيځايه شويو په شمير کې هم ښځې او ماشومان زيات دي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د روهنگيا جنگياليو بريدونه
د اګست مياشتې پر ۲۵مه، کله چې روهنگيا جنگياليو د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، له هغه وروسته د ميانمار پوځ هم ځوابي اقدام وکړ. په دغو جگړو کي تر ټولو زيات زيان هم روهنگيا مسلمانانو ته اوښتی.
انځور: DW/M.M. Rahman
درانه تلفات هم د روهنگيا په برخه
د رپوټونو پر اساس د راخينه په جگړو کې لږ ترلږه ۴۰۰ تنه ووژل شول، په مړو کې تر ټولو زيات يې روهنگيايان ول. هغه وخت يوې ميانمارۍ رسنۍ هم ويلي ول چې په ۴۰۰ تنو وژل شويو کې ۳۷۰ تنه يې روهنگيان دي.
انځور: DW/M.M. Rahman
د «نف» سيند
له ميانمار څخه بنگله ديش ته د اوښتو په لار کې د خټيونو لارو تر څنګ سيندونو هم په مخ راځي چې روهنگيا بايد ترې پوري وځي. په دغه انځور کې مهاجر د «نف» په نامه يوه سيند څخه په ډيره عادي کښتۍ کې د تيريدو په حال کې دي.
انځور: DW/M.M. Rahman
ميانمار تورونه ردوي
د ميانمار حکومت هغه تورونه ردوي چې ګواکې د روهنګيايي مسلمانانو د ځپلو په موخه يې عمليات جاري ساتلي تر څو يې له دې لارې هغوی وژلي او يا یې له هيواده شړلو ته اړ کړي وي.
انځور: DW/M.M. Rahman
سرحدي سيمي
روهنگيا مسلمانان بنگله ديش ته د رسيدلو په موخه د پولې له مختلفو سيمو څخه کار اخلي. خو تر ډیره د ټيکناف او نيخن کهړي له سيمو څخه اوړي.
انځور: DW/M.M. Rahman
له سوځيدلو کورونو څخه پورته شوي لوګي
د روهنگيا مسلمانانو د سوځيدو په حال کې کورونه. د اور لوګي د «نف» سيند له پوري غاړې ښکاري چې د بنگله ديش له ټيکناف سيمې څخه تيريږي.
انځور: DW/M.M. Rahman
۲۶۰۰ کورنو سوځول شوي
د ميانمار حکومت د سپتمبر پر دويمه وویل چې په لويديځ ايالت راخينه کې د وروستيو تر ټولو بدو پيښو پر مهال۲۶۰۰ کورونه سوځول شوي دي. ميانمار تور لگولی وو چې د کورونو په سوځولو کې خپله روهنگيا لاس لري.
انځور: DW/M.M. Rahman
له انسانانو سره څاروي هم
ځيني روهنګيايي مهاجرو بنگله ديش ته له ځانه سره خپل څاروي هم راوستلي دي. دغه مهاجر د «نف» سيند له لاري پوريوزي.