د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ نړیوالې مظاهرې
۱۳۹۶ شهریور ۱۸, شنبهد روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ په نړۍ کي مظاهرې
میانمار کې پر روهنګیايي اقلیتونو د ادعا سوي زورزیاتي له امله د افغانستان په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کي لاریونونه شوي. د لاریون برخه والو د میانمار پر رهبرې آنګ سان سوچي غږ کړی چې د مسلمانانو «نسل وژنه» دې ودروي.
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې لاریونونه
د جمعې په ورځ د افغانستان په شرقي ولایت ننګرهار کې د روهنګیايي مسلمانونو په ملاتړ سلګونه کسان چې په لاسونو کې یې د میانمار حکومت ضد شعارونه لیږدول د جلال آباد ښار کوڅو او سړکونو ته راوتلي. بل لوري ته بیا په پلازمینه کابل کې هم ورته لاریونونه ترسره شوي دي او د روهنګیايي مسلمان اقلیت په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
جلال اباد کي لاريون
د جلال آباد لاريون کوونکو داسي لوحې د ځان سره ګرځولې چي پکښي د روهنګيا مسلمانانو سره د ظلمونو د تورونو په تړاؤ شعارونه ليکل سوي ول. لاريون کوونکو د ميانمار د مشرې سان سوچي د محاکمې غوښتنه هم کوله.
د لاريون امنيت نيونه
د افغانستان په بيلو برخو کي مظاهرينو د روهنګيا مسلمانانو په ملاتړ شعارونه ورکړل. د دغو لاريونونو د امنیت نېونې په مقصد امنيتي اقدامات سوي ول. په دې ترڅ کي يو شمېر اضافي پوليس او امنيتي کسان د لاريونونو مناطقو ته لېږدول سوي ول.
پاکستان کې عکسونو ته اور ورکول
د پاکستان د سِند ایالت په حیدر آباد ښار کې د روهنګیايي مسلمان اقلیت په ملاتړ مظاهرې شوي چې پکې ګډونوال د میانمار د رهبرې آنک سان سوچي یو چاپ شوي عکس ته اور ورکړی. دغه لاریون د حیدرآباد ښاره یوه خیریه سازمان را غوښتی وو.
جکارتا کې مظاهرې
تیره اونۍ د سپتمبر میاشتې په ۶ نیټه د اندونیزیا په پلازمینه جکارتا کې د میانمار سفارت مخې یوه ډیره ستره مظاهره ترسره شوه. د اندونیزیا مسلمانانو په میانمار کې پر روهنګیايي مسلمان اقلیت باندې د زور زیاتي او ظلم د بندولو غوښتنه وکړه.
سفارت ته په څو مترۍ کې
په دې انځور کې لیدل کیږي چې په جکارتا کې لاریون کوونکي د میانمار سفارت ته ډیر نږدې شوي او ان داسې سیمو ته یې ځانونه رسولي چې د سفارت ودانۍ ته ډیر نږدې دي او اغزن سیم ترې را تاو دی.
په روسیه کې لاریون شوی
د تیرې اونۍ په پای کې د روسیې د ګروزني ښار د احمد کادیروف په میدان کې روسي مسلمانانو د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ احتجاجي مظاهرې وکړې. په دې انځور کې لیدل کیږي چې مظاهره چیان د روهنګیايي مسلمانانو پوستء لیږدي او پرې لیکل شوي چې د «روهنګیايي مسلمانانو نسل وژنه بنده کړئ.»
د کادیروف میدان
د روسیې په ګروزني ښار کې د مظاهره چیانو یو ډیر شمیر د میانمار حکومت پر ضد او د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون کوي. د ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په اساس په میانمار کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله د وژل شوو کسانو شمیر چې ډیری یې روهنګیايي مسلمانان دي ښايي له زرو کسانو اوښتی وي.
د روهنګیایانو په حق کې دعا ګانې
تیره اونۍ د روسیې په پلازمینه مسکو کې سلګونو مسلمانانو په میانمار کې پر روهنګیايي مسلمانانو باندې د ظلم له امله د میانمار پر پوځ او بت پرستانو پر ضد مظاهرې وکړې. په دې انځور کې لیدل کیږي چې په مسکو کې د میانمار د سفارت مخې ته لاریون کوونکي عبادت او د روهنګیايي مسلمانانو له پاره دعا کوي.
مذهبې ویناوې
د روانې سپتمبر میاشتې په ۳ نیټه په مسکو کې مظاهره چیانو ته د میانمار حکومت لخوا پر روهنګیايي مسلمانانو باندې د ظلم او زورزیاتي په هکله یو کس مذهبي وینا کوي.
نوي ډهلي هم لاریون کړی
تیره اونۍ د سپتمبر میاشتې په ۵ نیټه د هندوستان په نوي ډلي ښار کې هم د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون شوی. لاریون کوونکي د هندوستان د پارلمان مخې ته راټول شوي وو او د میانمار حکومت او پوځ پر ضد یې شعارونه ورکول. د لاریون کوونکو په شعارونو کې لیکل شوي وو چې د میانمار راخین ولایت ته دې رسنیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
جرمني کي هم مظاهرې شوي
د آلمان په پلازمینه برلین کې هم روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون شوی. لاریون کوونکي د میانمار سفارت مخې ته راټول شوي وو او په میانمار کې د روهنګیايي مسلمان اقلیت د نسل وژنې په هکله یې شعارونه ورکول.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.11.2016):
روهينګيا مسلمانان څوک دي؟
د ميانمار په رخاين ايالت کي تقريبا يو میليون روهينګيا مسلمانان آباد دي. خو د دغو مسلمانانو ژوند له کړواونو، زور زياتيو، مفليسيو او غمونو ډک دی. روهينګيا مسلمانان په اصل کي څوک دي؟
روهينګيا مسلمانان هيڅ هيواد نه لري
روهينګيايان کوم هيواد نه لري. دوی په اصل کي د ميانمار يا برما په هيواد کي اوسيږي. خو د دغه هيواد د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي روهينګيايان د ميانمار تابعيت نه سي ترلاسه کولای.
شکنجه سوي انسانان
د ميانمار اکثريت اوسېدونکي بودايان دي. پر سخت دريځه بودايانو او د ميانمار پر امنيتي چارواکو تورونه لګول کيږي چي هغوی روهينګيايان شکنجه کوي او حتی د هغوی بنسټيزه بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.
نه تګ راتګ نه کار
روهينګيايان نه خو له يو ځای څخه بل ځای ته تللای سي او نه هم د کار کولو اجازه لري. هغوی چي د ميانمار په کومه سيمه کي اوسيږي، ورڅخه غوښتنه سوې چي هغه سيمه خالي کړي. د ميانمار چارواکي وايي چي روهينګيايان په اصل کي په ميانمار کي د اوسېدو حق نه لري.
«بنګالي مهاجر»
روهينګيايان چي سني مسلمانان دي، په يوه داسي ژبه خبري کوي چي د ميانمار بودايان يې د بنګالي ژبي يوه لهجه بولي. همدا وجه ده چي د ميانمار بودايان و روهينګيایانو ته د «بنګله دېشي» مهاجرو په سترګو ګوري. دا د هغه باوجوده چي روهينګيايان د زياتو لسيزو راهيسي په ميانمار کي ژوند کوي.
مشکل سفرونه
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په ۲۰۱۲ کال په ميانمار کي د روهينګيايانو پر ضد د مذهبي تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو وروسته تقريبا ۱۲۰ زره روهينګيايان په کښتيو کي د ميانمار د اړونده ايالت پرېښودو ته اړل کړل سوي دي. په دغو کي په زرهاؤ ډوب سوي دي.
ډلييز قبرونه
د ملايزيا او تايلنډ هيوادونو په سرحدي سيمو کي د روهينګيايانو زيات شمېر ډليز قبرونه موندل سوي دي. په دغو وژل سوو کي هغه روهينګيايان هم شامل اټکل سوي چي په ۲۰۱۵ کال په کښتيو کي دغو سيمو ته راغلي ول.
انساني قاچاق
د انسانانو قاچاق کوونکي په پوره توګه د روهينګيايانو له مجبورۍ څخه فايده پورته کوي. روهنګيايان چي په تېښته کي وي نو د خوندي ځای ته د رسولو په تشه وعده خپل هر څه و قاچاق وړونکو ته سپاري.
سرپنا په بنګله دېش کي
په بنګله دېش کي تقريبا ۳ مليونه روهينګيايان ژوند کوي. زياتره دغه روهينګيايان له ميانمار څخه وبنګله دېش ته رامهاجر سوي دي. خو بنګله دېش هم دغو مسلمانانو ته د اقامې اسناد نه ورکوي.
د پناه په تلاښ
زيات شمېر روهينګيايان د کښتيو په مرسته کوښښ کوي چي بنګله دېش ته ځان ورسوي او هلته پناه واخلي، خو زياتره دغه کسان د بنګله دېش له خوا به نيمه لاره بېرته ستنېدو ته مجبوره کړل کيږي.
در په دره
د بنګله دېش په څېر هند، تايلنډ، ملايزيا او چين د روهينګيايانو سره ورته چلن کوي.
د امنيت له پاره ګواښ
په وروستيو وختونو کي د روهينګيايانو پر ضد په ميانمار کي د تاوتریخوالي پيښي بيا زياتي سوي دي. خو امنيتي چارواکي وايي چي د دغو تاوتريخوالو د مخنيوي له پاره هڅه کوي.
د بشري حقونو د سازمانونو غوښتنې
د بشر د حقونو سازمانونو پر ميانمار ږغ کوي چي د روهينګيايانو پر ضد روان تاوتريخوالي مخه ونيسي او هغوی ته دي د ميانمار تابعيت ورکړي.
قانوني مشکل
ميانمار روهينګيايان د دغه هيواد د قومونو څخه یو نه بولي. د ميانمار د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي يوازي هغه قومونه د ميانمار داخلي قومونه بلل کيږي چي له ۱۸۲۳ مخکي لا په ميانمار کي آباد ول.
تنقيد
په ميانمار کي د واکمن ګوند پر مشري او د سولي د نوبل جايزې ګټونکي آنګ سان سوچي په وړاندي زيات وختونه تنقيد کيږي، چي هغه ولي د روهينګيايانو پر ضد د تاوتريخوالي په ترڅ کي خاموشه ده. خو اټکل کيږي چي د ميانمار باقدرته طبقه د روهينګيايانو د ستونزو د هوارۍ غوښتونکې نه ده.