بنګله دیش د جمعې په ورځ یو ځل بیا میانمار ته د خپل هوایي حریم د تر پښو لاندې کولو له کبله ګواښ وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د تاوتریخوالي وروستۍ لړۍ له میانمار څخه نزدې ۴۰۰ زره روهینګیایي مسلمانان بې ځایه کړي دي. ملګرو ملتونو دغه څه «نژادي پاکوونه» بللې ده.
په داکه کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د میانمار پوځي بې پیلوټه او څرخي الوتکو د سپتمبر پر ۱۰، ۱۲ او ۱۴مو او د اګست میاشتې پر ۲۵مه نیټه د دې بنګله دیش هوایي حریم تر پښو لاندې کړی دی.
دې وزارت ټینګار کړی دی چې د میانمار پارونې کیدای شي چې د «نه تظمین وړ عواقب» ولري. د میانمار او بنګله دیش تر منځ اړیکې تر هغه وروسته ترینګلې شوې چې د میانمار پوځیانو د روهنیګیا یاغیانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.
کلیو ته اور ورته کول
د بشري حقونو سازمانونه وایي چې د میانمار پوځ او یو شمیر بودیست ډلو کلیو ته اور ورته کړی او کلیوال یې وژلي دي. دغه سازمان ادعا کوي چې میانمار غواړي له دې سره د روهینګیا مسلمانې لږکۍ له دې هیواده وشړي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د څانګې مرستیال فیل روبیرتسن، ویلي دي: «په سیمه کې زموږ څیړنې د ستلایت له لارې اخسیتل شوې انځورونه تاییدوي. د میانمار پوځ په شمالي راخین ایالت کې د روهینګیا کلیو ته د اور ورته کولو مسوول دی.»
میانمار دغه تورونه رد کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روهینګیا مسلمانې لږکۍ ۴۰۰ زره غړي اړ شوي دي چې د تاوتریخوالي له ویرې بنګله دیش ته وتښتي. د مهاجرت له نړیوال سازمان څخه کریس لوم، ویلي دي: «داسې نښاني چې د خلکو د تیښتې لړۍ له ودریږي، نه لیدل کیږي.»
اوس هم مرستندویه سازمانونو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د راخین ایالت ته ولاړ شي. د میانمار پوځ وایي چې دغه پریکړه یې د امنیتي اندیښنو له کبله کړې ده.
د روهنگیايي مسلمانانو د وضعیت په هکله زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
انځورونه: د روهینګیا مسلمانې لږکۍ بنگلدیش ته تښتي
په لسهاو زره د روهینګیا مسلمان لږکۍ غړي تر مذهبي تاوتریخوالي وروسته له میانمار څخه بنگلدیش ته رسیدلي دي. په لسهاو زره بودیان هم نورو سیمو ته انتقال شوي دي.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossainد بنلګه دیش چارواکو اعلان کړی دی چې د دې هیواد کمپونه له روهینګیايي مسلمانانو ډک دي او د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
انځور: picture alliance/NurPhoto/S. Nandyروهنګیايي مسلمانان په میانمار کې یو اقلیت دی. د دې هیواد اکثریت نفوس بودایان تشکیلوي.
انځور: picture-alliance/AA/Z. Hossain Chowdhuryپه میانمار کې د روهنګیایانو او بودایانو ترمنځ مذهبي تاوتریخوالي د څو کلونو راهیسې ادامه لري او په دې ترڅ کې تر ټولو ډیر بیا میرمنې او ماشومان اغیزمن شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Moeپه بنګلدیش کې د خیریه سازمانونو چارواکي وايي چې هره ورځ د میانمار له غرب څخه زرګونه روهنګیایان د تاوتریخوالي له ویرې بنګلدیش ته تښتي.
انځور: Reuters/S. Zeya Tunد میانمار پوځ له بنګلدیش سره خپله ګډه پوله هم په تر کنټرول لاندې نیسي او په زیاتره مواردو کې بنګلدیش ته د روهنګیایانو د تګ مخنیوي هم کوي.
انځور: Reuters/M. P. Hossainد مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند ویویان تان وايي چې د ۲۰۱۷م کال د اګست له میاشتې راهیسې هغه مهال چې دغه تاوتریخوالی پیل شوی تر اوسه پورې شاوخوا ۷۳ زره کسان له میانمار څخه بنګلدیش ته تښتیدلي دي.
انځور: Getty Images/A. Joyceد همدې کمیشنرۍ یو بل چارواکی بیا وايي چې په دې وروستیو کې ۵۰ روهنګیايي مهاجرین په داسې حال کې چې په بدن یې د مرمیو ټپونه وو، بنګلدیش ته رسیدلي او د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوي دي.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossainروهنګیايي مهاجرین په لومړي سر کې د ماهیګران شاه پوریر په نامه په بنګلدیش کې یوه کلي ته رسیږي. د دویپ په نامه یو مهاجر وايي: «پوځ خلک سرکوب کوي. بمونو ته چاودنې ورکول کیږي او روهنګیايي مسلمانان ژوندي اور ته اچول کیږي.»
انځور: Reuters/M. Ponir Hossainد میانمار پوځ ویلي چې نږدې ۴۰۰ کسان چې زیاتره یې یاغیان دي، په دې وروستیو کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossainد میانمار په راخین ولایت کې روهنګیايي یاغیان او د دې هیواد د امنیتي ځواکونو چارواکي پر یو بل باندې د تاوتریخوالي د ترسره کولو تورونه پورې کوي.
انځور: Reuters/M. Ponir Hossainبنګلدیشیان هم د روهنګیايي مهاجرینو له راتګه خوښ نه دي. په دې انځور کې د بودايانو یو لاریون لیدل کیږي چې د روهنګیايي مسلمانانو پر ضد یې ترسره کړی دی.
انځور: Reuters/S.Z. Tunپه میانمار کې د روهنګیايي مسلمانانو وضعیت د دې سبب ګرځیدلی چې په سیمه کې مسلمان میشته هیوادونو اتباع د روهنګیايي مسلمانانو په ملاتړ لاریون وکړي. په دې انځور کې د مالیزیا د بیلابیلو ادیانو ځوانان لیدل کیږي چې د روهنګیایانو په ملاتړ یې په لاریون لاس پورې کړی دی.
انځور: Imago/ZUMA Pressپه دې وروستیو کې ملګرو ملتونو د انګ سان سوچي په مشرۍ چې د سولې نوبل جایزه هم ګتلې د میانمار پر حکومت له روهنګیايي مسلمانانو سره د چلن له امله سختې نیوکې وکړې. ملګرو ملتونو د دې هیواد پوځ د روهنګیايي مسلمانانو په عامه وژنې، جنسي تیري، تاوتریخوالي او د بشریت پر وړاندې د جنایت په ترسره کولو تورن کړل.
انځور: Getty Images/AFP/Y. A. Thu