د جرمني فرانکفورت، برلین او کولن ښارونه د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په څراغونو روښانه او سینګاروي. په مونشن ښار کې ښايي د کوچني اختر په مناسبت یوازې «اختر مو مبارک شه» لنډ پیغام د دغې ښار په زړې ښاروالۍ کې په سینګار شوي او روښانه شوي شکل ولیدلی شي.
د دغې ښار ښاروالۍ د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د ګروسه بوکنهایمیر(Grosse Bockenheimer Strasse) واټ به د ښار په داخل کې د »رمضان مبارک« په عبارت سره په ځلېدونکې سپوږمۍ، ستورو او فانوسونو ښکلی شي.
دغه واټ د ډېرو رسټورانټونو او قهوه خونو په لرلو سره د (Fressgass) یا تقریبآ «د خوړو کوڅه» باندې یادېږي.
کولن کې د روژې په مناسبت د یوه واټ روښانه کولانځور: Ying Tang/NurPhoto/picture alliance په ۲۰۲۳ کال کې د فرانکفورت ښار شورا پریکړه وکړه چې د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې رمضان د هرکلي له پاره یو سړک روښانه کړي، او دا کار تیر کال د لومړي ځل لپاره ترسره شو.
تېر کال، د مارچ له لسمې څخه تر اپریل نهمې پورې، په دې سړک د "رمضان مبارک" لویې نښې او د روژې نور ښکلاییز توکي لګول شوي وو. پر همدغې کال د فرانکفورت ښاروال د دې سړک د روښانه کولو لګښت شاوخوا ۷۵زره یورو ښوولی و.
د المان د فرانکفورت ښاروالې او د زرغون ګوند غړې نرګس سکندري ګرونبرګ ویلي، چې د روژې په میاشت کې د واټونو روښانول «د فرانکفورت د ټولو اوسېدونکیو ګډ سولهییز ژوند» ته وده ورکوي.
په برلین او کولن کې د واټونو روښانول
د «برلینر څایټونګ» په نوم ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې برلین ښار کې په لومړي ځل د «برلین میټه» په نوم واټ د روژې په مناسبت سینګارېږي. د دغې ناحیې ښاروالې شتیفاني رملینګر، چې له زرغون ګوند سره تړاو لري یادې ورځپاڼې ته ویلي، د راتلونکې اونۍ له پیل څخه به تیرګارتن سیمه روښانه شي.
دغه راز د کولن راډیو رپوټ ورکړی، چې فینلویر شتراسه (Venloer Strasse) به د رمضان مبارکې میاشتې په مناسبت د ۲۵۰ متره په اوږدوالي په څراغونو روښانه کړي. خو په مونشن کې کوم واټ نه روښانه کېږي، یوازې د کوچني اختر پر ورځ د دریو ساعتونو له پاره «اختر مو مبارک شه» چې په المان کې (Frohes Fest) کېږي، د دغه ښار د زړې ښاروالۍ پر ودانۍ لګول کېږي.
رمضان: د مسلمانانو مبارکه میاشت د انځورونو په ژبه
په ټوله نړۍ کې مسلمانان د روژې میاشت د ديني مراسمو، مرستو، روژې نیولو او روژه ماتي په کولو سره لمانځي انځور: Emrah Gurel/AP/dpa/picture alliance د اقتصادي فقر تر سیوري لاندې روژه نیول دا څوم کال دی، چې د افغانستان خلک بې وزلۍ او اقتصادي بحران کې روژه تېروي. د دې حالت له امله ډېر بې وزله خلک نه شي کولی، چې د روژه ماتي له پاره آن وچه ډوډۍ پیداکړي.
انځور: Jakob Schaumann/DW د اسلام پر پنځو بناو تمرکز میلیونونه مسلمانان د روژې میاشتې په تېرولو اخته دي. هغوی د سهار له اذانه تر ماښامه له خوړو او څښاک پرهیز کوي. د روژې موخه د فکر تمرکز او الله ج سره د مومنانو نزدیکت دی. د هند په څلورم لوی ښار حیدراباد کې کوچنیان د اسلام پنځه بناوې زده کوي.
انځور: NOAH SEELAM/AFP د روژې میاشتې پیل ښايي ډېرو هېوادونو کې متفاوت وي؛ ځکه د میاشتې راښکاره کېدل له اسلامي سپوږمیز کال پیلېږي. ډېر هېوادونه د هغوی جغرافیوي موقعیت ته په کتو د روژې میاشت ویني. اندونیزیا کې د میاشتې لیدو ټیمونه په دوربینونو کې ګوري، چې د روژې پیل اعلان کړي.
انځور: Willy Kurniawan/REUTERS په جګړه ییز چاپېریال کې روژه په غزې تړانګه کې سږنۍ روژه د جنګ تر لمبو لاندې نیول کېږي. تمه وه، چې د روژې له پیل وړاندې به د جنګ په درولو هوکړه وشي؛ خو په دې برخه کې هڅې ناکامې شوې او د دیرالبلاح د دې کوچنیانو په څېر په ناوړه بشري حالت کې ښکېل شول.
انځور: Omar Qattaa/Anadolu/picture alliance د اسرائیلو او د حماس د جګړې له امله له یو میلیون ډېرو کسانو رفح ښار ته پناه وړې ده. ملګرو ملتونو ویلي، چې د ولږې خطر شته او غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې ۲۵ کسانو د سوءتغذیې او اوبو کمښت له امله ژوند بایللی دی، چې ډېر یې ماشومان دي. مذهبي سرچینو ویلي، چې د غزې خلک د بدن د کمزورۍ له امله روژې نیولو ته اړتیا نه لري.
انځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Images په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱.۹ میلیارده مسلمان ژوند کوي، چې ډېر یې په هند، پاکستان، اندونیزیا او بنګله دېش کې دي. د ورځې په پای کې کورنۍ، ملګري او ګاونډیان د روژه ماتي له پاره راټولېږي. د هند په ډیلي کې د واټونو پر سر لوی میزونه ایښودل کېږي، څو خلک وشي کولی یو ځای روژه ماته کړي.
انځور: Anushree Fadnavis/REUTERS د اندونیزیا د جاکارتا په تنګرنګ سیمه کې ځايي مېرمنې د روژې له پيلېدو مخکې د یوه دود له مخې ځان مینځي. له روژې مخکې د هغوی له پاره اوبه د روح د پآکوالي په معنا ده. د اندونیزیا ۹۰ سلنه خلک مسلمانان دي او د روژې میاشت د ډیوو په بلولو او د بېلابېلو خوراکونو په خوړلو سره لمانځي.
انځور: Achmad Ibrahim/AP Photo/picture alliance ترکیه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي. د رسمي شمېرو له مخې، د فبرورۍ میاشت کې د پیسو پړسوب اویا سلنه و. له همدې امله یو شمېر کورنۍ اندېښمنې دي، چې ښايي د روژه ماتي دودیز خواړه چمتو نه کړای شي.
انځور: Murad Sezer/REUTERS د سینیګال په ډاکال سیمه کې د Massalikul jinaan مسجد د سویلي افریقا له لوریو مسجدونو څخه دی. سږکال روژه په دغه هېواد کې د ځنډول شویو ولسمشریزو ټاکنو سره هممهاله پیل شوې ده. هغه سکون چې په دې مسجد کې دی، د دغه ځای د خلکو له پاره خوشحالوونکی دی.
انځور: JOHN WESSELS/AFP په ټایمز څلورلارې کې لمونځ کوونکي د رمضان میاشتې له پیل سره سم د مارچ په لسمه لسګونه مسلمانان د نیویارک په ټایمز څلورلارې کې راټول شول. هغوی یو ځای د تراوېحو لمونځ وکړ.
انځور: DAVID DEE DELGADO/Getty Images/AFP د روژې میاشت له پاره ځانګړي لباسونه دا پاکستانی ځوان پېښور کې د لمانځه پر وخت خولۍ پرسروي. د رمضان میاشتې له امله ډېر خلک ښه ګڼي، چې د لمانځه او روژه ماتي پر وخت نوی لباس پر تن کړي. که څوک مالي توانايي ولري، د اختر پر ورځ هم نوي کالي اغوندي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP pHoto/picture alliance په المان کې رمضاني سینګارول د لومړي ځل له پاره د المان په فرانکفورت او کولن کې د روژې میاشتې په مناسبت واټونه ښکلي شول. د دغو ښارونو چارواکو ویلي، چې له دې اقدام یې موخه ټولنیز یووالی او یو ځای ژوند کول دي.
انځور: KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP/Getty Images