1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روژې پيل او په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د کرونا له امله د ښارونورو له قرنطین سره همهاله او د روژې له رارسېدو سره سم، د کابل په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي او لا نورې لوړیږي. ایا حکومت به په روژه کې په ګرانه بیه د توکو د پلورونکو مخه ونیسي؟

Afghanistan Lebensmittel
آرشیف انځورانځور: AP

په کابل ښار کې د ګرځبندی، د کاروبار په ټپه ولاړ حالت او د بازارونو تړل کېدو څه کم میاشت پوره شوه، خو ۵۷ کلن طاوس خان لا هم د زړه په زور د کار په لټه  کې له کوره راوځي.

دغه عمر خوړلی د کرونا ناروغي د سخت خطر سره سره هم د یوه دفتر څوکیداري کوي. نوموړي دویچه ویله ته وویل زامن یې ماشومان او د کار نه دي، نو ځکه د کور د نفقې دروند بار دده په اوږو دی. هغه زياته کړه: «که له کوره را ونه وځم ماشومان مې وږې پاتې کیږي، نور کاروبار نشته دلته ناست یم چې یو څه وګټم.»

 دغه سپین ږیری سړی په دې هم خوښ دی، چې یو کار لري خو دی د هغو خلکو ژوند له خورا کړاوه ډک بولي چې وزګار دي او د قرنطین له دوام سره یې ان د درې وخته ډوډی برابرولو توان هم له لاسه ورکړی.

د روژې پيل او د توکو بیې

په افغانستان کې د کرونا بحران له پيل سره سم د توکو بیې لوړې شوي خو د روژې په راتګ سره د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې لا نورې هم لوړې شوي.

همدا اوس د کابل په بازارونو کې د یوې بوجی اوړو بیه څه کم دوه زره افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې دوه اونۍ وړاندې یې بیه ۱۴۰۰ افغانۍ وه.

دغه راز، ۱۵ لیتره غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل خو د روژې مخې ته یې بیه نیږدې ۱۶۰۰ افغانیو ته ختلې. په همدې توګه د ټولو توکو په بیو کې له ۱۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو لوړوالی راغلی.

سره له دې چې په بازارونو کې د توکو بیې لا نورې هم د لوړېدو په حال کې دي خو د کابل والي محمد یعقوب حیدري خبرداری ورکړی چې په ګران بیه د توکو پلورونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د کابل خالي سړکونهانځور: DW/A. Ghazanfar

ښاغلی حیدري نن پنجشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۲۳مه) خبریالانو ته وویل: «د توکو د بیو څار او کنترول لپاره ۳۰ ګرځنده ډلې ګمارل شوي، په دې ډلو کې مدني فعالان، رسنۍ او د کلي وکیلان شامل دي، دغو ډلو سر له ننه کار پيل کړی که چا په لوړو قیمتونو توکي وپلورول هټي یې تړل کیږي او حتي مالونه یې ضبطیږي.»

د کابل والي زیاته کړه چې د روژې له راتګ سره سم یې د اړو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړی. د نوموړي په وینا په کابل کې یې پر ۱۸۰ کورنیو غنم ویشلي دي.

ایا مرستې مستحقو خلکو ته رسیږي؟

خو د کابل ښار اوسېدونکي وايي، لومړی خو د مرستو اندازه په هغه کچه نه ده چې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړې او بله دا چې مرستې په ریښتینو اړمنو نه وېشل کیږي. د ښار یوه اوسیدونکي سید خان دویچه ویله ته وویل: «خلک د لوږې سره مخامخ دي، دا مرستې هغه چاته رسیږي چې واسطه لري د غریبانو او فقیرانو پوښتنه څوک لانه کوي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې اړوند په خپل پيغام کې ویلي چې حکومت به اړو افغانانو سره د مرستو په برخه کې خپل ټول امکانات وکاروي. غني زياته کړې: «د افغانستان حکومت له خپلو ټولو منابعو په استفاده، په دې هڅه کې دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي او د روژې په مبارکه میاشت کې بې وزله ټولنې ته مرستې ورسوي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د سختې لوږې خبرداری ورکړی.

د خوړو نړېوال پروګرام د یوه وروستي راپور پر بنسټ، افغانستان هم د هغو پنځو هېوادونو په لیست کې دی چې خوراکي مرستو ته اړتيا لري. په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به شاوخوا یوولس میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ وي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل